کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د داعش وسله والې ډلې ځپلو په پار د چاڼیزو عملیاتو وروسته د ولایت مقام په همکارۍ د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې په اډانه کې په (۵۶۰) بې ځایه شویو کورنیو څلور قلمه خوراکي او غیرې خوراکي توکي د کونړ والي عبدالستار میرزکوال،امنیه قومندان حق نواز حقیار،ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي ،نورګل ولسوال محمدولي خدام او یو شمېر نورو مشرانو په لاسونو وویشل شول .

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د مرستو د ویش پر مهال وویل چې د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د داعش وسله والې ډلې ځپلو په موخه د اېتلاف قواوو په هوایي ملاتړ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري چاڼيز عملیات ترسره شول،چې په نتېجه کې یې د ښمن ته دارنه تلفات واوښتل او یاده سیمه یې د شتون څخه پاکه شوه،ښاغلي میرزکوال وویل چې د چاڼیزو عملیاتو دغې لړۍ ته به ادامه ورکړي او په لرې پرتې سیمو کې به د داعش وسله والې ډلی جنګیالي او پټنځایونه په نښه کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *