تاند- د پاکستان پولیسو د نوازشریف د مسلم لیګ (ن) په سلګونو غړي د پاکستان تر ټولټاکنو یا عامو انتخاباتو یوه اوونۍ مخکې په بېلابېلو ښارونو کې نیولي دي.

که څه هم رسماً د دغو کسانو د نیول کېدو دلیل نه دی وړاندې شوی خو د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند وايي چې د دې کار هدف دا دی چې د نوازشریف د محکومیت په وړاندې کوڅو او واټونو ته د خلکو د راوتلو مخه ونیول شي.

د پاکستان یوه پولیس چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل، د دې ترڅنګ چې د مسلم لیګ نون تر ۱۰۰ زیات کارکوونکي او غړي نیول شوي؛ دوی ته امر شوی دی چې په خپلو سیمو کې د نوازشریف د مسلم لیګ فعالان د دې لپاره ونیسي چې د ګډوډۍ مخه ونیول شي.

د نوازشریف د مسلم لیګ ګوند خلاف دا ځپونکي اقدامات په داسې وخت کې پیل شوي چې د دغه ګوند مشران د پاکستان پوځ د هیواد د بې ثباته کولو لپاره پر هلوځلو تورنوي او د ګوند موسس نوازشریف ژر پاکستان ته ستنېږي.

محکمې نوازشریف په لس کاله بند محکوم کړی دی.

د مسلک لیګ نون ډلې مطبوعاتي مسوول محمد مهدي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دغه ګوند شاوخوا ۵۰۰ غړي نیول شوي او د ځینو مسلم لیګانو کورونو ته پولیس ننوتي دي.

د پاکستان د سنا جرګې غړی او د مسلم لیګ نون یوه مشر سناتور مشاهد حسین د نیونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

«په پینډۍ کې سناتور چودري تنویر، په اسلام اباد او راولپنډۍ کې ۲۲۰ مسلم لیګیان، په لاهور کې تراوسه پورې ۱۵۰ تنه او سلګونه نور د پنجاب په نورو برخو کې نیول شوي دي.»

د دغه ګوند غړي وايي، حکومت غواړي په دې وسیله د نوازشریف د راتګ په مهال د هغه خلاف د محکمې د پرېکړې پر ضد دوی له اعتراضونو راوګرځوي.

په پاکستان کې د احتساب محکمې تېره اوونۍ نوازشریف د لندن په مرکز کې د قیمتي اپارتمانونو د رانیولو او په فساد کې د لاس لرلو په تور په ۱۰ کاله بند محکوم کړ.

نوازشریف ویلي چې محکمې د ده خلاف په سیاسي انګېزه دا پرېکړه کړې ده.

ده همداراز د پاکستان پوځي استخباراتي اداره آی ایس آی تورنه کړې چې د ده د ګوند پر کاندیدانو فشار راوړي چې خپله وفاداري بدله کړي او د روانې جولای د شلمې نېټې په انتخاباتو کې د خپلواکو کاندیدانو په توګه ودرېږي.

د پاکستان پوځ چې د دغه هیواد د عمر په نیمايي دوره کې یې واک په لاس کې لرلی او په ۱۹۹۹ کې یې د نوازشریف حکومت په کودتا وپرزاوه، د نوموړي د ګوند په ځپلو کې لاس لرل ردوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *