تاند – د طالبانو یوه مرکچي اېن بي سي نیوز خبري اژانس ته ویلي، چې طالبانو او امریکایانو سره خبرې کړي او په ګډه په یوه هوټل کې چای او کولچې وخوړل.

د طالبانو سرچینې وایي،‌ چې له امریکایانو سره خبرې یې په افغانستان، قطر او متحده عرب اماراتو کې شوي دي.

د طالبانو یوه مرکچي ویلي، چې په خبرو کې پنځو امریکایانو برخه لرله.‌

د قطر د خبرو یوه برخه وال طالب اېن بي سي نیوز ته ویلي، له امریکایانو سره زمونږ خبرې ډېرې په دوستانه فضا کې ترسره شوې.

طالب مرکچيانو غوښتنه کړې چې هویت یې پټ وساتل شي او د روسیې، چین او عربي هېوادونو استخبارات یې په هکله معلومات ترلاسه نه کړي.

د افغانستان د حکومت په شمول د افغان ټولنې بېلابېلو قشرونو په وار وار له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې له افغان حکومت سره دې د سولې خبرې وکړي، خو طالبانو دا غوښتنې رد کړي دي او کوشش یې کړی چې نېغ په نېغه له امریکایانو سره خبرې وکړي.‌

طالبانو څه موده وړاندې د هلمند د سولې د ولسي حرکت په شمول د سولې غوښتنې او د سولې لپاره د افغان فعالانو لاریونونه د امریکایانو پروژه بللې وې، خو اوس نه معلومیږي چې هغوی پخپله له امریکایانو سره په خبرو کې څه غواړي.

3 thoughts on “طالبان: مونږ او امریکایانو په ګډه چای او کولچې وخوړل”
  1. که دا خبر رښتيا وي او امريکايانو د طالبانو سره واقعاً دغسي خبري له ګران افغانستان څخه د هغو د تېری کوونکو پوځي ځواکونو د ايستلو لپاره کړي وي، نو دا خو ډېر ښه خبر دی. چای او کولچې خو ساده توکي دي او په هر سماوار او عادي دکانونو او کورونو کي ورکول کيږي . وای پر هغو چي د امريکايانو سره يې په ناروا محفلونو کي کلونه کلونه د هيواد د پلورلو په بدل کي شراب او کباب وهلي دي او اوس خپلي چړې په اوبو کي ويني او اريان دي چي چيري به تښتي.

  2. فقط دکولچو خړلوته ورغلی وی اودوستانه فضا کی مو خبری سره وکړلی له افغانانو نه امریکایان تاسو ته دوستان شول حقیقت ده چه داپروژه دامریکایانو وه او رازمو پټ ساتلی چه دعربی استخبارات ورباندی خبر نه شی په عربو کی ورسره کیک او کلچی خوری اوعرب پری خبر نه شی دا ټول هغه درواغ دی چه کم عقل به یی ومنی او عاقل به ورباندی خپل قیاس وکړی

  3. طالب او امریکایان یو دي او یو وو!
    طالب ته اسلام، اسلامي علما او اسلامي هېوادونه کومه معنا نلري
    دغه ډله او امریکایان که یو نه وای نو په اول کې یې له کراچۍ سمندر څخه ویشتل او اوس یې دلته له منځه نه شي وړلای، آیا دا به کوم سالم منطق ومني؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *