موږ د خوشحال بابا اثار یوازې ددې لپاره نه لولو چې د پښتو ادب د منځنۍ یا کلاسیکې دورې د یوه شاعر ادبي مقام، شعري ځانګړتیاوو، شعري ذوق او قریحې، ژبنیو اړخونو او نورو ځانګړتیاوو خبر شوو، ددغه ستر شاعر د اړوندو متونو لوستل راته د هغه د زمانې حال او احوال هم راکوي، تاریخي تنده مو خړوبوي. بابا چې وايي:
اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شه
که نه ما به د مغل ګرېوان پاره کړ
یا:
دا خوشحال به چې انسان وي که به نه وي
چې بهرام غوندې ترې سپی بچی پیدا شه
په لومړي بیت کې له دې تاریخي حقیقت څخه خبرېږو چې پښتانه هغه مهال د نن په څېر بې اتفاقه وو، د خپلو مغلي دښمنانو پر وړاندې يې یو دریځ نه درلود، د تورې او قلم د خوشحال ناره په کې خوره وره وه، ځکه یې لاسونه د مغل تر ګرېوانه ونه رسېدل. په همدې ډول بابا د خپلې کورنۍ راز راسره شریک کړ، د خپل نافرمانه زوی بهرام له شخصیت نه یې خبر کړو، د خپلې کورنۍ په باب دا خبره لوی زړه غواړي او له خوشحال بابا پرته یې بل څوک نه شي کولای، یا نه غواړي د خپل کورنۍ د غړو د منفي صفتونو په اړه ژبه څه ووايي.

اوس دغه دوې خبرې موږ په کوم وچ کلک تاریخي متن کې ونه لوستې، د پښتو ادب د یوه کلاسیک منظوم متن او هغه هم له دوو بیتونو مو تر لاسه کړې. که دا بیتونه یوازې له شعري ځانګړتیا، وزن، قافیې، ردیف او نورو شعري ځانګړتیاوو سره تحلیل کړو، بیا رښتیا هم ښايي دا مفکوره راسره وي چې د کلاسیکو متونو لوستنه چندان ګټه نه لري.
په همدې ډول د خوشحال بابا دستارنامه له خپل کلاسیک نثري ارزښت پرته د هغه زمانې د ادارې یا management اصول وړاندې کوي، چې اداره چي یا رهبر باید په هغه زمانه کې پر کومو رهبري ځانګړتیاوو سمبال وی؟
ماریو بارګاس یویا وايي: کومه ټولنه چې مکتوب(لیکني) ادبیات نه لري، د ویونکو په خبرو کې یې دقت، فکري بډاینه او روښانتیا د هغه ټولنې په پرتله چې د اړیکو تر ټولو مهم ابزار(کلمات) يې په ادبي متونو کې نغښتي او تکامل ته رسېدلي، ډېره کمه ده.
کلاسیک متون زموږ هویت، کلتور او تاریخ ته جسم او شکل ورکوي، دا هېڅ امکان نه لري چې با ذوقه او پر ښه راتلونکي مین انسان دې پر خپل تېر له پوهېدو او فهم څخه بر پروا شي، په ځانګړي ډول کله چې په خپل اوسني ادب او لیکنه کې د کلاسیک پېر روایاتو او رنګ ته ژمن وي.
له کلاسیکو متونو زده کړه او معلومات اخیستل د بندښت او لګښت تاریخ نه لري، دا چې تر ډېره یې عمومي انساني او اساسي مسایلو ته مخه کړې، نو په ټولو دورو او ټولنو کې ترې ګټه اخیستل کېدی شي. موږ په خپل ژوند کې له ځینو داسې اشخاصو، احساساتو، تجربو، مفاهیمو، ارزښتونو او لیدلورو سره مخ کېږو چې ورته ځواب موندل ننګونکي وي، نو اړ کېږو چې تر یوه حده له خپلو کلاسیک پېر څخه مرسته وغواړو او د کلاسیکو متونو پاڼې واړوو.
کله چې کلاسیک متون لولو نو د ټولنو، ټولېدنو، انسانانو، د هغوی د فکر او ژوند کولو رسم او طرز له پخوا نه تر نن پورې درک کوو او وروسته بیا خپلو اجتماعي مهارتونو کې ښه والی راوستلی شو.
الکساندر سولژنیټسین د کلاسیکو متونو د ارزښت په اړه وايي: هنر او ادبیات د هغو تجربو یوازیني ځای ناستي دي چې موږ هېڅکله په ژوند کې نه دي تر سره کړې، ادبیات او هنر حیرانوونکې وړتیا لري، د ژبې او ټولنیز جوړښت په بریدونو کې نه را ایسارېږي، ددې وړتیا لري چې د یوه ملت د ژوند تجربه نورو ته ور ولېږدوي، همدا ادبیات دي چې د یوه نسل د ژوند مهمې تجربې ورپسې نسل ته ورلېږدوي، په دې ترتیب سره دا کار د ملت ژوندۍ حافظه ګرځي.
پر کلاسیک مینو یوه نیوکه دا ده چې دوی د معاصر ادب د پرمختګ مخه نیولې یا ورته په هېڅ ارزښت قایل نه دي، دوی ته دا ډول ادبیات مبهم، سخت او د درک له وړتیا نه اوچت ښکاري، خو کلاسیکیان د تاریخ یوه برخه ده، د کلاسیک ادب د مینه والو ځواب دا دی چې که چېرته کلاسیک دستانونه، شعرونه او افساني هېڅ جذابیت هم ونه لري، خو په فرد پورې د منحصر لیکني سبک ډېرې ښې بېلګې دي، ژبنی ارزښت لری، که چېرته زاړه متون و نه لولو، نو د ژبې له تکامل نه به څه خبر شو؟
کلاسیک متون کله کله د هغو کسانو لپاره چې د لیکوالۍ سواد لري، ډېر الهام بښوونکي وي، حتی کله کله یې د خپلو لیکنو اساس ګرځوي، دوی ته کلاسیک متون تثبیت شوي ښکاري چې ازمایل شوي دي، په اسانۍ سره په کې پر کارېدلو کلمو او کله کله ځینو لیکنیو قواعدو استناد کولای شي. ځینې کلمې چې په کلاسیک پېر کې کارېدلې او اوس له کاره لوېدلې، علت یې څه و؟ څنګه زموږ د اوسنیو متونو کلمې له دې برخلیک ژغورلی شو؟ په همدې توګه چې هڅه او خلاقیت وي، امکان لري چې د خپل لیکنې سکښت او سټایل هم له کلاسیک متن نه پر الهام اصلاح کړو، یا نوی سبک رامنځته کړو.
له کلاسیکو متونو سره د اشنا لیکوال په شعر او نثر کې د فهم او جامعیت کچه لوړه وي، زیات مخاطبین لري، د مترادفو کلمو، معاني او مانیز چاپېریال سطحه یې پراخه وي، ځکه چې د لیکنې د طرز، معلوماتو او مفاهیمو په اړه یې د معلوماتو کچه لوړه ده، یوازې یوه او وچه کلکه لاره يې نه وي غوره کړې.
کله کله د کلاسیکو متونو لوستل ددې لامل هم ګرځي چې د خپل علاقې وړ کتابونو په اړه مو لیدلوری له یوې مخې بدل شي، غوره او ښه درک ورڅخه ولرو، له دې اثارو څخه خپل پخوانی برداشت چې سرسري او ساده و، ژور او مستدلل کړو، حتی کله چې زموږ د خوښې کلاسیک لیکوال د سبک پېژندنې په برکت دا پرتلیز ځواک هم راته پیدا شي چې زموږ د خوښې اوسنی کتاب تر کومه حده د کلاسیکو متونو تر اغېز لاندې پنځول شوی دی.
کلاسیک متون زموږ د ادبیات د قوت ټکی دی، معاصر ادب کې هر څومره ښکلی او منلی وي، خو د کلاسیک ادب ځینې روښانه بېلګې نه تکرارېدونکې وي، زندانونه خو ټول نوم بدي ځایونه دي، خو د هند له بیجاپور او رتنبور له نا لیدلو زندانونو او د مغلي دورې له تاړاکونو چې زموږ ذهن کې څومره کرکه را ټوکېدلی، وسیله يې د خوشحال بابا او اشرف خان هجري ځینې منظوم متون دي.
په پارسي ژبه کې به د ادب اوسنۍ دوره ګڼ شهکار او بې جوړې اثار شته وي، خو د سعدي د ګلستان، مثنوي معنوي، کلیله او دمنه، شهنامه او نورو شهکارو ادبي متونو د انډولیزو بېلګو بیا رامنځته کېدل هم ډېر متصور نه دي.
یوه بله مهمه خبره له ژوند څخه زموږ د واقعي تجربو ده، په کلاسیک متونو کې د اثارو د پنځوونکو تجربې له ژوند څخه ژورې او واقعي دي، ځکه ژوند سخت او د دوی هوډ پیاوړی و، سخت په دې مانا چې ډېرو خبرو ته لا ځواب نه و ویل شوی، اړ وو چې د ځواب موندلو لپاره يې زموږ په پرتله زیات کړاو وګالي، اوس چې کله د هغوی دا تجربې له خپلو تجربو سره پرتله کړو، دلته مو د بشر پېژندنې او په خپلو تجربو د بیا کتنې او یوې درېیمې لارې د موندلو ځواک پیاوړی کېږي.
ښاغلى استاد
ډېره ښکلې ليکنه او د کلاسيک ادب ارزښت مو ښه انځور کړى دى
تاند اوسئ