تاند – د امریا د پوځ مرکزي قومانداني وایي، چې د افغانستان د یوه ګاونډي هېواد، ایران، ځانګړي ځواکونه په دغه هېواد کې د افغانستان د حکومت مخالفو طالبانو ته وسله واله روزنه ورکوي.
د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ د پښتو وېب سایټ په فیسبوک پاڼه خپاره شوي راپور کې د طالبانو عکسونه ښیي چې په ایران کې جنګي روزنه ترلاسه کوي او دا زده کوي چې څنګه د سرک د غاړې بمونه ښخ کړي.
په افغانستان کې د سرک د غاړې بمونه چې طالبانو او نور وسله وال ګروپونه یې ظاهرا د حکومتي قواوو د له منځه وړلو لپاره کاروي، یو له هغو بدرنګو وسیلو څخه دي چې ډېر افغان ملکیان په کې وژل کیږي، ټپي او معیوب کیږي.
د مرکزي قوماندانۍ پښتو وېب سایټ، سلام ټایمز، لیکي، «د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر له اوږدې مودې راهیسې هغو اورپکو ګروپونو ته، چې د ایران د ګټو ساتنه کوي، د روزنې، مالي او لوجیستیکي ملاتړ د برابرولو له لارې د افغانستان او سیمې په چارو کې لاسوهنه کوي، خو په لندن کې، دي ټایمز، د چنګاښ په ۱۱مه، راپور ورکړ چې د اورپکو د روزنې دا تازه پروګرام بې سابقې دی.»
سلام ټایمز د یوه طالب چارواکي له قوله لیکي چې طالبانو د روزنې لپاره ایران ته د خپلو جنګیالیو لېږل په وروستیو میاشتو کې پیل کړي دي. سلام ټایمز لیکي، «په پاکستان کې د کوېټې د شورا په مرکز کې د طالبانو یوه ۳۸ کلن سیاسي سلاکار، چې غوښتل یې نوم یې پټ پاتې شي، وویل، د طالبانو او ایران تر منځ ایران ته د شپږمیاشتنۍ جنګي روزنې لپاره د اورپکو د روزنې په هکله خبرې په پسرلي کې پیل شوې،»
د مرکزي قوماندانۍ پښتو وېب سایټ د یوه طالب جنګیالي له قوله لیکي، «هلته زمونږ له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې کسانو ته، چې د روزنې په بېلابېلو مرحلو کې دي، روزنه ورکول کیږي. مونږ له تکتیکونو څخه نیولې بیا د رهبرۍ تر مهارتونو او له استخدام څخه تر بم جوړونې او د وسلو تر روزنې پورې زده کوو،»
که څه هم چې ویل کیږي چې پاکستان د افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو په نسبت په افغانستان کې ډېره لاسوهنه کوي او په دې لړ کې د دغه هېواد استخباراتي ادارو خپل مذهبي علما هم ګومارلي چې افغانان د افغانستان د حکومت پر ضد جنګ ته وهڅوي، لاکن په وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د هغوی یو شمېر متحدینو ډېر تمرکز ایران ته ور اړولی دی.
یاره په بد نیت یې نه وایم خو په ولا بیلا سیمتیلا چې امریکا پاکستان ایران روس عرب و عجم … ټول د افغان جنګي سخت شوکیان دي. افغانان روزي چې د (افغان جنګۍ) سیل روان وساتي. کاپیرچالاک خلک دي، موږ خوسپي هم خپلوکې اسانه نه شو جنګولی خو دوی ډیر آسانه…
خدای خبر دوی به موږپه کومومخلوکاتو کې حسابوي
سپونه هم بدتر دی دغه خلک څوک چه پاکستانی او ایرانی روزی
او بیا یی خپل ملک ته رالیږی چه خپل هیواد وران کړی، خپل هیوادوال ووژنی
سپی هم خپل نسل ته زیان نه رسوی
خو دغه طالبان، مجاهدین داعش او نور
سپونه بدتر دی
شرم هم دوی نه لری