کابل- د تلې۱۰ مه
د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم نن (چهارشنبه) په شارجه کې د کینیا د کرېکټ ملي ټیم ته ستره ماتې ورکړه او په دې ډول یې نړیوالو لوبو ته د رسېدو لپاره خپله لار لنډه کړه.
موږ په داسې حال کې، چې د افغانستان د ملي اتلانو یادې ویاړنې ته د بشپړ قدر په سترګه ګورو، له امله یې خپل غیرتي ولس او د ملي ټیم قهرمانانو ته د زړه له تله مبارکي وایو.
د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم یو له هغو ټیمونو څخه دی، چې په تېرو څو کلونو کې یې وخت نا وخت د ولس پر شونډو د خوښۍ موسکا خوره کړې او هیواد ته یې ستر ویاړونه راوړي دي.
یوازې دوه ورځې وړاندې دې ټیم د کینیا لوبډلې ته په ۲۰ اوریزه لوبه کې داسې ماتې ورکړه، چې تر دې مهاله د نړۍ د کرېکټ په تاریخ کې نه ده تکرار شوې.
موږ په داسې حال کې، چې د دې بریا له امله ټولو ته مبارکي وایو، هیله من یو، د جمعې ورځې په لوبه کې هم افغانستان د کینیا لوبډلې ته ماتې ورکړي او په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره زموږ ټیم د نړیوال جام لوبو ته لار ومومي.
درنښت
فاروق وردګ
د پوهنې وزیر