نن چهارشنبه د جولی پنځه ویشتمه په پاکستان کې د ولسي جرګې او د څلورو ولایتي شوراګانو ټاکنې تر سره کیږي. یادو ټاکنو کې درې مخکښ ګوندونه سیالي کوي چې له دې جملې څخه د نواز شریف مسلم لیګ ګوند، د بیلاول بوټو پیپلز ګوند او د عمران خان تحریک انصاف ګوندونه دي.
دا چې د پاکستان د جوړښت په ټول تاریخ کې تل پوځ په د هیواد واکمني کړې ده او نه غواړي چې ددې مصنوعي جغرافیې خلک له ولسواکي څخه برخمن شي چې په حقیقت کې دا خپله د پاکستان د مصنوعي جغرافیې تعریف کوي.
نن سبا په نړۍکې ولسواکي هغه څه ده چې ملتونه یې غوښتنه کوي خو پاکستان چې خپل مخ په آینه کې ګوري ولسواکي ورته د منلو وړ نه شي کیدلی او نه غواړي چې د دولت واګي دې له پوځ پرته بل څوک اداره کړي.
ننۍ ټاکنې یو د پاکستان له مهمو ټاکنو څخه دي .ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې له یوې خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتون قوم دحقوقو لپاره مبارزه کوي او د پاکستان د جابر پوځ خلاف یې خپل غږ اوچت کړی له بلې خوا د پوځ له لوري د مسلیم لیګ مشر نواز شریف په لس کلن بند محکوم شوی چې نن سبا د راولپنډۍ په اډیاله جیل کې شپې ورځې سبا کوي. پاکستان کې یو ځل بیا ولس او پوځ لاس او ګریوان شوي دي.
له واکه د نواز شریف لرې کیدل او بیا په بند محکومول د پوځ له یو مهمو کارونو څخه وه چې نواز شریف یې له صحنې څخه لیرې کړ ددې امکان وه چې مسلیم یو ځل بیا بریالی شوی وای. نواز شریف چې په تیرو ټاکنو کې بریالی شوی وه وروستي کلونو کې یې هڅه وکړه چې دولت د پوځ له لاسونو وباسي او ولسواکي ته بری ورکړي په د زه هم نه پوهیږم چې په کوم نیت یې دا کار کولو. زه دا خبره د حامد کرزي د وروستۍ ورینا په اساس چې ارګ کې یې وکړه او ویې ویل میاصیب یواځینی پاکستانی سیاستوال وه چې زما سره یې دسولې په هلوځلو کې مرسته کوله خو ددې هیواد پوځ هیڅکله نه غوښتل چې افغانستان د سولې څښتن شي.
کله چې نواز شریف له واک څخه لیرې کړل شو هغه په ډیرو مرکو کې د پاکستان پوځ یو دیکتاتور پوځ یاد کړ. د روان میلادي کال د اپریل په درویشتمه نیټه د حساب ورکونې محکمه کې د رسنیو په وړاندې دا خبره په کلکو ټکو وکړه چې پاکستان کې چې اوس څه روان دي له قضایي مارشلا کم نه دي.
همدا ډول یې د روان میلادي کال د می میاشت کې د ډان ورځ پاڼې سره په یوه مرکه کې وویل چې د ۲۰۰۸ میلادي کال ممبۍ حملو کې پاکستان مستقیما لاس درلودلو چي اونۍ وروسته د می میاشتي په دیارلسمه نیټه د پاکستان د امنیت شورا له سخت غبرګون سره مخ شو. همدا ډول هغه په خپله مرکه کې په د اعتراف کړی وه چې پاکستان باید د هندوستان ضد وسله والو ډلو په وړاندې عمل وکړي کومې ډلې چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو لخوا د هند په ضد جوړيږي او د هند په خاوره کې فعالیت کوي. د هند دولت تل دا ادعا کوی او په رسمي توګه یې پاکستان ته د دا ډول ډلو په اړه شکایت کړی دی او پاکستان ترې تل انکار کړی.
بل خوا پرون د جولای میاشتې په ۲۴ نیټه له ټاکنو یوه ورځ وړاندې د مسلم لیګ ګوند د پاکستان پوځ په د تورن کړ چې د دوی د ګوند په وړاندې ودریدلی او د پوځ لخوا یې د ګوند ۱۷۰۰۰ فعال نفر نیول شوي دي چې دا ددې ښکارندویې کوي چې پوځ په ټاکنو کې پراخه درغلي ته ملا تړلې ده.
د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جولای د میاشتې پر یویشتمه نیټه د “د پاکستان پر ټاکنو د دغه هېواد د پوځ اغېز” تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه. ورځپاڼه په د اړه خپله مقاله کې لیکي چې؛ پوځ په پراخ ډول په ټاکنو کې لاس وهنه کوي چې هدف یې د تحریک انصاف ګوند په ګټه د ټاکنو ترسره کول دي چې د پوځ د خوښې سیاستوال عمران خان ترلاسه کړي څوک چې په افغانستان کې د امریکا په ضد د طالبانو د جګړې ملاتړی دی.
د پاکستان ټاکنې زموږ د ټاکنو په څیر نه دي هغوی د شپې ناوختي کې د ټاکنو د نتایجو اعلان کوي او بریالی ګوند اعلانوي. نن د جولای پنځه ویشتمه د پاکستان حکومت کې د بدلون ورځ ګڼلی شو چې پوځ او که ولس بریالی کیږي.
ما ته د عزت الله ځواب هغه شعر رایاد شي چې یوه ورځ یې نارنج ګل دودیزه مشاعره کې وویلې
ما ترینه هیڅ ګټه لیدلې نه ده
که بې نظیره که پرویز راغلی
دا چې اوس مهال پاکستان د نړیوالو فشارونو تر څنګ له ګنو کورنیو او نړیوالو ستونزو سره مخ دی پوځ یو ځل بیا مداخله کړې چې واک د پوځ د خوښې یو سیاستوال په غیږه کې واچوي او ځان له کشمکشونو راوباسي.