ننګرهار والي وایي،د مستندو اسنادو په شتون سره په فساد کې ښکیلو مسؤلینو د پېژندنې او د ولسونو له لورې د فساد د ورکړې د مخنیوي په برخه کې دې فعاله مخور او ځوانان همکاري وکړي.
ننګرهار والي حیات الله حیات د شینوارو شپږو ولسوالیو ځوانانو او یو شمیر مخورو سره د غونډې په ترڅ کې د مستندو اسنادو په شتون سره په فساد کې ښکیلو مسؤلینو د پېژندنې او ولسونو له لورې د فساد د ورکړې د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه
یاده غونډه چې د چنګاښ په ۱۹مه د جلال اباد ښاروالۍ په میلمستون کې ترسره شوه،پر مهال یې ملالۍ شینوارې، ثاقب شینواري،انجینر محمد داود،محمد خلیل شینواري او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال په یادو ولسوالیو کې د امنیت، پوهنې،روغتیا او یو شمیر نورو برخو کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه ، دوی همدا راز د سپین غر ولسوالۍ د رسمي کېدو،د یادو ولسوالیو ستونزو ته د ټولو مسؤلینو سره د ګډې غونډې جوړولو، ټولټاکنو بهیر کې د لاسوهنو د مخنیوي او یو شمیر نورو برخو کې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه ،
ننګرهار والي حیات الله حیات ګډونوالو ته ډاډ ورکړ،چې ژر به د شینوارو د ټولو ولسوالیو د ستونزو د حل په موخه ورته له مسؤلینو سره ګډه غونډه جوړه کړي،خو ټینګار یې وکړ،چې د غونډې پر مهال د شینوارو د ځوانانو او مخورو اصلي استازې ګډون وکړي .
نوموړي همدا راز ډاډ ورکړ،چې هیڅ مسؤل ته به اجازه ورنکړي،چې په ټاکنیز بهیر کې لاس وهنه وکړي،همدا راز یې د ځوانانو او مخورو څخه وغوښتل،چې د مستندو اسنادو په وړاندې کولو سره په فساد کې ښکیلو مسؤلینو په اړه ورسره مالومات شریک کړي او ولسونه وپوهاوي،ترڅو د چارو د ترسره کېدو پر مهال د رشوت ورکړې او د فساد له نورو لارو چارو څخه ډډه وکړي .
هغه د شینوارو ولسوالیو لپاره په بېلابېلو برخو کې د ځآنګړو تدابیرو د نیولو څخه هم خبر ورکړ.
په ننګرهار کې د موسمي سیلابونو له امله زیانمنو شوو سیمو د بیا ابادۍ په موخه سروې ترسره کیږي
د جمهوري ریاست،اوبو او برېښنا،کرنې او مالدارۍ او ټولګټو چارو وزارت څخه ننګرهار ته راغلي لوړ رتبه پلاوي د ننګرهار والي حیات الله حیات او مسؤلینو سره د ناستې پر مهال د موسمي سیلابونو له امله د زیانمنو شوو سیمو د بیارغونې په موخه د سروې ترسره کولو سپارښتنه وکړه
دوی د ننګرهار ټولګټو چارو، کرنې او مالدارۍ،کلیو پراختیا او بیارغونې او اوبو رسونې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې،ترڅو په دې ولایت کې د موسمي سیلابونو له امله زیانمن شوو او یا هم له ګواښ سره مخ سړکونو،پلونو،پلچکونو،استنادي دیوالونو،کانالونو او اړونده نورو برخو کې بشپړه سروې او ډیزاین ترسره کړي،ترڅو د پلان له مخې یې د بیا رغونې په برخه کې مرکزي اداره اقدامات ترسره کړي .
ننګرهار والي حیات الله حیات د یاد پلاوي څخه مننه وکړه،چې د دې ولایت بېلابېلو سیمو څخه یې د هوا له لارې لیدنه ترسره کړه او ډاډ یې ورکړ،چې د مسؤلینو سره به ګډ کار وکړي،ترڅو ټولې زیانمن شوي او تر ګواښ لاندې سیمې مالومې،سروې او د عملي اقداماتو ترسره کولو په موخه ډیزاین هم کړي .
هغه هیله وښوده،چې د پروژو تر ډیزاین وروسته مرکزي اداره یې په عملي پلي کېدو کې له ولایتي ادارې سره همکاري وکړي .

ننګرهار والي د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د ویزې پر مهال د ستونزې اساسي حل په موخه د قونسلګرۍ څېرمه سیمو څخه لیدنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د چنګاښ په ۱۹مه د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د ویزو پر مهال د ستونزو د اساسي حل په موخه په داسې حال کې د قونسلګرۍ څېرمه سیمو څخه لیدنه وکړه،چې امنیه قوماندان،جلال اباد ښاروال،د بهرنیو چارو ریاست استازو،مالي او اداري رئيس او یو شمیر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله .
هغه مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې په نښه شوي سیمه کې د بشپړو سهولتونو د برابرولو په موخه لومړني اقدامات ترسره کړي،ترڅو د عملي کېدو په ترڅ کې د ویزو اخیستوونکو ته سهولتونه برابر او د هر ډول فساد مخنیوی وشي.
جلال اباد ښاروال او د ولایت مقام مالي او اداري رئیسانو ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې په نښه شوې سیمې د تنظیم په موخه به ژر تر ژره لومړني اقدامات ترسره کړي .
د جلال اباد په سراج العمارت بڼ کې تاریخي موزیم جوړیږي .
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي،د جلال اباد ښار په سراج العمارت تاریخي بڼ کې موزیم جوړوي او په همدې موخه د تاریخي اثارو د موندنې په موخه کیندنې ترسره کوي .
د انجینر روح الله احمدزي په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د چنګاښ په ۱۹مه ننګرهار والي حیات الله حیات سره د لیدنې پر مهال د تاریخي اثارو د پیدا کېدو او په ځینو سیمو کې د کیندنو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .
ننګرهار والي حيات الله حيات د ننګرهار تاريخي اثارو او هغو سيمې چې په کې تاريخي اثار شتون لري معلومات شریک کړل او د اطلاعاتو کلتور وزارت پلاوي ته یې ډاډ ورکړ،چې د تاريخي اثارو کيندنې برخه کې به ور سره قانوني همکاري وکړي.
نوموړي له مسئولينو غوښتنه وکړه،چې د تاریخي ځایونو په بیا ابادۍ کې د ننګرهار ولایت سره همکاري وکړي،ترڅو هېوادوالو ته د همدې تاريخي ځايونو د کتنې زمينه برابره شي .
ننګرهار والي په هسکه مینه کې د امنیت،پوهنې،روغتیا او نورو برخو کې د ځآنګړو اقداماتو د ترسره کولو څخه خبر ورکړ .
ننګرهار والي حیات الله حیات د هسکې مینې،شیرزادو او خوږیاڼو ولسوالۍ یو شمیر مخورو سره د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړ،چې د یادې ولسوالۍ لپاره په امنیتي برخه کې ځآنګړې پلانونه لري او همدې پلانونو د ترسره کولو په ترڅ کې به په یاده ولسوالۍ کې د پوهنې،روغتیا او ګڼ شمیر نورو برخو کې ځآنګړي اقدامات ترسره کړي .
یاده لیدنه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د چنګاښ په ۱۸مه ترسره شوه،پر مهال یې د میدان وردګو پخواني والي عبدالمجید خوږیاڼي،د خوږیاڼو،شیرزادو او هسکې مینې ولسوالۍ یو شمیر مخورو او ځوانانو د هسکې مینې ولسوالۍ امنیتي،پوهنې،روغتیا،بې ځایه شوو کورنیو او یو شمیر نورو برخو کې خپلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې .
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، د هسکې مینې ولسوالۍ لپاره په امنیتی برخه کې ځآنګړی پلان تر لاس لاندې لري او د عملي کیدو په ترڅ کې به په یاده ولسوالۍ کې د روغتیا،پوهنې،سرپناه او نورو پرمختیایي چارو کې اقدامات ترسره کړي .
هغه د مخورو له لورې د نورو شریکو شوو ستونزو په حل کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د تورخم جلال اباد په لويه لاره يواځې ټاکل شوي امنيتي مسئولين د پلټنې مسئوليت لري

د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره د ګډو ځواکونو،ثمرخیلو او په تورخم ښارګوټې کې د پلټنو د مرکزونو پرته د هیڅ پوستې منسوبین د پلټنې مسؤلیت نلري .
د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د نظامي شورا په اونیزه غونډه کې پرېکړه وشوه،چې تر دې وروسته د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره د ګډو ځواکونو،تورخم ښارګوټې او ثمرخیلو د پلټنو د مرکزونو پرته د هیڅ پوستې منسوبین پر لویه لاره د موټرو د پلټنې مسؤلیت نلري او د سرغړونې پر مهال به ورسره قانوني چلند ترسره کړي .
د نظامي شورا د پرېکړې له مخې د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره د ټولو پوستو منسوبین دنده لري،چې پخپلو سیمو کې د تروریستانو د تحرکاتو څخه مخنیوی وکړي او پر لویه لاره به د پلان له مخې ګډ ځواکونه د پلټنو لپاره ګمارل کیږي او همدا راز په تورخم ښارګوتې او ثمرخیلو پلټنو مرکزونو کې امنیتي مؤظفین یواځې د پلټنو د ترسره کولو مسؤلیت لري .
د نظامي شورا په غونډه کې د جلال اباد ـ تورخم لویې لارې د امنیت خوندیتوب او سیمې د وسله والو مخالفینو څخه د پاکولو په موخه د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ د پیل شوو عملیاتو څخه هم خبر ورکړل شو او پرېکړه وشوه،چې پر لویه لاره د هرې پوستې په مربوطاتو کې هر ډول پېښه رامنځته شوه،د منسوبینو سره به یې قانوني چلند ترسره شي .
د نظامي شورا په دې غونډه کې چې د بېلابېلو امنیتي ارګانونو مسؤلینو په کې ګډون کړی وو او په دوه سوه دوه شمشاد ساحوی زون کې ترسره شوه،پر یو شمیر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو هم خبرې اترې او پرېکړې وشوې .
د کډوالو ستونزې د ځانګړي پلان له مخې حل کيږي
د مرستندویه ادارو مسؤلین وایي، له حکومتي چارواکو سره په همغږۍ له کډوالۍ را ستنوو شوو او بې ځایه شوو کورنیو ستونزې د ځآنګړې پلان له مخې حل کوي .
په ننګرهار ولایت کې له کډوالۍ را ستنوو شوو او بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو په موخه له مرکز څخه د کډوالو چارو وزارت او یو شمیر مرستندویه ادارو استازو د دې ولایت والي حیات الله حیات سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه،چې له ولایتي ادارې سره به په همغږۍ به د ځآنګړې پلان له مخې د دوی ستونزې حل کړي.
دغه ناسته، چې د چنګاښ په ۱۸مه ولايت مقام کې جوړه شوې وه،د ننګرهار والي سربېره په کې د کډوالو چارو وزارت پلاوي، د IOM او يو ان هبيتات ادارو مسئولينو او یو شمیر نورو ګډون کړی و.
ننګرهار والي حيات الله حيات مسئولينو سره په دې ولایت کې داخلي بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو ستونزې شریکې کړې او زیاته یې کړه،را ستنې شوې کورنۍ اویا سلنه په ننګرهار کې میشت دي او دا لړۍ لا هم جریان لري .
نوموړي بې خایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو لپاره د روغتیا،پوهنې،سرپناه او کاري فرصتونو برابرولو کې د منظم او شفاف پلان له مخې په مرستې ترسره کولو ټینګار او د چارو د ترسره کولو پر مهال یې مسؤلینو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
له مرکز څخه د کډوالو چارو وزارت،IOM او یواین هبیتاټ ادارو استازو وویل، د اړونده مسؤلینو سره به ژر تخنیکي ناستې ترسره کړي او د دې ناستې له مخې به پلان جوړ کړي او د همدې پلان له مخې به اړونده مسؤلین او مرستندویه ادارې پخپلو برخو کې له کډوالۍ را ستنوو شوو او بې ځایه شوو کورنیو لپاره د ستونزو په حل کې اساسي اقدامات ترسره کړي .
دوی زياته کړه، هڅه کوي څو په دې ولايت کې د یاد پلان له مخې د پاکو اوبو،روغتیا، پوهنې،سرپناه او د کاري زمینې په برخه کې له کډوالۍ را ستنوو شوو او بې ځایه شوو کورنیو لپاره سهولتونه برابر کړي .

چين هېواد ننګرهار سره د سوداګرۍ،کانونو،زراعت او پرمختیا په برخه کې همکاري کوي .
ننګرهار والي حیات الله حیات د غبرګولې په ۱۷مه په افغانستان کې د چین هېواد سفیر ليوجين سونګ سره په بېلابېلو موضوعاتو لیدنه وکړه،چې پر مهال یې د چین سفیر په دې ولایت د سوداګرۍ،کانونو،زراعت او پرمختیایي برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د خبرو پر مهال د چین هېواد د ترسره شوو مرستو،د سولې په برخه کې د منځګړیتوب او یو شمیر نورو همکاریو له امله مننه او قدردانی وکړ او همدا راز یې په دې ولایت کې د سوداګرۍ، کانونو،زراعت، له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو او په بېلابېلو برخو کې د پرمختیایي چارو د ترسره کېدو په برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، د ننګرهار ګڼ شمیر سوداګر د چین هېواد څخه توکې را لیږدوي او دې سوداګرو ته یې د سهولتونو برابرولو په موخه په دې ولایت کې د چین د قونسلګرۍ د پرانیستې او ننګرهار ته د چین هېواد د سفیر د رسمي سفر وړاندیز وکړ.
په افغانستان کې د چین هېواد سفیر ليوجين سونګ وویل، تر دې وروسته به د ننګرهار جنغوزي د پاکستان د نوم پر ځآی د افغانانو په نوم په مستقیم ډول چین هېواد ته صادریږي،همدا راز یې د دې ولایت ماربلو ته په چین کې د لا زیات بازار موندنې ژمنه وکړه .
د چین سفیر همدا راز له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره د سرپناه،حرفوي زده کړو، کرنې او مالدارۍ او نورو برخو کې د مرستې ژمنه وکړه او همدا راز یې د اړیکو د پراختیا په موخه ننګرهار والي ته د چین هېواد د سفر بلنه ورکړه.
نوموړي زیاته کړه، د دې سفر پر مهال د سوداګرو سره ناستې ترسره شي،ترڅو په مستقیم ډول سره هوکړې رامنځته او د دواړو لورو کاروبار ته پراختیا ورکړل شي .
د دې ناستې پر مهال دواړو مشرانو پر یو شمیر مهمو دیپلوماتیکو او نورو موضوعاتو هم خبرې اترې وکړې .
د ځآنمرګي برید له امله لس ملکیان او دوه امنیتي منسوبین شهیدان شول .
چارواکي وایي،په ننګرهار کې د ځآنمرګي برید له امله لس ملکیان او دوه امنیتي منسوبین شهیدان شوي او درې امنیتي او دوه ملکیان نور ټپيان شوي دي .
د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند فامیلو سیمه کې نن سهار نږدې لس بجې پلي ځآنمرګي بریدګر د پلټنې مرکز ته څېرمه په ځآن پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې،چې له امله یې لس ملکیان او دوه امنیتي منسوبین شهیدان شوي دي .
نوموړي زیاته کړه، په دې پېښه کې درې ملکي وګړي او دوه امنیتي منسوبین ټپیان شوي هم دي،چې د یو تن روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی .
هغه وایي،د پېښې د رامنځته کېدو له امله څېرمه موټرو،جومات او نږدې هټیو کې د اورلګیدو له امله مالي زیانونه هم اوښتي.
په همدې حال کې عیني شاهدان د پېښې ډیری قربانیان ملکي وګړي او غریبکاره بولي او زیاتوي،چې د نورو زیانونو ترڅنګ د مسلمانانو د عبادت خای جومات هم تخریب شوی دی .
تر دې وړاندې هم ترهګرو په خپلو تروریستي بریدونو سره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

حصارک کې ۱۵ جنګي طالبان ووژل شول .
ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په میاګانو سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د جنګي طالبانو پر یو پټنځآی عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۱۵ جنګي طالبان وژل شوي او همدا راز د دوی ګڼ شمیر وسلې او مهمات لمنځه وړل شوي دی .
د ترسره شوو عملیاتو پر مهال یو جنګي طالب ژوندی هم نیول شوی دی او همدا راز د هوایي ځواکونو له لورې د وسله والو طالبانو پر یو شمیر نورو پټنځایونو هم بریدونه شوي،چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې او کره شمیره به یې وروسته شریکه شي .
د ملي امنیت ځواکونو له لورې د شریکوو شوو مالوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *