تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، په داسې حال کې چې په فاریاب، فراه او اروزګان کې د غیرمسوولو قوماندانانو پر ضد د امنیتي ځواکونو د اقداماتو دفاع وکړه، وویل چې د هغو ویدیويي تصویرونو په اړه یې د تحقیقاتو امر کړی چې د فاریاب د قوماندان نظام الدین قیصاري د ساتونکو وهل کېدو ادعا پکې شوې ده.
ښاغلي غني نن/یکشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل، د هغې ویدیو په اړه به تحقیقات وشي چې یونیفورم لرونکي ځواکونه پکې لیدل کېږي او د قوماندان قیصاري ساتونکي وهي.
ښاغلي غني هیواد ته د جنرال عبدالرشید دوستم د بېرته راستنېدو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له لویې څارنوالۍ سره په دې باب خبرې شوي او ډېر احتمال شته چې ښاغلی دوستم ژر هیواد ته بېرته راستون شي.
د ولسمشر پر لومړي مرستیال جنرال دوستم د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي له لوري د بدچلندۍ تور لګول شوی او قضیه یې په څارنوالۍ کې ثبت ده.
په وروستیو ورځو کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور داش په انقره کې له جنرال دوستم سره څو ځلې کتلي چې د نوموړي د راستنېدو لار هواره کړي.