ودان روښان ||    

په دې وروستیو کې یو ځل بیا له بېلابېلو ولایتونو د ملي دفاعي او امنیتي  ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه زړه بوږنونکي رپوټونه خپاره شوي دي.

د بېلګې په توګه د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ په دیزک سیمه کې د شبنې شپه د طالبانو برید په پایله کې د ملي اردو ۱۷ اړوندان وژل شوي وو.

له دې سره جوخت په کندوز کې د طالبانو برید پرمهال د ملي اردو ۳۰ اړوندان وژل او ۱۵ نور ټپیان  شوي وو.

دا پېښه د کندوز ولایت دښت‌ارچي او تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ تر منځ پُل‌مومن سیمه کې د پوځ پر دوو بیزونو د طالبانو ډله‌ییزو بریدونه له امله رامنځته شوې وه.

ویل شوي طالبانو د پوځ بیزونو له نیولو وروسته، ۳ هاموي ټانګونه او ۲ رنجر موټر هم سوزولي دي.

د یو بل خبر له مخې له یادې پېښې یوه ورځ مخکې طالبانو د فراه ښار پر پنځمه امنیتي حوزه ډله‌ییز برید کړی و، چې په ترڅ کې یې ۸ پولیس سرتیري وژل او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

د ننګرهار ولایت غني خیلو ولسوالۍ کې هم د دوشنبې شپه د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې د طالبانو برید کې ۷ سیمه ییز وژل شوي دي.   

تر دې یو شپه مخکې طالبانو د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اووښتې.   

یو مسوول د نوم نه خپرېدو په شرط ویلي چې په دغو بریدونو کې لس پولیس سرتېري وژل شوي خو ځینو سرچینو بیا په یادو بریدونو کې د دولتي سرتېرو مرګ ژوبله تردې لوړه ښودلې ده.

د ولسي جرګې په یو غونډه کې د غزني تش په نوم وکیلانو؟! خدای خبر د کومې موخې له پاره او د چا په اشاره؟ دعوه وکړه چې په دوو وروستیو اوونیو کې په یاد ولایت کې شاوخوا پنځه سوه امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي.

هماغه مهال هم ډیرو لیدونکو او اورېدونکو ددې شمېرې په اړه شکونه وښودل، ښایي دغو کسانو به د خپلو بړیڅو وسله وال کولو په موخه دا ډول ادعا کړې وي یا به یې هم د خپل عادت له مخې د پردیو په اشاره غوښتل د امنیتي ځواکونو مورال ټیټ کړي، په هرصورت! خو ځینو خپلواکو سرچینو بیا په تېرو دوو اونیو کې دغلته(غزني کې)د امیني ځواکونو مرګ ژوبلې شمېره شاوخوا۵۰ کسان ښودلې چې بیا هم لوړه ده.

یو خبره باید له یاده ونه باسو چې مخالف لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اووښتې، یوازې د پکتیا په مچلغو کې پرامنیتي پوستو د طالبانو برید په پایله کې ۵۱ طالبان وژل شوي وو. دغه راز، په هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په پرتله طالبانو ته د سردرانه زیان اووښتو په اړه خبرونه خپاره شوي دی.

خو دا بیا ددې مانا نه لري چې د ملي ځواکونو درنه مرګ ژوبله دې داسې توجیه شي چې مقابل لوري ته هم د سر درانه زیانونه اووښتي دي.   

هغه څوک چې د پوځ او جګړې په اړه بیخي لږ مالومات هم لري پر دې پوهېږي چې د پوځیانو مرګ ژوبله نه یوازې خپله پر هغوی بلکې د ولس پر روحیه هم ناوړه اغیز پرېباسي.

په دې وروستیو کې پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو بریدونو له زور اخیستو او ملي ځواکونو ته درنې مرګ ژوبلې اووښتو له ورایه ښکاري چې طالبانو خپل جګړه ییز تکتیکونه بدل او د جګړې له پاره یې زیاتې مالي او تسلیحاتي سرچینې ترلاسه کړې دي، له دې پرته پر ملي ځواکونو د هغوی دومره پراخ او پرله پسې بریدونه ناشوني ول.        

هغه ډول مې چې په پخوانیو لیکنو کې هم یادونه کړې یو ځل بیا وړاندیز کووم چې د وسله وال پوځ بنسټونو لوړ پوړي چارواکو ته بویه چې یو ځل بیا د هېواد پوځي حالت، د ځواکونو انډول ان د ولایتونو او ولسوالیو په کچه په کره توګه وارزوي.

د وسله وال پوځ اړوندانو مرګ ژوبلې لاملونه په ګوته او که د کوم چا د غفلت یا هم خیانت به پایله کې ملي ځواکونو ته زیان رسېدلی وي سخته سزا ورکړل شي. خاین او بې کفایته قوماندان او مسوول باید مجازات شي، ډېر لرغونی پوځي ار(اصل) دی چې وایي:« ماتې خوړلی قوماندان باید دنورو عبرت له پاره اعدام شي.»

هغو ځایونو کې چې ددولتي ځواکونو پاتې کېدل ډېر اړین دي هلته باید ملي ځواکونه له هر پلوه دومره پیاوړي شي چې د دوښمن هر راز، بریدونو شنډولو توان ولري او په هغو ځایونو کې چې د امنیتي ځواکونو پاتې کېدل ډېر اړین نه، د اړتیا پروخت یې ملاتړ او اکمال ستونزمن وي بایدې ترې را وایستل شي.

ډېر زور دې په کشفي او استخباراتي مالوماتو واچول شي او هڅه دې وشي چې د مخالفینو پلانونه واردمخه شنډ کړی شي.

له بله پلوه، اړینه ده چې د امنیتي ځواکونو د سر زیان جبران په خاطر د جلب او جذب لړۍ ګړندۍ کړی شي، خو دا په دې مانا نه ده چې په دغه بهیر کې احتیاط ونه شي بلکې احتیاط دېر اړین دی، ځکه په پخوا کې د دوښمن ګومارل شویو او ځرو ملي ځواکونو ته د سر زیانونه اړولي وو.

په پای کې وړاندیز کوم که شونې وي د ملي ځواکونو مادي امتیازونه دې زیات کړی شي.        

یوناما: افغانستان کې ملکي مرګ‎ژوبله په بې‎سارې توګه زیاته شوې ده

د راپور له مخې هېواد کې ۵۰ سلنه مرګ ژوبله د چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته کېږي چې د ملکي مرګ ژوبلې لوړوالي اصلي لامل دی

ه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي )یوناما( له لخوا نن(یک‎شنبې د چنګاښ۲۴مه) خپور شوی راپور هېواد کې د ملګي مرګ ژوبلې بې‎مخینه زیاتوالی ښیې.

دغه راپور د ۲۰۱۸ لومړۍ شپږ میاشتې ښیې چې په ترڅ کې یې ۱۶۹۲ وژل شوي او ۳۴۳۰ نور ټپیان شوي دي.

دا شمېرې له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې یوناما د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ثبتولو پیل څخه تر ټولو لوړې دي. خو راپور وايي چې د ملکیانو ټپي کیدل پنځه سلنه راکم شوي.

راپور کې راغلي دي:«سره له دې چې د اختر لومړۍ درې ورځې د جون له ۱۵ – ۱۷ د دولت او طالبانو له خوا بې مخینې یو طرفه اوربند وشو، د ملکیانو تلفات تر ټولو زیات پاتې شول.»

د راپور له مخې هېواد کې ۵۰ سلنه مرګ ژوبله د چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته کېږي چې د ملکي مرګ ژوبلې لوړوالي اصلي لامل دی.

د راپور له مخې د طالبانو او داعش په ګډون د دولت مخالف وسله‎والو د ۶۷ سلنې مرګ ژوبلې لامل دي. د ۲۰ سلنې اوښتې مرګ ژوبلې لامل د حکومت پلوه ځواکونه ښودل شوي دي.

یوناماپه دې راپور کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې ده چې د ملکي کسانو خوندیتوب ته پام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *