د پکتیکا ولایت د روغتیا یي مرکزونو د واکسین ځانګې له واکسیناتورانو سره د او. ایچ. پې. ایم (OHPM) موسسې ولایتي دفترله لوري د شپاړس عراده موترسایکلونو همکاري وشوه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي ترڅنګ، دولایتي شورا غړو، د او.ایچ. پې. ایم موسسې ولایتي مسؤل، د عامې روغتیا نوي رئیس او واکسیناتورانو برخه لرله.
د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېربادشاه ارګوني د یادو مراسمو پرمهال د واکسینو له کاري ټیم څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې د واکسینو د سم تطبیق په برخه کې دي هڅې نورې هم کړندۍ شي ترڅو ماشومان د واکسینو له تطبیق څخه بې برخې نه شي.
ارګوني دغه راز وویل، د یادو موترسایکلونو په ورکولو سره به د واکسینو د سم تطبیق برخه نوره هم پیاوړي شي او د واکسناتورانو د ترانسپورت د برخې ستونزې به ترډېره هوارې شي.
نوموړي د واکسینو د برخې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د اوکسینو د سم تطبیق په برخه کې دي کوټلي ګامونه واخلي او هر هغه څوک چې د واکسینو په برخه کې ناغیړي کوي د هغوی په وړاندې دې جدي اقدام وشي.
په پکتیکا کې د او. ایچ. پې. ایم موسسې ولایتي دفتر مسؤل عبدالسلام باورزي وویل: د واکسینو سم تطبیق قوي ملاتړ او پراخو پروګرامونو ته اړتیا لري ترڅو یې په وړاندې ټول پراته خنډونه له منځه یو وړل شي.
باورزی وایي: د واکسینو د سم تطبیق په موخه یې واکسیناتورانو ته ترانسپورتي او نور اړین وسایل چې د واکسینو اساسي توکي شمېرل کیږي په خپل وخت برابرکړي او دوی ته یې سپارلي دي.
بل لور ته بیا د ولایتي شورا غړي عزیزعزیز د ګوزڼ په نازوغۍ اخته ماشومان نیم ژواندي وبلل او زیاته یې کړه چې مخکي له دې چې ماشومان په یاده نا علاجه ناروغۍ اخته شي باید ژوند ته یې پاملرنه وشي او د هغوی د واکسینو د سم تطبیق په موخه دي لا زیات پروګرامونه ترتیب شي.
عزیز وویل د دغه ډول کسانو د ژوند مسؤلیت د ټولو هغو کسانو په غاړه ده چې د روغتیا په برخه کي مسؤلیت ور له غاړې وي.
په ورته مهال بیا وکسناتورانو د ولایتي ادراې او یادې موسسې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې دوی به په ټول توان سره هڅه کوي چې خپل مسؤلیت سم ادا کړي، دروازه په دروازه به ګرځي او د واکسینو د تطبیق وړ ماشومان به واکسین کوي څو هغوی د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ ژغورل شوي وي.
د یادونې وړ ده، دا درېیم ځل دی چې د واکسینو د سم تطبیق په موخه واکسیناتورانو ته د نورو اړینو توکو ترڅنګ ترانسپورتي وسائل هم ورکول کیږي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر