اسلام‌اباد کې د طالبانو د رژيم سفير ملا عبدالسلام ضعيف

تاند- په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي، په اوسنیو شرایطو کې طالبان تر جګړې غښتلې دیپلوماسۍ ته زیاته اړتیا لري.

د ښاغلي ضعیف په وینا طالبان په ښې دیپلوماسۍ او قوي ستراتیژۍ د نړیوالو درناوی ترلاسه کولی او په افغانستان کې سوله راوستلی شي.

ملا ضعیف چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د امریکا د تیاري په باب د خبرونو له خپرېدو وروسته خبرې کولې، وویل؛ که اوسنۍ جګړه د دیپلوماسۍ له لارې پای ته ورسېږي نو د دې ترڅنګ چې سوله او ثبات به راشي افغانستان او سیمه به له اقتصادي پلوه ودانه شی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون /دوشنبه/ د امریکايي چارواکو په قول راپور ورکړی و چې د ټرمپ ادارې خپلو جګپوړو دیپلوماتانو ته ویلي چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

طالبانو ویلي چې له دوی سره په دې اړه تماس نه دی نیول شوی او د امریکا حکومت هم رسماً لا نه دي ویلي چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیاره ده او که نه ده.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن په دې اړه ده ته منسوب شوي څرګندونې نن /سې شنبه/ رد کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *