تاند – په پاکستان کې له را روانو انتخاباتو څخه دوه ورځې مخکې د جولای په ۲۳مه د دغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې چې پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه پروت دی سخت لاریونونه وشول.

د پاکستان د پوځ‌ یو لوی مرکز په راولپنډۍ ښار کې دی.

ویل کیږي، چې د پوځ پر ضد پارېدلو خلکو د «ترهګرۍ تر شا وردي لاس لري» شعارونه ورکول.

لاریونوالو تور لګاوه چې له انتخاباتو څخه مخکې قتلونو کې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې لاس لري.

په پام کې ده چې په پاکستان کې عمومي انتخابات د جولای په ۲۵مه ترسره شي.

د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ ګوند وایي چې د دغه هېواد پوځ په لوی لاس د هغوی د فعالیتونو مخه نیسي، خلک یې وژني، او غواړي چې د پخواني کرکټ لوبغاړي عمران خان د انصاف تحریک ګوند ټاکنې وګټي.‌

د انتخاباتي سیالیو په ترڅ کې د هارون بلور په څېر د ملي عوامي ګوند او یو شمېر نورو ملت پالو ګوندونو په استازو باندې هم مرګوني بریدونه وشول چې څوک په کې مړه او څوک ټپیان شول.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *