ځاځي

تاند- د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالي کې د ولس او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي دي.

د خوست د ولایتي ادارې چارواکو تایید کړه چې په دې نښته کې، چې نن /یکشنبه/ وشوه، لږترلږه ۱۰ وسله وال طالبان او ۳ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د خوست د والي ویندوی طالب منګل وویل چې حکومت د ځاځي میدان د خلکو د ملاتړ لپاره سیمې ته کومکي ځواک لېږلی دی.

د خوست د والي ویندوی وايي، په ځاځي میدان کې نښته هغه مهال پیل شوه چې په سپکو او درنو وسله ګڼ شمېر سمبال وسله والو طالبانو پر ځاځي میدان ولسوالي یرغل وکړ.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

 / اپریل / ځاځي میدان ولسوالي

ځاځيو په مجموع کې او د ځاځي میدان ولسوالي اوسېدونکو په ځانګړي ډول تل خپله ولسوالي له وحشت او دهشته لېرې ساتلې، ښوونځي یې پکې پرانیستي پرې ایښي او پاکستاني پوځیان یې نه دي پرې ایښي چې له ډیورنډه دې خوا د دوی په خاوره کې پوستې جوړې یا ازغن سیم وغځوي.

د سږ کال په اپریل کې د ځاځي میدان ولس د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځیانو حمله ناکامه کړه. د سیمې اوسېدونکې نننۍ حمله داپریل د میاشتې له حملې سره بې ارتباطه نه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *