تاند- د جرمني چارواکو ومنله چې یو افغان یې، چې لا د استیناف غوښتنه یې تر غور لاندې وه، په ناحقه افغانستان ته لېږلی دی.
د جرمني د مهاجرت ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل، د دغه ۲۰ کلن افغان د بېرته راوستلو لپاره اقدام کوي.
د جرمني د مهاجرت او کډوالو فدرالي دفتر د چهارشنبې په ورځ ومنله چې دا افغان سهواً ایستل شوی او باید د هغه د بېرته راستنولو لپاره ضروري اقدامات وشي.
نصیب الله س له ۶۸ نورو افغانانو سره روانه میاشت بېرته کابل ته واستول شو، دا په داسې حال کې وه چې د نصیب الله دوسیه لا تر غور لاندې وه.
د نصیب الله لومړی غوښتنلیک د تېر کال په اپریل میاشت کې رد شوی و خو د ګریفسوالد ښار د استیناف په محکمه کې یې د استیناف غوښتنلیک ته لا ځواب نه و ویل شوی.
جرمني کې قانونواکمني ښیي. ان که سهوا هم قانون ماتیږي باید جبران شي. اوس نو راشه د شملو او شړومبو وطن ته، څومره بې طالع خلک یوو، ان یو مهذب ټکنوکرات مو راپاڅید د یوه غله سره یې د ۲ سره ارې یوسر ونیوه او اساسي قانون یې په سینه کې دوه بولکه کړ