کفیل نیازی

که خپل اسکلیټ ته ځیر شو په خدای راکړو سترګو به ووینو هغه کالي یا لباس چې موږ د عزت او حیا لپاره پرې له پاسه اغوندو د بل وطن جوړ شوی تولید دی. په لاس باندې ساعت، لونګۍ، بوټونه، مبایل او نور هر څه د بل وطن تولید دی. که په کور کې خواوشاه فکر وکړو د خوړو لوښي د چای څښلو پیالی، دسترخوان، اوړه، مالګه، فرشونه کوم کور چې پرې جوړ شوی هغه سیمنټ او داسې نور هر څه د بل وطن تولیدات دي.

یوازې زموږ اسکلیټ چې روح پکې چلیږۍ او زموږ زوند پر مخ پکې بیول کیږي فکر یې زموږ دی خو بیا هم کله لږ سوچ وکړو دا روح د یوې ټاکلې او نامالومې مودې لپاره موږ ته راکړل شوی ځکه چې زموږ په واک کې نه دی هغه خالق تعالی راکړی او بیرته یی راڅخه اخلي یعنې دا اسکلیټ هم په پوره ډول زموږ هستي نه شي کیدلی.

تر ټولو مهمه یې دا ده همدا اسکلیټ چې موږ ته راکړل شوی روح پکې چلیږي او دا روح موږ ته په کنټرول کې راکړل شوی په دماغو کې فکر بیا د بل د وطن دی. اسکلیټ د یو هیواد دی فکر یې بیا د بل هیواد د ګټو ده دا نو بیا تر ټولو بیخي بد فکر دی او بیخي د بل وطن تولید دی باید چې تر ټولو سخته سزا همدې اسکلیټ ته ورکړل شي. داخلک یعني بیا په ټوله مانا سره بهرني تولید دی باید چې نوموړی تولید هغه هیواد ته ولیږل شي د کوم هیواد د ګټو لپاره چې کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *