د طبیعي ښکلا راز کتاب د هغه څېړنو ټولګه ده چې تر اوسه پورې په نړیواله کچه طبیعي ښکلا ته د رسېدو لپاره شوې دي. افلاطون په یوه ځای کې لیکي: «که په نړۍ کې داسې یو څه وي چې په ژوند کولو و ارزي، هغه به ښکلا وي». په ادبیاتو کې د ښکلا لپاره دا تر ټولو ستر تعریف بلل شوی دی. انسان چې کله په ښه او بد پوه شي، یوه غوښتنه یې دا وي چې باید ښایسته وي او ښایست ته ورسېږي. چاپېریال، خواړه، اسوده توب، بې وزلي او په ټوله کې ورځنی ژوند د انسان پر ظاهري ښکلا او پوست له ورایه څرګندېدای شي او اغېز پرې کوي. د طبیعي ښکلا راز کتاب حمیدالله حمیدي پښتو ته را ژباړلی دی او په کابل کې اکسوس کتابپلورنځي چاپ کړی دی. په کتاب کې هغه څه ته اشاره شوې ده، چې د انسان د طبیعي ښکلا تر څنګ روغتیا هم تضمینولی شي. کتاب په کابل کې له اکسوس کتابپلورنځي او په ولایتونو کې له مشهورو کتابتونونو تر لاسه کولی شئ.