د پوهنې رياست اړوند ښاري مديريت د شهيدانو فاتحه د زرګونو کسانو په برخې اخيستنې تر سره شوه.
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند د پوهنې رياست پر ښاري مديريت د تروريستي بريد له امله د شهيدانو د فاتحې مراسم تر سره شول.
د فاتحې مراسم، چې د چنګاښ په ۲۴مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې جوړ شوي و، پر مهال يې ننګرهار والي حيات الله حيات، د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو او کارکوونکو، ولايتي شورا غړو، د شهيدانو کورنيو غړو،علماء کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو، ولايتي شورا غړو، د پوهنې رياست مسئولينو، ښوونکو، زده کوونکو، مدني فعالانو او نورو ګډون کړی و.
د فاتحې مراسم د ولایت مقام، پوهنې رياست او د شهیدانو کورنيو غړو له لوري برابر شوي و، چې د فاتحې له پیل وړاندې د شهيدانو روح ته د دعا په موخه د قران عظيم الشان ختم تر سره شو، د فاتحې ګډونوالو د الله پاک په دربار کې شهیدانو ته د مغفرت، ټپيانو ته د بېړنۍ روغتيا او کورنۍ غړو ته يې د جمیل صبر په موخه لاسونه لپه کړل.
د ولايت مرستيال تميم عارف مومند پر پوهنې رياست بريد ستر وحشت ياد کړ او دا يې د اسلام ضد کړنه وبلله ، نوموړي وويل، چې الله پاک او د هغه محبوب پيغمبر مسلمانانو ته د پوهې او علم ترلاسه کولو لارښوونه کړې؛ خو له اسلام څخه ناخبرې ډلې د نورو ناوړه کارونو ترڅنګ د پوهې او علم پر وړاندې هم خپله دښمني څرګندوي، ده ښوونکو، زده کوونکو او ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د ښوونځيو او تعليمي ادارو امنيت ټينګښت ته به جدي پاملرنه وکړي.
د پوهنې رئیس حسيب الله شينواري د پوهنې رياست پر ښاري مديريت د بريد غندنه وکړه او دايې د بريدګرو جاهلانه کړنه وبلله، نوموړي وويل، چې مونږ د هرې ژبې او هر فکر خاوند ماشومانو او ځوانانو ته روزنه ورکوو او بې پرې يو، ده پر مخالفينو غږ وکړ، چې د ښوونځيو او تعليمي بنسټونو ته د زيان رسولو څخه ډډه وکړي، ځکه په ښوونځيو کې د دوی بچي هم تر روزنې لاندي دي.
د شهيدانو کورنيو غړو په استازۍ انجينر شريف د فاتحې له ګډونوالو مننه وکړه، چې دوی سره يې په دغه ستر غم کې ځانونه شريک کړل.
نوموړي د مخالفينو دا ډول بريدونه د افغانانو د وروستوالي، پوهې سره دښمني او کرکه ياده کړه او پر مخالفينو يې غږ وکړ، چې د مسلمانانو وژنې ته د پای ټکی کيږدي.
ننګرهار والي وایي،تر دې وروسته په دې ولایت کې ورته خپلسري عملیات په هیڅ ډول د منلو وړ ندي.
ننګرهار والي حیات الله حیات د دې ولایت د خوږیاڼو د مملې د سیمې خلکو سره د لیدنې پر مهال وویل،تر دې وروسته ورته په هیڅ ډول خپلسرې عملیات د منلو وړ ندي .
د دې ناستې پر مهال چې امنیه قوماندان،ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواري،ملي امنیت مرستیال او یو شمیر نورو مسؤلینو هم شتون درلود،د مملې سیمې د اوسیدونکو په استازۍ قومي مشر مامور سلام او د مملې ځوانانو ټولنې د عالي کمیټې غړي صابرالله مملوال خبرې وکړې .
دوی وویل، په وروستۍ اوونۍ کې مملې سیمه کې دوه ځله عملیات ترسره شول،چې له امله یې بې ګناه وګړي شهیدان،وسایط،کورونه او هټۍ یې تخریب شوي دي، د دوی د ترسره شوو عملیاتو له امله د ملکي وګړو په شهادت رسونې په اړه د سپیناوي،د شهیدانو کورنیو د سرپرستۍ ستونزې حل کولو او د اوښتو زیانونو د ورکړې په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه .
ننګرهار والي حیات الله حیات د وروستۍ پېښې شهیدانو ته د فاتحې مراسم ترسره کړل،د شهیدانو کورنیو ته یې د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل، ډاډ يې ورکړ،چې د پېښې بشپړه څېړنه یې کړې او جمهور رئیس هم یاده قضیه په جدي ډول تعقیبوي .
نوموړي ژمنه وکړه،چې د مملې د خلکو په ځآنګړي ډول د قربانیانو او زیانمنو کورنیو ټولو پوښتنو او غوښتنو ته به ځوابونه او د حل لارې پیدا کوي،همدا راز یې په ډاګه کړه،چې تر دې وروسته ورته په هیڅ ډول خپلسرې عملیات د منلو او زغم وړ ندي.
د دې لیدنې په ترڅ کې د پېښې پر مهال یو شمیر عیني شاهدانو هم د سترګو لیدلی وضعیت ننګرهار والي او ګډونوالو سره شریک کړ.
د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي او ملکي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د چنګاښ په ۲۴مه د دې ولایت د نظامي او ملکي ادارو د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ځآنګړې غونډه،چې په کې د ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواري او یو شمیر نورو ګډون کړی وو، د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه .
د دې ناستې پر مهال ننګرهار والي حیات الله حیات د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ،ترڅو د ټولو ادارو خوندي امنیت تامین او د ملکي ادارو له لورې خلکو ته په ښه توګه خدمات ترسره شي .
امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنایي ستانکزي او د ادارو مسؤلینو د ادارو د امنیت تامین، خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې او نظریات شریک او په یو شمیر موضوعاتو د مسؤلینو ترمنځ پرېکړې وشوې.
د یادونې وړده،چې د ننګرهار والي په مشرۍ د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ دویمه د همغږۍ غونډه ده،چې د امنیت تامین،ښو خدمتونو د ترسره کولو او نظریاتو د شریکولو په موخه ترسره کیږي .
ننګرهار والي په جلال اباد ښار کې د پوهنې پر مدیریت د تروریستي پېښې په ترڅ کې د شهید شوي ملازم ظابت خان کورنۍ ته د فاتحې او تسلیت مراتب وړاندې او کورنۍ سره یې د اوږد مهاله مالي مرستې ژمنه وکړه .
ننګرهار والي حیات الله حیات د چنګاښ په ۲۳مه د ادارو د یو شمیر مسؤلینو سره په ملتیا د جلال اباد ښار پوهنې مدیریت باندې د تروریستي برید پر مهال د شهید شوي ملازم ظابت خان کور ته ولاړ او د هغه کورنۍ ته یې د فاتحې او تسلیت مراتب ترسره کړل .
د شهید ظابت خان ناروغ زوی حمزه،چې په ژبه یې د خبرو کولو توان نه درلود،ننګرهار والي ته د کتابچې په پاڼه ولیکل : (( زما پلار راوله،چې په پنځه زرو افغانیو د کور سرپرستي وکړي،یا ماته د سرپرستۍ کولو لپاره کار پیدا کړه . ))
حمزه په بله پاڼه کې ولیکل : (( والي صیب الله دې تاسې ته هم اجر درکړي،دا یواځې زما غم ندی،خو خبره داده،چې زما دا یو غم د پنځو غمونو برابر دی،زما معیوب لاس،زما معیوبې پښې، د ګونګي والي غم، زما یوازیتوب او په دې حالاتو د لس نفرو سرپرستي ))
ننګرهار والي حیات الله حیات د پوهنې مدیریت د ملازم شهید ظابت خان معلول زوی او د کورنۍ نورو غړو ته د فاتحې او تسلیت مراتبو د وړاندې کولو سربېره د شهید زوی حمزه ته ډاډ ورکړ،چې د پلار په نشتوالې کې به یې د کورنۍ اړوند د سرپرستۍ ټولې چارې پرمخ یوسي .
نوموړي همدا راز د شهید کورنۍ سره یوه اندازه نغدي او د خوراکي توکو مرسته هم وکړه.
س
پنځه پنخوس کلن شهید ظابت خان درې لورګانې او یو ناروغ زوی لري،د پنځه زره افغانیو میاشتني تنخوا په بدل کې یې د کورنۍ د ټولې سرپرستۍ چارې پر مخ وړلې،چې د جلال اباد ښار پوهنې مدیریت ب
اندې د وروستي تروریستي برید له امله یې د کورنۍ سرپرستۍ دندې ته د تل لپاره د پای ټکی کېښودو او د شهادت لوړ مقام یې خپل کړ.
د جلال اباد ښار د امنیتی وضعیت د ښه والې په موخه د کورنیو او بهرنیو امنیتي مسؤلینو سره غونډه وشوه .
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او یو شمیر ولسوالیو د امنیتي وضعیت د ښه والې په موخه د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ نظامي غونډه وشوه،چې په کې د ولایتي شورا او ملي امنیت رئیسانو،دوه سوه دوه شمشاد زون،ننګرهار امنیه،سرحدي ځواکونو،عامه نظم،ملي اردو څلورمې لوا او همغږۍ مرکز قوماندانانو او یو شمیر بهرنیو نظامي مسؤلینو ګډون کړی وو.
د نظامي شورا په غونډه کې چې په دوه سوه دوه شمشاد ساحوي زون کې د چنګاښ په ۲۴مه جوړه شوې وه،په ترڅ کې ننګرهار والي حیات الله حیات د امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه،چې د کانکور ازموینې د ترسره کېدو پر مهال یې بشپړ امنیتي تدابیر ونیول،خو په جلال اباد ښار کې پر جدي امنیتي تدابیرو،کشفي او استخباراتي مالوماتو شریکولو او یو شمیر نورو اړوند سپارښتنو یې ټینګار وکړ.
د نظامي شورا په دې ځآنګړې غونډه کې په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو ترسره کېدو، بټي کوټ ولسوالۍ کې د پاکوو شوو سیمو د ساتنې په موخه د پاڅوون کوونکو دندو د پیل کېدو،په جلال اباد ښار کې د تورو ښيښو،بې پلیټه او غېرې قانوني موټرو د مخنیوي او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه وروستۍ او جدي پرېکړې وشوې.
د ولایتي شورا رئيس احمدعلي حضرت په وروستیو پېښو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه وښوده او مسؤلینو ته یې په امنیتي او نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي د ملي امنیت د شپږمې حوزې د شهید شوي امر عبدالرحمن کورنۍ ته د فاتحې او تسلیت مراتب وړاندې کړل
ننګرهار والي حیات الله حیات د چنګاښ په ۲۳مه ماښام ناوخته د یو شمیر مسؤلینو او علمآؤ کرامو په ملتیا په شپږمه حوزه کې د وروستۍ تروریستي پېښې پر مهال د شپږمې امنیتي حوزې د ملي امنیت مدیر شهید عبدالرحمن کور ته ولاړ او د نوموړې کورنۍ ته یې د فاتحې او تسلیت مراتب وړاندې کړل .
نوموړي په رامنځته شوې پېښه ژوره خواشیني وښوده او زیاته یې کړه،شهید عبدالرحمن د ننګرهار ولایت د حصارک،سره رود،مومندرې او کامې ولسوالیو ترڅنګ د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د تېرو دوه دیرش کلونو راهیسې د ملي امنیت د زړور منسوب په توګه دنده ترسره کړې او په دنده کې یې د ژمنتیا له امله د شهادت لوړ مقام خپل کړ.
هغه د شهید کورنۍ سره د نغدي او یو اندازه خوراکي توکو مرستې ترڅنګ ډاډ ورکړ،چې کورنۍ ته به یې ځآنګړې پاملرنه وکړي
ننګرهار والي د پاکستان ویزو اخیستوونکو ته د سهولتونو برابرولو هڅو په لړ کې د ویزو اخیستو پر مهال د فورمو ډکولو مسؤلینو سره ناسته وکړه.
ننګرهار والي حيات الله حيات د چنګاښ په ۲۳مه د خپل کار په دفتر کې د پاکستان ویزو اخیستوونکو ته د سهولتونو برابرولو هڅو په لړ کې د ویزو اخیستو پر مهال د فورمو ډکولو مسؤلینو سره ناسته وکړه.
نوموړي زیاته کړه، په پلان کې لري،چې د قونسلګرۍ څېرمه په حکومتي ودانۍ کې د ویزو اخیستوونکو لپاره ټول سهولتونه برابر کړي او په همدې ودانۍ کې د ویزو اخیستوونکو نظم هم تنظیم کړي، هغه د ویزو اړوند فورمو ډکوونکو ته سپارښتنه وکړه،چې په یاده ودانۍ کې د ځآن لپاره د سهولتونو برابرولو په برخه کې د مؤظف شوو مسؤلینو سره چارې ترسره کړي .
س
هغه زیاته کړه، په یاده ودانۍ کې به فورمې ډکوونکو ته د غرفو جوړولو، ويزو اخیستونکو لپاره د سورې، اوبو،تشنابونو او نظم رامنځته کېدو سهولتونه د ولایت مقام له لورې د ګمارل شوو مسؤلینو له لورې برابر شي، ننګرهار والي ښاروالۍ مسؤلینو ته د چارو د ګړندیتوب ترڅنګ د فورمو ډکولو په موخه د ځآنګړې مناسبې نرخنامې د جوړولو سپارښتنه هم وکړه .
په هوايي بريد کې دوه جنګي طالبان ووژل شول
ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره شپه د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه جنګي طالبان ووژل شول.
په ورته وخت کې د اچين ولسوالۍ مامندرې سيمه کې د ملي امنيت موظفينو د داعش وسله والو له يو پټنځای څخه يو ميل دهشکه او ۱۶۴ د دهشکې مرمۍ ترلاسه کړي دي.
همدا رازګډو افغان ځواکونو په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې د ننګرهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې دولس حلقې ماينونه کشف او لمنځه وړي، چې په دې سره د خونړيو پېښو مخه نيول شوې.
salamoalikum/ all afghans must defense from schools and public property,
schools is for us we have to build self defense groups in all villages/
districts and area/ thank you