فیض الله فیضان ||
زورواکي او لنډغري چې اصلاً د افغانستان د کورنیو جګړو ناوړه او له شرمه ډک محصول دی او په ننني زمان کې دغه ناوړه محصول ستر کشمکشونه رامنځته کړیدي چې ددغه زورواکو او لنډغرو شتون مرکزي حکومت په مستقیم یا غیر مستقیم شکل بار بار ګواښلی دی او لا یې هم ګواښي اکثره زورواکي په حکومت کې د بغضې مشخصو مغرضو کړیو د قوي حمایت او ملاتړ څخه برخمن دي خو دغه لنډغر او محلي زورواکي یواځې د بغضې دولتي چارواکو له حمایت برخمن ندي بلکې د بغضې دولتي چارواکو تر څنګ د بغضې محلي ولسي خلکو ملاتړ هم ورسره دی اوس دلته پدې بحث کوم چې ولې ددغه محلي زورواکو او لنډغرو څخه بغضې ولسي وګړي ملاتړ کوي!؟
زما په اند د نورو لاملونو تر څنګ څلور مهم لاملونه دي چې بغضې ولسي وګړي د زورواکو او لنډغرو څخه ملاتړ کوي او تر شا یې ولاړ دي.
۱) اول لامل یې دا دی چې لنډغر او زورواکي جبراً ولسي وګړي او خلک دې ته مجبوروي چې ددوی څخه ملاتړ وکړي که محلي ولسي وګړي یې ملاتړ ونه کړي نو دا لنډ غر او زورواکي ددوی سر ،مال ناموس، او آبرو ته ګواښ پیښوي نو د سیمې دا مجبور خلک ددې لپاره چې سر، مال، ناموس او آبرو یې ته یې ګواښ پیښ نشي نو له مجبوریته .ددغو لنډغرو او زورواکو ملاتړ کوي او تر څنګ یې ولاړ دي.
۲) دویم لامل یې دادی چې زورواکي او لنډغر د خپل اغیز لاندې ساحو کې ملیشاوې لري چې په دغو ملیشاو کې یې اکثره دغریبې طبقې خلک د محلي پولیسو یا اربکیو په نوم استخدام کړیدي او ددولت څخه معاش او امکانات ور ته حواله کوي نو دغه د غریبې طبقې خلک ددې په خاطر چې په خپلو ساحو کې دندې له لاسه ور نه کړي د لنډغرو څخه ملاتړ کوي که ملاتړ یې ونه کړي نو سمدلاسه یې له دندو لیرې کوي نو دا بغضې ملاتړي خلک د خپلو دندو د ساتلو په خاطر .له زورواکو ملاتړ کوي.
۳) دریم لامل یې دادی چې دغه زورواکو او لنډغرو په خپلو سیمو کې خلکو ته د قوم پرستی مفکوره ورکړیده او د خپلو ملاتړو ذهنیت یې داسې جوړ کړی دی چې هر څه دقوم په نوم غواړي او د لنډغرو لخوا دوی ته ویل کیږي چې که موږ ستاسو د حقوقو غوښتنه ونه کړو نو زموږ او تاسو قوم به منزوي شي او په دولت کې به مو سهم ختم شي نو دا هم لامل /ددې ګرځي چې بغضې خلک له دغو زورواکو ملاتړ وکړي.
۴) څلورم لامل یې دادی چې بغضې خلک ددغو لنډغرو سره د خپلوی او دوستۍ اړیکې لري نو ددې لپاره چې دا دوستی او خپلوی اړیکې قطع نشي او تداوم پیدا کړي نو د خپلوی د اړیکې له مخې بغضې محلي خلک له زورواکو ملاتړ کوي.