دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د کينيا د کرکټ ملي لوبډلې ته په سترې ماتې ورکولو سره د ٢٠١٥ زېږديز کال نړيوال جام ته يو بل ګام نږدې شو.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ دغه يو ورځنۍ لوبه نن د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د دې لوبې پچه د کينيا لوبډلې وګـټله او لومړى يې پخپله دلوبې کولو پرېکړه وکړه، خو دا پرېکړه يې هغه مهال ناسمه ثابت شوه، چې د افغان توپ اچوونکو لخوا يې په پرله پسې توګه لوبغاړي وسوځېدل.
د کينيا يو لوبغاړى هم دملي لوبغاړو د ښې لوبې مقابله ونه شو کړاى او د کينيا ټوله لوبډله په اته دېرشم اوور کې د لسو لوبغاړو په سوځيدو ٨٩ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٩٠ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري حميدحسن يو ځل بيا په زړه پورې لوبه وکړه او د کينيا څلور لوبغاړي يې وسوځول، شاه پور ځدران او سميع الله شينواري دوه دوه لوبغاړي، حمزه هوتک او رحمت شاه يو يو لوبغاړى وسوځول.
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتلسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله. دغه بريا سره افغانستان د ٢٠١٥ کال نړيوال جام ته يو بل ګام هم نږدې شو، د ملي لوبډلې له لوري نوروز منګل په زړه پورې لوبه وکړه او د څلورو شپږيزو په مټ يې ٥٢ ناسوځيدلې منډې يې وکړې، شهزاد محمدي ٣٣ منډې وکړې.
دغه بريا سره د کرکټ د نړيوال ليګ سياليو د نومرو په جدول کې دافغانستان نومرې ١٧ شوې او که د راتلونکې جمعې ورځې لوبه يې وګټله نو د افغانستان ټولې نومرې به ١٩ شي او نړيوال جام ته به نېغ په نېغه لاره پيدا کړي.
د افغانستان کرکـټ بورډ رييس ښاغلى سلاکار وزير شهزاده مسعود ، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد او ټول کار کوونکي پر دې بريا ملي لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده. ډاکټر مراد چې د ملي لوبډلې د تشويق لپاره شارجې ته تللى، وايي چې د ملي لوبډلې لوبغاړو نن يو ځل بيا خپله وړتيا وښودله .
هغه زياته کړه : (( موږ نړيوال جام ته يو ګام نور هم نږدې شو، انشاء الله د هېوادوالو ددعاګانو په برکت به د جمعې ورځې لوبه هم وګټو او نړيوال جام ته به لاره پيدا کړو