پر دې سربېره،په دغه څپرکي کې

–  له درنې مرګ ژوبلې نه وروسته

د رباني اوحکمتيارله خوښۍ ډکه ليدنه

د اهل حل وعقدشورا

پردی سيا ست اوپردئ جګړه

                       استاد شهسوارسنګروال

په 1397ل کال د چنګاښ 23مه، چې د2018 زکال دجولاې له14مې سره برابره وه، د يو شمېر سياسي ګوندونواستازو اورهبرانوغونډه وکړه،چې په دوئ کې دکين  اړخواوښي اړخوګوندونواستازو،مشرانو اورهبرانوونډه درلوده ..

دوئ هغه تنظيمي مشران وو چې پخپلمينځي جګړويې لسګونه زره د کابل ښاريان په سرو وينو ولمبول اود کابل ښار يې لوټې لوټې کړ او هغه د حامدکرزي خبره، زه هغه ولسمشر يم، چې لوټې لوټې وران او ويجاړ کابل مې بيا ودان کړ…ولې د دې پوښتنې ځواب يې ورنکړ، چې په کابل کې دا لوړې ماڼۍ، چې د کنډوالوپه زړه کې ولاړې دي د چا دي؟ ايا د هغو کسانو دي، چې په کنډوالو ښخ دي او که د زورواکو، چارواکو او هغو قومندانانو، چې د کابل ښاريې په سرو وينو لمبولی دی ؟

په ياده غونډه کې د حامد کرزي استازيتوب د کورنيواو بهرنيو چارو پخواني وزير”مقبل”کوله، چې په توکميز وناندريو کې مخی نه لري… .

دغه غونډه په دې موخه جوړه شوې وه،چې د ټاکنو په کمېسيون يې نيوکه کوله!؟دا د هرچاحق دی،چې نيوکه وکړي اوخپل وړانديزوکړي،چې دغه ملي بهيرټکنی نشي…خوپخپل وخت!؟

زمااوزماپه څېرهېوادوال داسې فکرنه کوي،چې ولې دغومشرانودغه غونډه وکړه؟

ښايې هرچاته د هيښتيا او حيرانتيا خبره وي، چې د اسلامي ګوند رهبر حکمتيار، د اسلامي جميعت لنډمهاله مشرد بهرنيو چارووزير صلاح الدين رباني، يونس قانوني، محقق، د دوستم زوې اونورله حکمتيارسره يوځاې،ديوې ګډې موخې اوشخصي ګټولپاره ، څرنګه له يوې سوړې راووتل؟

ماته ددې غونډې په ليدلوهغه څه راياد شول، چې د اسلامي ګوند او د نظارشورا د خونړيو جګړوپه ترڅ کې لسګونه زره افغانان ووژل او لسګونه زره کورونه وران شول…داسې په لسګونه غميزې وزېږېدې…ولې بياهم رباني او حکمتياريوبل په غېږکې نيول…(لږشاته ځواو څو بېلګې رااخلو…)

 

د رباني او حکمتيار تر مينځ،

 له خوښۍ ډکه ليدنه

د شورای نظار او اسلامي ګوند تر مينځ، د خونړيو جګړو له امله په زرګونو کابل ښاريان ووژل شول، ټپيان شول او په زرګونو کورنۍ په هېواد کې دننه او بهر کډوالۍ ته اړ شوې.

ولې بيا هم برهان الدين رباني او ګلب الدين حکمتيار چې خولې يې له خندا ډکې وې يو له بل سره په پغمان کې وليدلله دومره بدمرغيو سره سره چې ګڼ شمېر کورنۍ د ړنګو دېوالونو لاندې وې، څوک يې په اېستلو او ښخولو نه رسېدل، خو دی په ډېرې بېشرمۍ د روغې جوړې خبرې کولېد پام وړ خبره خو دا ده چې د زمري د «۱۹» نېټې د خونړۍ جګړې په درشل کې دواړه غاړې په دې رضا شوې چې يو لنډ مهاله اوربند، هغه هم د پاکستان په سپارښتنه د ولایتونو د يو شمېر قومندانانو په مينځګړيتوب لاسليک کړي چې بهرني دېپلوماتان له کابل ښاره ووځي.

يو شمېر قومندانانو په دې هم ټينګار کاوه چې د اسلامي ګوند، اسلامي جمعيت او د ملېشايي جنګياليو تر مينځ په يوه ټاکلي دريځ سره د نورو تنظيمونو وسلوال ځای پر ځای کړي چې لنډ مهاله اوربند په تلپاتې اوربند واوړي .

ولې د خواشينۍ خبره داوه چې له يوې خوا د روغې جوړې خبرې کېدې او له بلې خوا د جګړې پړه يو پر بل اچول کېدهان دا چې کله رباني د ناپېلو هېوادونو په غونډه کې برخه واخسته په حکمتيار يې تور پورې کړ چې د دې ټولو بدمرغيو او جګړه ييزه ناخوالو مسئول دی اوآن له نجيب الله نه يې هم ډېر بد وګاڼه.

بيا يې غونډې ته وړانديز وکړ چې دی بايد نړيوالې محکمې ته کش کړی شي.

د دې ټولو څرګندونو سره سره چې ده په حکمتيار او حکمتيار په شورای نظار او د دوستم په ملېشاو د جګړې تور لګوه، بيا هم دوی دواړو د زمري د «۱۹» نېټې له خونړيو نښتو وروسته د سنبلې (وږيپه ۲۶ نېټه د پغمان په ولسوالۍ کې يو د بل سره وليدل.

لومړۍ دواړو يو بل په غېږ کې ټينګ ونيول، يو بل يې ښکل کړل او بيا يې په ډېرې خوښۍ چې په شونډو يې د خوشالۍ موسکا چلېدله د روان کړکېچ په تړاو خبرې پيل کړې.

افغان ولس چې په سرو وينو کې لمبېده، دوی ته يې سپکې سپورې ويلې چې له دومره وينو تويولو وروسته دوی هسې يو بل ته په مينه مينه غېږه ورکړه.

دوی لا په همدې خبرو کې ول چې د سياف اسلامي اتحاد د مزاري له وحدت اسلامي سره په جګړه کې ښکېوتل.

دغه جګړه د سنبلې په ۲۶ نېټې پيل شوه د سنبلې تر (۳۰نېټې د دوشنبې د ورځې تر مازديګره پورې دوام وکړ.

حال دا چې د رباني او حکمتيار د خبرو او پخلاينې کوربه پخپله سياف وه، ولې جګړه مارو يې له سيال جګړه مار لوري سره خونړۍ جګړه پيل کړه.

دغه جګړې هم له نورو کمې نه وې، د سوني او شيعه په نوم او د پښتون او هزاره، توکمپالنې په نوم د ډېرو کابل ښاريانو غوږونه او پوزې پرې شوې، په سرونو کې يې مېخونه ټک وهل شول او ګڼ شمېر يرغمل شوليو بل ته يې داسې سزاوې ورکړې چې د بشر په تاريخ کې لږ ساری لري.

د دوشنبې تر ناوخته د دواړو غاړو تر مينځ اوربند وشودغه اوربند او د حکمتيار او رباني تر مينځ اوربند ډېر وخت دوام و نکړدا ځکه چې په وار وار دغه ډول اوربندونه شوي او مات شوي ول.

ولس ته د اوربندونو په تړاو دغه اوتې بوتې ډېرې د باور وړ نه وېهمدا لامل وه چې د رباني او حکمتيار ناستې هم د خلکو لپاره کومه نېکمرغي را نه وړه.

کابل ښاريانو ته د څرخي پله (شينهد اوربند پايله څرګنده وه چې د جوزا په څلورمه ڼېټه (۱۳۷۱ هـ کالد سولې موافقه لاسليک شوه او د جوزا په شپږمه نېټه جګړه له سره ونښته، رباني که له يوې خوا غوښتل چې په هېواد کې دننه په ځانګړي ډول يو شمېر وسلوال تنظيمونه د ځان ملګري کړي او له بلې خوا يې کوښښ کاوه چې د بهرنيو هېوادونو په سر کې د ګاونډيانو سياسي او اقتصادي باور ترلاسه کړي نو ځکه يې د همدې موخې له مخې ازبکستان ته سفر وکړ.

د اهل حل و عقد شورا پايلې،

 او د جګړو بدمرغي

د لارښودې شورا د پرېکړې له مخې چې بايد د يوې نيمې مياشتې په موده کې د اهل حل و عقد شورا جوړه شيکه څه هم په ټاکلې موده کې کړې ژمنه عملي او پلې نشوه، خو لږه موده وروسته په ۱۳۷۱ ل کال د جدي په نهمه (۹نېټه چې د ۱۹۹۲ ز کال د ډسامبر له دېرش (۳۰نېټې سره برابره وه دغه شورا جوړه شوهولې بيا هم له دغې نېټې د مخه شورا خپل کار پيل کړی و.

په پای کې غونډې برهان الدين رباني د دوه کالو لپاره د رايو په اکثريت وټاکهده په ټاکنو کې سيال نه درلود، د دې لامل دا وه چې د خپلې خوښې کسان يې را بللي ول او د يوه غولوونکي سياست له مخې دغه «قلابي» شورا چې کوم قانوني او حقوقي ارزښت نه درلود جوړه شوهلومړی دا چې ټاکنو کوم چوکاټ نه درلود، دويم دا چې د ملت استازو پکې ګډون نه و کړی، يوازې هغو تنظيمونو پکې ګډون کړی وه چې له رباني سره يې ځانګړې سياسي خواخوږي درلوده.

د دې ټولو نيمګړتياوو سره سره کومه لويه ستونزه چې ولس ورسره لاس او ګرېوان وه هغه په ټول هېواد کې سراسري جګړې وې، چې نه يوازې ډېرې شوې بلکې د ولس تر مينځ يې قومي، ژبنيو سمتي، نژادي، مذهبي توپيرونه او په ټوله کې توکميزې ناندرۍ دومره زياتې کړې چې ساری يې د هېواد په تاريخ کې تر دې دمه نه وو ليدل شوی.

که څه هم د توکميزو ناندريو بنسټ د شوروي اتحاد له بريد نه پيل شو، لومړی کارمل او د هغې ډلې دېته لمن ووهله او وروسته د اسلامي جمعيت نظار په سر کې نظار شورا دې بدمرغيو ته پراختيا ورکړه.

لومړنی تنظيم او لومړنی کس چې د رباني د ټاکل کېدو له امله سخت غبرګون وښود هغه اسلامي ګوند او د هغه امير ګلب الدين حکمتيار وه چې په خونړيو بريدونو يې د کابل ښار ولړزوه.

هسې خو تنظيمي جګړو لا له پخوا نه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بېلا بېلو جګړه مارو ډلو تر مينځ شتون درلود، خو تنظيمي حکومتونو له واک نه وروسته، دې جګړو دومره زور واخېست چې لمبې يې ان تر سيمې او نړۍ پورې وغوځېدې.

اسلام اباد چې د جګړو د اور بلېدو اصلي لامل وه چې يوه مهمه بېلګه يې د څو مياشتني حکومتونو جوړول و، خو بيا د دې لپاره چې نوازشريف خپله غولوونکې خواخوږي ښودلې وي، (حال دا چې ده په دې وياړ کاوه چې ګنې د افغانستان پياوړی پوځ مې دړې وړې کړوپتېله چې له يوې نيمې مياشتې پرلپسې خونړيو جګړو نه وروسته په ۱۹۹۳ کال د فبروري په ۱۵ نېټه کابل ته راشيخو ده لومړی مولوي خالص له رباني سره غاړه غړۍ کړ، چې هغه هم نوموړی د اسلام خليفه وباله او بيا يې له ټولو تنظيمي مشرانو نه وغوښتل چې د پاکستان پلاز اسلام اباد ته راشي.

شریف په خپل کور کې د مارچ په (۷نېټې د تنظيمي مشرانو يو غونډه جوړه کړه او يوې داسې هوکړې ته غاړه کېښوده ،چې ناشونې وهکوم پرېکړه ليک چې د اسلامي حرکت له مشر آصف محسني پرته ټولو لاسليک کړ عملي بڼه نه درلوده.

لکهد اهل حل و عقد شورا پرېکړه چې د دوه کالو لپاره شوې وه ۱۸ مياشتو ته راټيټه شوه.

د وسلوالو راټولول، د سيالو جګړه مارو خواوو تر مينځ اوربند، د اسلامي ګوند په شمول د حکومت د بيا رغولو ژمنه، د ځانګړو او خصوصي وسلوالو کابو کول… او نورې پرېکړې چې په هېڅ ډول عملي نشوې.

له دغو پرېکړو وروسته نوازشريف دغه تنظيمي مشران له ځان سره سعودي عربستان ته بوتلل او په هغه پرېکړه ليک چې د تضمين په بڼه د پاکستان صدراعظم لاسليک کړی وه د عربستان پاچا هم پرې مهر ولګوه.

د ټولو غاړو مشران مدينې منورې، مکې معظمې او نورو سپېڅلو ځايونو ته لاړل، ژمنه او لوړه يې وکړه چې ټولو کړو پرېکړو ته ژمن دي.

د شرم خبره خو دا ده چې تنظيمي مشرانو نه يوازې د پاکستان او عربستان مشرانو ته خپله ناوړتيا او بې کفايتي وښوده بلکې هماغسې له سپېڅلي حرم نه تهران ته راغلل او يو ځل بيا يې د هغه هېواد مشر ته د قسم خوړلو ژمنه ورغبرګه کړه چې نور به موږ افغانستان د جګړو په لمبو کې نه سوځوو.

رفسنجاني هم لکه د پاکستان او عربستان د مشرانو په څېر د تظمين په توګه په هماغه کاغذ لاسليک وکړ کوم چې په اسلام اباد کې کښل شوی وه.

له بده مرغه چې نه د اهل حل و عقد شورا په افغانستان کې سوله راوسته او نه هم د مکې قسمونو… جګړې همغسې روانې وې او د افغانستان د خلکو ژوند يې ګړۍ په ګړۍ ګواښه!؟

سياست او جګړه،

 له قسمونو وروسته او مخکې:

د شورا له جوړېدو وروسته تنظيمونو د خپل واک او ځواک لپاره په ۱۳۷۱ ل کال د جدي په ۲۹ نېټه چې د ۱۹۹۳ ز کال د جنوري له ۱۹ نېټې سره برابره وه يوه بله داسې خونړۍ جګړه د شورای نظار او اسلامي ګوند تر مينځ پېښه شوه چې د کابل ښار زرګونه انسانان يې مړه او ټپيان کړل.

دغه جګړه ځکه ډېره خونړۍ وه چې له يوې خوا سخت ژمی وه، درنې واورې اورېدلې، د ژوند د لومړنيو توکو نشتوالی وه لکه خواړه، تېل، لرګي، تداوي، اوړه، بوره، چای او نور نور څيزونه او له بلې خوا د سپکو او درنو وسلو اور بل وه او د کابل ښاريان پکې سوځېدلخلک سرګردانه پداسې حال کې کوڅې او سړکونه له مړو او زخميانو نه ډک وه له يوه ځايه بل ځای ته ځغلېدل.

له ميندو نه تي خور ماشومان پاتې شول، لکه د محشر ورځ زوی له پلاره او مور له لوره ناخبره د يوه نامعلوم برخليک په لوري په ځغاسته ول.

لنډه دا چې دې انسان وژنې جګړې په زرګونو افغانان، نر او ښځې چې په ورځو ورځو ورته مړي په کورونو کې پراته وه د ښخېدو کس او وس يې نه درلود.

د دغو خونړيو جګړو يوازينی لامل ناپوهي، خود خواهي او ځان ستاينه وه چې د قدرت وږو او لېونيانو رڼا ورځ په خلکو توره شپه ګرځولې وه.

رباني د اهل حل و عقد شورا له جوړېدو وروسته هر څه د ځان او خپل تنظيم  [جمعيت اسلاميلپاره غوښتل او حکمتيار بيا ځان د جهاد اصلي وارث ګاڼه.

نه يوازې حکمتيار بلکې مولوي خالص، مولوي محمد نبي، پروفیسر مجددي، عبدالعلي مزاري، سياف او پير ګيلاني، په ټوله کې د پاکستان اوه ګونو او د ايران اته ګونو تنظيمونو هر يوه د جهاد ډبره په سينه ماتوله او ځانونه يې د جهاد مدعيان ګڼل.

يو شمېر تنظيمي مشران د اسلام اباد په ماڼيو کې په دې پلمه اوسېدل چې ګنې موږ مرور يو، نه رباني زموږ خبره اوري او نه حکمتيار

د همدې مرورو «مشرانو» د پخلاينې لپاره د محسني په مشرۍ يو پلاوی پېښور ته لاړ او هلته سره جرګه شولبيا په ګډه جلال اباد ښار ته راغلل او پدې سلا شول چې رباني بايد د خپل واک چارې بېرته لارښودې شورا ته وسپاري او حکمتيار ډز بندي اعلان کړي.

حکمتيار چې له خپلې کورنۍ سره د لوګر په شاو خوا کې اړولي ول، د دې پروا نه کوله چې دغه اورينې مرمۍ لکه د اسمان تندر په څېر د چا په سر او د چا په کور لګېږي، هماغسې د مرميو ږلۍ د کابل په ښاريانو اورېدلې.

جګړه تر دې برېده وغځېده چې د مزاري تنظيم اسلامي وحدت هم په جګړه ور ګډ شو، کوڅه په کوڅه، سيمه په سيمه د سوني او شيعه په نوم، د هزاره اوتاجک په نوم، د مسعود او مزاري په نوم، د سياف (وهابياو وحدت اسلامي په نوم جګړې دومره پراخې شوې چې په هېواد کې دننه او بهر يې د خلکو غبرګونونه را وپارول.

له رباني پرته د ټولو تنظيمونو استازو او مشرانو د ننګرهار په پلازمېنې جلال اباد ښار کې غونډه وکړه او ټولو په يوه خوله پرته له عبدالرب رسول سياف نه دا خبره کوله چې رباني په قانوني او شرعي ډول واک ته ندی رسېدلی بلکې د وسلې او پيسې پر مټ يې واک تر ګروت لاندې راوستی دیبايد ډېر زر له دندې ګوښه شي.

له بهرنيو دولتونو سربېره يو شمېر ځانګړو کسانو هم د سولې په تړاو هڅې په يوې غولوونکې بڼې پيل کړې.

موږ دمخه هم ووېل چې د جنرال ضياءالحق زوی اعجازالحق چې تنظيمي مشرانو به وراره باله، پداسې حال کې چې د پاکستان د آی اس آی خونړی حميد ګل ورسره مل وه د همدې موخې لپاره د رباني په بلنه کابل ته راغی… هغه اعجاز الحق وو، چې پلار يې ضياء الحق مولوي خالص ته وويلچې دامريکې جمهور رئيس اسلام ته دعوت کړي.

د امريکې د پخواني سفير افغان اصله خليلزاد د خولې کيسه ده چې مولوي خالص د امريکې جمهور رييس سره د ليدنې په مهال هغه ته د اسلام بلنه ورکړه چې مسلمان شي.

خليلزاد وايي زه حيران شوم چې اوس دا څنګه ورته ترجمه کړم؟

جمهور رييس پوه شو چې زه له ده څخه کوم څه پټوم نو را ته په ځغرده يې وويل:

راته ووايه ده څه وويل؟ ما ورته کړې خبره وژباړله.

موده وروسته مې مولوي خالص ته وويل:

مولوي صاحبتاسو چا دېته هڅولي وی چې ريګن ته مو د اسلام بلنه ورکړه؟

هغه را ته وويلما چې کله له تللو د مخه ضياءالحق سره وليدل نو هغه راته وويل:

دا تاسو لپاره لوی چانس دی چې له جمهور رييس نه غوښتنه وکړئ، تاسو خو د اسلام يو ډېر خواخوږی انسان ياست، ښه به وي چې مسلمان شي.

نو دا چې جنرال ضياءالحق د پاکستان د ګټو لپاره تنظيمي مشران استعمالول، دوی هغه د ځان او اسلام خواخوږی ګاڼه نو ځکه يې د هغه زوی ته وراره وايه.

د اعجاز الحق او حميد ګل له سفر نه وروسته د قاضي حسین احمد په مشرۍ يو بل پلاوی هم راغی او په پای کې دواړو داوړو پوزه کېښوده يو اوربند يې اعلان کړ، ولې بيا هم سپکې او درنې وسلې چلېدې.

لکه څنګه چې د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند ته شوروي نږدې وه، چې کله به د پرچميانو او خلقيانو تر مينځ کومې نوې ستونزې را وټوکېدې نو د دواړو غاړو مشران به د شوروي له چارواکو او سلاکارانو سره د ځان درنه او د سيال لوري سپکه ويلېدا رنګه رباني او نورو تنظيمي مشرانو منډې هم تر اسلام اباده وېدوی به نه يوازې يو پر بل د ملامتيا تورونه لګول بلکې ځانونه به يې د پاکستان ريښتيني دوستان ګڼل او اسلام اباد به يې دويم کور ګاڼه.

د رباني له يوه سفر نه وروسته کله چې پاکستان د مزاري او دوستم د استازو په ګډون د اوه ګونو او اته ګونو تنظيمومونو استازي اسلام اباد ته وبللپداسې حال کې غونډه جوړه شوه چې د سعودي عربستان، ايران او پاکستان چارواکو هم پکې ګډون کړی وه.

په پاکستاني رسانيو کې به دا خبرونه د ملنډو په توګه خپرېدل چې تنظيمي مشران لکه د ماشومانو غوندې زر زر مرور کېدل او زر زر به پخلا کېدل

همدا رنګه مولوي خالص هم په دې پلمه چې ولې د دوستم استازي ته بلنه ورکړ شوېده، غونډه پرېښوده او له اسلام اباد نه د پېښور په لور وخوځېد.

دوی به چې په کابل کې هم مرور شول نو بيا به د پېښور په خوا را روان شول، د دې يو لامل دا و چې د دوی کورنۍ په پېښور کې وې.

د سولې د خبرو په نوم دغه غونډه چې په ۱۳۷۱ کال د حوت په لسمه (۱۰مې نېټه رابلل شوې وه تر ۱۲ نېټې پورې دوام وکړ.

د حوت په ۱۲ نېټې چې د رباني الوتکه د اسلام اباد په نړيوال هوايي ډګر کې را ښکته شوه د غلام اسحق خان (د پاکستان جمهور ریيساو نواز شريف (صدراعظمله خوا ورته هرکلی وويل شو، چې بيا ده او حکمتيار د نواز په مينځګړيتوب د ده په خپل کور کې د يوه سياسی حل لپاره مخامخ خبرې وکړې.

پدغه موده کې چې خبرې هم د دواړو غاړو تر مينځ روانې وې د دوی د وسلوالو لخوا پرلپسې د سپکو او درنو وسلو ډزې يو د بل پر ضد کېدې.

دلته خبره په احمد شاه مسعود وه چې بايد د دفاع د وزير په توګه پاتې نشي او دا هغه کړکېچنه مسأله وه چې پخپله رباني هم د دې جوګه نه وه چې مسعود له دغې دندې ګوښه کړي.

د جمعې له لمانځه وروسته حکمتيار د لوګر په نيت وخوځېد خو په لاره کې د آی اس آی مشر او قاضي حسن احمد بېرته له شمشتو پنډغالي نه د پاکستان اسلام اباد ته له ځان سره بوته.

نه يوازې دغه ناستو او د دې په څېر نورو غونډو کومه پايله نه درلوده بلکې د جګړه ييزو اورونو لمبې لا هر لوري ته په خورېدو شوې.

له دونه بدمرغېيواوغميزوسره سره،دادی همغه رهبران اويادهمغورهبرانووارثين په ډېرې سپين سترګئ دولس په سترګوکې خاورې شيندي …وروستئ ناستې وښوده،چې دغه”رهبران”اوس هم ولس په ارامه نه پرېږدي اورازرازکړاوونوته يې راکاږي…دولس لپاره دخلاصون يوازينئ لاره دولس اوخلکويووالی دی ،په همدې هيله .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *