تاند- د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت په دروازه کې د انتحاري حملې د تلفاتو شمېر زیات شو.
د کابل پولیسو وویل چې دا برید انتحاري و او لږترلږه ۶ تنه پکې وژل شوي دي.
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، په دې برید کې، چې ماسپښین ناوخته په ۴ بجې او ۳۰ دقیقې وشو، ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت ویندوی فریدون اژند وویل، انتحاري د وزارت په دروزاه کې داسې مهال ځان والوزاوه چې مامورین له وزارت څخه په وتلو ول.
اژند د وژل شویو کسانو شمېر ۷ او د ټپیانو ۱۵ وښود.
یوه میاشت پخوا (د جون په ۱۱مه) د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت په پارکینګ کې داسې مهال انتحاري برید وشو چې مامورین کورونو ته د تګ لپاره بسونو ته ختل.
لومړنی خبر:
د کلیو د پراختیا او بیاجوړونې وزارت په پارکینګ کې چاودنې مرګ ژوبلې اړولي
تاند- د کلیو د پراختیا او بیاجوړونې وزارت په پارکینګ کې نن ماسپښین /یکشنبه/ چاودنه وشوه.
تراوسه پورې د چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی خو لومړني راپورونه ښيي چې لږترلږه ۵ تنه یې وژلي او همدومره نور ژوبل دي.
له چاودنې وروسته په سیمه کې ډزې پیل شوې.
د کابل د پولیسو سرچینې وايي چې تراوسه لا نه شي ویلی چې دا چاودنه د انتحاري حملې په نتیجه کې وه او که د ځای پر ځای شوي بم.
سرچینې وویل چې ممکن د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زیات وي ځکه چې چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې مامورین رخصتېدل.
رویټرز خبري اژانس ته د پولیسو یوه ویندوی ویلي چې چاودنه د انتحاري حملې په نتیجه کې وه.
تر دې پخوا د دې وزارت په دروازه کې د مامورینو د رخصتېدو په وخت په چاودنه کې ۱۳ ملکیان وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي وو.