افغان عسکر چې استرالیايی پوځیان یې وژلي ول

تاند- د استرالیا لوی درستیز جنرال ډیوید هورلي پرون /چهارشنبه/ وویل: هغه افغان عسکر، چې تېر کال یې په اروزګان کې درې استرالیايي پوځیان وژلي ول او د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان امنیتي ځواکونو نیولی و، افغانستان ته لېږل شوی دی.

د جنرال ډیوید هورلي په وینا دغه افغان عسکر، چې حکمت الله نومېږي، د چهارشنبې په شپه افغانستان ته ولېږل شو او ټاکل شوې ده چې د درو تنو د قتل په تور محاکمه شي.

د استرالیا لوی درستیز وايي:«موږ د هغو کسانو د تعقیبولو لپاره جدي او نه ستومانېدونکې هڅې کوو چې زموږ کسان یې وژلي یا ژوبل کړي دي.»

پر حکمت الله تور دی چې په ترینکوټ کې د استرالیايي پوځیانو په اډه کې د دوی پر پوځیانو یې لس – پنځلس ډزې کړي، درې عسکر یې وژلي، دوه یې ژوبل کړي او بیا د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

د استرالیا لوی درستیز جنرال ډیوید هورلي ویلي: د استرالیا استخباراتي ادارې، د دغه هیواد د پوځي استخباراتو ادارې او د افغانستان د ملي امنیت ریاست د پاکستان د استخباراتو یا آی ایس آی په همکارۍ شپږ میاشتې پر له پسې کار کړی چې حکمت الله ونیول شي او افغانستان ته ولېږدول شي.

د استرالیا د دفاع وزارت څېړنې ښيي چې د حکمت الله تر حملې مخکې په ترینکوټ کې د استرالیايي پوځیانو امنیت چندان ښه نه ساتل کېده، د افغانستان د اردو عسکرو ته اجازه وه چې هغو ځایونو ته لاړ شي چې استرالیايي پوځیان پکې ویده کېدل یا یې دمه نیوله.

تراوسه پوري د دې علت نه دی څرګند چې حکمت الله ولي پر استرالیايي پوځیانو ډزې کړې وې.

ګومان کېږي چې درو استرالیايي پوځیانو ته به هم سزا ورکړای شي چې د اډې امنیت ته یې سمه پاملرنه نه وه کړې.

د ناټو له شمېرنو سره سم پر بهرنیو پوځیانو د افغان ځواکونو د ډزو په اثر تېر کال ۶۲ بهرني پوځیان په ۴۷ حملو کې وژل شوي دي.

5 thoughts on “پاکستان د استرالیايي پوځیانو وژونکی عسکر افغانستان ته ولېږه”
  1. داهغه حکمت الله دی چی طالبانو ته یی ځان تسلیم کړی وو اوس یی ګوره چی څه ورسره کیږی

  2. پاکستانه نه اوس هغه کررنه سپۍ جوړه شوی چی په خپلو ګونګریو غو… کوی. ملا عمره او د ملا سمیع نورو ناجایزو اولادونو ګوری چی خبر مو نشته مور مو اوس کررنه شوه که خیر وی اوس به په خپله خپه اوچته وی او په تاسو به غو… کوی.

  3. ښه افغان حکمت الله ،ستاسې مڼډه ترپنجابي I سI ۰هغوي{پنجابیانو}دسپي په شکل ئ استعمال اوبیایې پر استرلیایی جنرالانو داجنتی سپۍ خرڅ کړدملاع بدالسلام اعترافات ولولۍ۰

  4. ولی دا افغانان انسانان ندی؟وګوری چی نړۍ د خپلو وګړو لپاره څه کوی او موږ افغانان ځه کوو.افغانان که په سپینه ورځ کتل عام کیږی هیڅوک یی پوښتنه نه کوی او نه تر اوسه د افغانانو په مرګ څوک محکمه شول

  5. دکلیسا په زنګ ویښ شوی آذان څه پیزنی=زمامنبرزمامحراب اوقرآن څه پیزنی-پروت په وینوکی لت پت په پت کی ښه یم ==ڼه دسروزروپه ټخت باندی بی پته=پرون دوارسا نن دناټومورمو کړم په کناټوتاسوپه آزادی څه پوهی.ی آزادی هغه څوک پیرنی چی یووخت آزاد اوسیدلی وی تاسوفطرتی غلامان یاست دآزادی تصورهم نشی کولی حکمت الله جان هغه بااحساس مجاهدافغان زلمی ؤچی یرغلګروته یی داوښودله چی دکوم مسلمان افغان په خمیرکی آزادی ګډه اوآغږلی وی تاسوهغه احرارنشی اخستلی که هرڅومره سرمایه ګزاری اوخرچه پر وکړی بیابه هم لکه موسی علیه السلام دوخت په فرعون ګرارونه کوی اورودنیل ته به یی ورټیل وهی آی دصلیب نوکرانوچاچی دخدای ددښمن په وړاندی پاڅون اوبغاوت کړی وی دهغه لپاره زخم اسارت اوشهادت هرحالت په ګټه تمامیږی هغه که دهرضمیرفروش په لاس وی په موږیی فرق نسته دادقرآن فیصله ده انکارځنی کول کفرده دازموږلپاره ده ډادمیړنی زلموټی حکمت الله جان لپاره ده زموږپرایمان ده خوتاسوالحمدلله ځنی وتلی یاست ځکه په تاسوکی شعورهم نشته ددی حس نشی کولای =احساس می په نړی کی غورځنګوڼه خوښوی=ضمیرآزادی انقلابونه خوښوی=دبل چابه خوښیږی تورزلفی امیلونه=فطرت زماشملی اوشخ بریتونه خوښوی==

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *