د لوګر ولایت د مرکز پل علم او محمد آغې ولسوالۍ د نجونو او هلکانو ۱۰۳ بابه تړلي ښوونځي، چې موده وړاندې د ناامنیو او یو شمېر نورو ستونزو له امله تړلي وو، بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شول.
دغه ښوونځي، چې د څلور نیم میاشتنیو آزموینو له پیل سره سم تړل شوي وو، د لوګر د پوهنې ریاست، ولایت مقام، ولایتي شورا، دیني عالمانو، قومي مشرانو او نورو ذیدخلو اشخاصو په ملاتړ او هلو ځلو بېرته فعال او پرانېستل شول.
په پرانېستل شویو ښوونځيو کې به نن چهارشنبه (زمری ۳) څلور نیم میاشتنۍ آزموینې پیل شي، چې د نورو ښوونځيو د اوړي رخصتیو تر پایه به دوام ومومي.
د پوهنې وزارت د یادو ښوونځيو په بیا پرانېستلو کې د ولایتي مسوولینو او د لوګر د علم دوسته خلکو د هلو ځلو ستاینه کوي او څرګندوي، چې ښوونځي د علم او خدای پېژندنې یوازیني مرکزونه دي او د هغوی ساتنه او حفاظت د ټولو هېوادوالو دیني او ملي وجیبه ده.
د یادولو وړ ده، چې د یادو ۱۰۳ ښوونځيو له ډلې ۶۳ د محمد آغې ولسوالۍ او پاتې نور د مرکز پل علم اړوند وو، چې شاوخوا ۴۹ زره نجونې او هلکان پکې پر زده کړو بوخت دي.
 
درنښت
د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *