لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده،  خوست ولایت د افغانستان د (۳۴) ولایتونو له جملې څخه یو سرحدي ولایت ګڼل کیږي، مختلف قومونه او پرګنې په کې شتون لري.

نو ددې ولایت اړوند د (ګربزو ولسوالۍ )دمیړنیو او شریفو ولسونو دقومي دود او دستور له مخې دیووالي او اتحاد لپاره  دخوست دملکي اونظامي چارواکو سره دیوې ځانګړې ناستې پرمهال دخپل هېواد، خاروې او دولس دسوکالۍ، ارامتیا، خوشبختۍ، امنیت، بیارغونه، تعلیم ټولنیز پرمختګ او تمدن لپاره لاندې تړوون تصویب او لاسلیک کوو.

۱:ـــ  داسلام مبین دین احکام، نبوي احادیث، د افغانستان اساسي قانون او نافذه قوانینو رعایت کول.

۲:ـــ داسلام مقدس دین په رڼا کې خویندو او لورګانوته (میراث د حنفي فقې په رڼا کې، ولور یامهر، دیني او عصري ښوونه او روزنه  او نورو اجتماعي حقوق ورکول.

۳:ـــ دنشه یې توکو او مسکراتو ضد جدي ډول مبارزه دپلور، پېراو قاچاق کوونکو پر وړاندې کلک او رغنده دریځ د کلیو او باڼدو څخه د داسې اشخاصو په شناسایۍ او نیولو کې دنظامي ارګانونو سره مرسته.

۴:ــــ دغیر شرعي او غیرقانوني قتلونو، ظلمونو او هر ډول زور زیاتیو څخه مخنیوی، پدې اړه  کلک قومي تړون ( ) افغانۍ ناغه تړل، دغلو او سړي تښتوونکو پرضد ولسي پاڅون، دقومي تړونونو سره سم د کلیو او بانډو څخه ایستل او فاعلین یې عدلي او قضایې مراجعو ته سپارل.

۵:ــــ دوطن او ولس دښمنانو ته په خپلو سیمو، کورونو او بانډو کې ځای نه ورکول، دهغوی په نښه کولو او نیولو کې د دولتي ارګانونو سره همکاري.

۶:ــــ دملي شتمنیو څخه  حفاظت (دشنو ونو ځنګلونو نه وهل، دهغې څخه ساتنه، بیارغونه) دسرغړوونکو اشخاصو په ګوته کول دقانون منګولو ته سپارل.

۷:ـــ د طبیعي زیرمو کانونو، تاریخي اثارو څخه په کلکه ساتنه، دهغې نه ایستل او استخراج دغیرمسولو کسانو او ډلو، مخنیوی، سرغړونکي یې امنیتي ارګانونو ته سپارل.

۸:ـــــ داخلاقي فساد (زنا، لواطت، غیر اخلاقي محفلونو جوړول) پرضد جدي مبارزه کې دولسونو لازمه همکاري او په دې اړه ددیني علماو لخوا داسلام مبارک دین دشرعي احکامو، نبوي احادیثو او نافذه قوانینو په رڼا کې په دیني موعظو او جوماتونو کې د ممبر له لارې عامه پوهاوی .

۹:ــــ دهغو رسمونو او رواجونو چې داسلام مبین دین او نافذه قوانینو سره چې په ټکر کې نه وي دهغې غني کول او برخلاف یې دپردیو کلتور فرهنګ څخه مخنیوی او ځانونه په ملي او افغاني کلتور برابرول، دافغاني سکې رایج کول .

۱۰:ــــ سوله چې دخیر کلمه اوملي پروسه ده، هر وګړی ورته اړتیا لري باید په  کلکه یې ملاتړ او د دیني علماو او قومي مشرانو د خبرو او جرګو له لارې د ناراضه وسلوالو مخالفینو دعوت او یو ځای کول، هغوی عادي ژوند ته رابلل.

۱۱:ـــــ دخپلې خاورې په ځانګړي ډول دسرحداتو څخه په میړانه او زړورتیا دفاع او ساتنه، دنظامي ارګانونو سره یوځای تیري کوونکو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکول.

۱۲:ــــ دغیر مسولو وسلوالو کسانو څخه دوسلو راټولول او دنافذه قوانینو رعایت دژوند په ټولو چارو کې .

۱۳:ـــــ دټولټاکنواو نورو ملي پروسو څخه ملاتړ کول (ولسمشري، ولسي جرګې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانې) او په هغې کې دولسونو پراخ ګډون او هڅول.

۱۴:ــــ هغه وسلوالې ډلې (دولس خاورې دښمنان) چې زمونږ دهېوادوالو ارام او سولیز ژوند دګواښ او تهدید سره مخامخ کوي او دهغوی سره جدي مبارزه دلیدو په صورت کې خبر امنیتي ځواکونو ته خبر ورکول او نیول .

۱۵:ــــ د قومي او کورنیو شخړو دهر اړخیز حل لپاره به په قومي دود او دستور دحل کولو په موخه لارې او چارې، داسلام مبین دین، دبشري حقوق، نافذه قوانینو او نورو قواعدو په نظر کې نیول او دمیراث مسله دشرعي احکامو په رڼا کې حل کول.

مونږ واړه په پورته ډول دترسره شویو ولسي ژمنو لړ لیک په (۱۵)مادو کې ترتیب او په عمل کې دهغې دپلي کولو په اړه دخپلو اړخونو لخوا په پوره صداقت او ژمنتیا په ټول توان سره د جدي ګامونو اخیستلو ترڅنګ متعهد یو.

                                    الحاج سمونوال اخترمحمد نورزوی

                                     دخوست ولایت امنیه قوماندان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *