تاند- د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان په اړه خپل دوه ورځینی کنفرانس نن په مکه مکرمه کې په یوې اعلامیې پای ته ورساوه.

د ۴۳ هیوادونو ۱۱۰ سترو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او د سولې او پخلاینې لپاره خبرې بیل کړي.

دوی په خپله اعلامیه کې ویلي هغه کسان دوژخیان بللي چې ځانوژونکي حملې او چاودنې  کوي.

«د انفجار او انتحار عاملان په جهنم محکوم دي.»

د سعودي عربستان او د اسلامي همکارۍ سازمان په کوربه توب د کنفرانس برخوالو د افغانستان له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي چې بیا اوربند وکړي.

د اسلامي نړۍ دیني عالمانو د سولې او پخلاینې لپاره د افغانستان د ولسمشر د وړاندیزونو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان ولسمشر هم د دې کنفرانس هرکلی کړی او له سعودي عربستان، د اسلامي همکارۍ سازمان او د نړۍ له دیني عالمانو یې مننه کړې ده.

د اسلامي نړۍ د عالمانو په غونډه کې د ایران او پاکستان دیني عالمانو ګډون نه دی کړی. ویل کېږي چې له پاکستان څخه یوازې یو دیني عالم د خپل هیواد استازیتوب کوي.

د سعودي عربستان له کنفرانس سره په یو وخت د پاکستان د جمعیت علمای اسلام امیر او د پاکستان د دفاع شورا رييس مولانا سمیع الحق په یوه اعلامیه کې د پاکستان او نورې نړۍ پر دیني عالمانو ږغ کړی چې د ده په وینا په افغانستان کې د روان جهاد پر ضد د امریکا او لوېدیځوالو دسیسو ته متوجه واوسي او ناکامه یې کړي.

وسله والو طالبانو هم مخکې تر مخکې د سعودي عربستان غونډه رد کړې او هغه یې د امریکا له لوري د طالبانو پر ضد هڅه بللې وه.

د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو اعلامیه.

2 thoughts on “په مکه کې د اسلامۍ نړۍ عالمانو د افغانستان جګړه ناروا وبلله”
  1. نو اوس که افغانان ځانونه مسلمانان ګڼي او یو زره ایمان او غیرت لري باید څه چې په لاس لري راوایې خلي او ددې جاهلو خوارجو او وحشي ترهګرو په مقابل کې د خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږه ودریږي. او تر هغې یې وځغلوي چې بیا یې د خپل تور پنجابي بادار په غیږه کې هم ځای نه کیږي.

  2. کاش چې دغه ډول کانفرانس د جګړې په لومړیو کلونو کې جوړ شوی وای ترڅو وینه تویدنه او په هېواد کې د هر ډول ناخوالو مخه نیول شوي وای. په دې کې شک نشته چې
    دغو عالمانو د قران او احادیثو په رڼا کې فتوا صادره کړه په رښتیا چې اسلام هر اړخیز اوجامع دین دی الله دې وکړی چې هغه کسانو ته ژر تر ژره ورسیږی کوم چې غواړی د .ځان وژنی او چاودنو له لارې جنت حاصل کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *