د یو ځوان پښتون په توګه چې په یو ښاري ژوند کې لوی شوی يم؛ خپلو پښتنو وروڼو او خويندو ته مې دا نظر دی چې په ژور اند او سوچ سره په خپلو قومي خصلتونو ځان پوه کړئ. خلک او نړیوال، پښتون په دې نه پېژني چې د افغاني ټولنې ډېری(اکثریت) جوړوي او نه غربي ښکېلاکګر دې قوم ته له دې اړخه د ځواک په وېشلو کې اصلي ونډه ورکوي چې ښایی پښتانه هغوی ته تمایل لري. اساسي خبره خو دا ده چې هر قوم او ټبر ځانګړی جوهر لري؛ چې د پښتنو جوهر د هغوی ټولنیز نظام او د نورو نه جلا خصلتونه او ارزښتونه دي. پښتانه له یوه تړلي او له يو بل سره نغښتي ټولنيز نظم نه برخمن دي؛ له همدې وجهې یې ځانګړي ارزښتونه په خپل منځ کې روزولي. شجاعت، غیرت، وقار، پَت، حُرمت، سخاوت، ځواني، قرباني، سرښندنه او داسې نور خصلتونه د دې قوم کرښه له نورو جلا ساتلې؛ دا د اسلام او پښتنو یو بل سره د ټولنيز نظم او ځانګړي ارزښتونو د یووالي سبب دي چې ډېري اسلامي مفاهیم د پښتنو په منځ کې لا ژوندي پاتي دي او خلک یې اسلام ته تر ټولو ژور احساسات لري.
نو له دې مقدمې مې اصلي هدف دا دی چې په دې وروستیو کې ځيني پښتانه وروڼه او خويندې چې کله خپل قوم ته ګوري نو د پوهې له کموالي او بعضو غلطو رسمونو نه د ځوریدو په سبب، غربي او سیکولر حللارو ته مخه کوي او نور ورته را بولي. هغوی دا سوچ کوي چې د خپل قوم نیمګړتیاوې به په دې بهرنيو ارزښتونو سره ډکې کړي او د پښتنو ارزښت او هویت به وساتي. د غربي ارزښتونو د حق یا باطل مسئلې نه جدا، دوی باید ځان پوه کړي؛ دا نن چې پښتانه سیمهییزو لوبغاړو او نړيوالو ته اهمیت لري دا د هغوی هغه ځانګړتیاوي دي چې ما په پورتنيو کرښو کې ورته اشاره وکړه؛ که تاسو ډیموکراتیک او د پانګوالي(کپیټلیزم) نظام ارزښتونه او حل لارې غواړئ، نو پوه شئ چې د سبا ورځې پښتون به د نن ورځې غوندې اهمیت او قیمت ونه لري؛ ځکه چې د پښتون اوسنی قیمت د هغې د ټولنیز نظم او ارزښتونو په سبب دی، چې که د غربي نظام ارزښتونو د هغوی په منځ کې لاره پیدا کړه نو د غرب فردي ژوند به حاکم شي، د پښتون او اسلام په منځ کې ګډ ارزښتونه به کډه وکړي.
ما ښاري ژوند کړی چې له غربي ژوند سره نږدېوالی لري، د غربي ارزښتونو په تيوریو ښه بلد یم؛ د پښتنو په منځ کې د ژوند تجربه نه لرم، خو هغوی په ښه توګه پېژنم او د يو اصلي پښتون، ښاري پښتون او غربي پښتون توپير کولای شم. تاسو هم دا مقایسه وکړئ، زما د خبرې هضم به آسانه شي.