دا به نه وایې چې زه د دنیا تر ټولو ښه مسلمان یم، زه د دنیا تر ټولو غیرتي ولس یم، زه د دینا تر ټولوښه عالم یم، زه د دنیا تر ټولو ښه مجاهد یم، زه الله ته تر ټولو زیات نږدې یم، پر ما الله تر ټولو زیات رحم کړی، بس الله پاک په ما مهرباني کړې، د جهاد جذبه یې راکړې، بس جهاد او د الله لپاره جګړه همدا مونږ ته راپاتې ده، د اسلام او د خدای د دین وارثین همدا مونږ یو، همدا مونږ ته ستر پیغمبر په خوب کې راځي او وایي چې تکړه شئ د دین ساتنه په دا دومره لوی عالم اسلام کې همدا تاسې ته پاتې ده،

نه نه نه نه، دا دعوه دې غلطه ده، دا دروغ ده، دا مبالغه ده، او ډیره بې ځایه مبالغه،

که ته وایي چې زه د دنیا تر ټولو ښه مسلمان یم نو بس هسې ځان سره ګریوان کې سر ښکته کړه، له خپل کلي یې راونیسه، د کلي تربګنۍ، د کلي ملک او خان، د کلي معلم، د کلي دکاندار او ان خپل  تربور دې، ایا هغه څه چې دوی کوي دا د ښې مسلمانۍ نښه ده، ایا هغه څه چې دوی کوي لکه:

په ښځه ظلم، په غریب او بې وسه سړي ظلم، د غریب سړي د ځمکې غصب، بل ته په ناځوانۍ کنده کیندل غیرت نه دی، ښه مسلماني نه ده، کینه خیرنه دا غیرت نه دی دا څه چې ته کوې د سراسر ظلم دی، وحشت دی او جهالت دی.

دا د اسلام په مبارک دین پورې مه تړه، عرب له مونږ او تاسې په دین ښه پوهیږي، د هغوی د دین یو کشر شاګرد هم په اسلامي علومو د دکتورا تر کچې زده کړې لري، زمونږ د فتوای لپاره تر ټولو ستره مرجع هم هماغه سعودي دی، بیا مصر دی، دا به نه وایې چې دوی په دین نه پوهیږي، دوی غلامان دي، نه نه نه، دا خبرې ستا د منحرف ذهن زیږنده ده، اوس نو جګړه حرامه ده، دا جګړه جهاد نه دی دا جګړه فتنه ده او تر شا یې یو شیطاني کړۍ ده او ستا پر مټ یې مخ ته یې وړي، خپل ګریوان کې سره ښکته کړه، وګوره چې څوک وژنې، د چا کور ورانوې، زیان یې چا ته دی، او د هر څه بیا په جده او مکه معظمه کې د شوې فتوای سره پرتله کړه، که دا کار ونکړې نو الله ته به په سخته ځواب ورکړې.

دا جګړې استخباراتي جګړې دي، دا جګړې زما او ستا د امحا جګړه ده، دا د اسلامي نړۍ د تباهۍ او وروسته تګ لپاره جګړه ده، او په تا یې ترسره کوي، په تا خپل ورور وژني په تا خپل وطن ورانوي او نوم د مذهب ورکوي. ما او تا له هیڅ چا ښه مسلمانان نه یو، دا دعوه مو غلطه دا ما او تا له چا ښه عالمان نه یو (فوق كل ذي علم عليم). بس کړه دا درواغو دعوې دې بس کړه او دا ومنه چې دا جګړه شیطاني جکړه ده اوبس. نن تر ټولو ښه جهاد دا دی چې اسلامي قلمرو کې د جګړو لګیدلی اور ګل شي او بس.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *