حمیدالله فیضي
حمیدالله فیضي بابکرخیل |

د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه باید افغانستان د اقتصادي ودې او د بیکارۍ د له منځه وړلو لپاره په داسې چارو لاس پورې کړي چې واقعا وکولای شي د دې دوو سترو ستونزو د له منځه وړلو لپاره مثبت اغیز ولري.

که څه هم د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د بهرنیو مرستې هم له افغانستان سره کمې شوې او هغو کسانو چې له بهرنیانو سره نیغ په نیغه او یا هم په یو ډول نه یو ډول کار کاوه هغوې هم خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس د بیکارانو له ټولګې سره یوځای شوي چې په اقتصادي ودې منفي اغیز کړی دی. د نړیوال بانک د راپورو پربنسټ چې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې خپور شوی دی، ښکاره وي، هغه کسان چې د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي ورځنی عاید یې ۱اعشاریه ۲۵ ډالرو ته رسیږي او د دې ترڅنګ نږدې دوه میلیونه کسان بې کاره دي.

بیوزلي یوه ټولنیزه ستونزه ده چې په نړۍ کې میلیونونه کسان ورسره لاس او ګریوان دي.  افریقایې او سویلي آسیا د هغو هېوادونو له ټولګې څخه دي چې بیوزلي کسان په کې ډیر دي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې بیوزلي سره لاس او ګریوان دی او یو له هغو هېوادونو څخه ده چې ورځنی عاید یې کم دی او په همدې بنسټ د فقر کچه په کې لوړه ده.

که څه هم په افغانستان کې د بیوزلۍ په اړه کره شمیرې موجودې نه دي، خو په کل کې د شوروي له یرغل سره یوځای او په افغانستان کې د کورنیو جګړو پیل، په هېواد کې د بیوزلۍ او فقر کچه لوړه کړې ده چې هغه مهال ډیرۍ افغانان کډوالۍ ته مخه کړه او خپل کار او شتمنۍ یې له لاسه ورکړې ده چې دا جګړه لاهم روانه او په بشپړه توګه له جګړې خلاصیدل  د بیوزلۍ او فقر د لمنې ټولول دي.

په ۲۰۰۱ زیږدیزکال کې افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو په راتلو سره میلیاردونه ډالر افغانستان ته د مرستې په توګه راغلل او په ځینو سکتورونو کې پرمختګ هم رامنځته شو، خو د نړیوال بانک د شمېرو پربنسټ بیوزلي په افغانستان کې د نړۍ په پرتله ثابته پاتې ده او د بیوزلۍ په برخه کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی .

د اسیا پراختیايي بانک د راپور پربنسټ، تر راتلونکو دوو کلونو به د افغانستان اقتصادي وده پر خپل حال پاتې شي. دغه بانک په خپل تازه رپوټ کې ویلي، امنیتي، اقتصادي او سیاسي لاملونو ته په کتو به په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د افغانستان په اقتصادي وده کې ډېروالی را نه شي او پر خپل حال به پاتې وي.

د آسیايي بانک په راپور کې راغلي، له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۷ کاله پورې د افغانستان اقتصادي وده له۲.۴ څخه  ۲.۵ ته لوړه شوې چې دا پخپل ذات کې کمه اقتصادي وده ده.

خو د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې د آسیایي پراختیا بانک د موندنو پر خلاف په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان کې اقتصادي وده ۲.۸سلنه وه او وړاندوینه کېږي چې په روان کال کې دا شمېره ۳.۵ سلنې ته لوړه شي. ددغه وزارت چارواکو ویلي؛ ځینې اقتصادي پروګرامونه او په مالي او سوداګریز سکتور کې اصلاحات به د دې لامل شي چې اقتصادي وده لا ښه شي او اقتصادي وده هم د تېر کال په پرتله لوړه شي.

په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې په ټولیز ډول ۳۶،۳ سلنه افغانانو د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند تېراوه. د نړیوال بانک او افغان دولت د يوه ګډ راپور له مخې، چې څو مياشتې وړاندې خپور شو، په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې دغه وضعیت د خرابېدو په لور روان و او په دغو کلونو کې د بې‌وزلۍکچه ۳۹.۱ سلنې ته لوړه شوې وه. په دغه ګډ راپور کې بې‌کاري، د جګړو تودېدل او د نړیوالو مرستو کمېدل د بې‌وزلۍ د کچې لوړېدو مهم لاملونه بلل شوي وو.

د فقر کرښه یو ملي نورم بلل کیږي، چې د ژوند د اړتیاوو لپاره د لومړنیو لګښټونو څه رنګوالی پکښې ارزول کېږي، په دې توګه دا لګښټ کیدای شي، چې د خوراکي توکو یوه بسته وي، چې د هر شخص لپاره په څلورویشتو ساعتونو کې ۲۱۰۰ کیلو کالوري انرژۍ تامین کړئ شي. همدارنګه دغه لګښټ د غیر خوراکي توکو د اړتیاوو برابرونکې، لکه د کور لګښټونه، کالي، تحصیل او ترانسپورټ هم تر پوښښ لاندې راولي. د ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷ کلونو په ترڅ کې، د هر شخص لپاره د افغانستان د فقر د کرښې معیار په میاشت کې ۲۰۶۴ افغانۍ وې، چې د اسعارو د تبادلې د ارزښت له مخې په هره ورځ کې د ۱ امریکايي ډالر معادل بلل شوي. د ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲ کلونو او د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو په ترڅ کې د افغانستان د فقر د کرښې کچه له ۳۸.۳سلنې څخه ۵۴.۵ سلنې ته زیاتوالی موندلی دی. دغه راپور ته په کتو د افغانستان له نیمایې نفوس څخه ډیر خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي چې دا په خپله داسې یو کړکیچ دی چې ورځ تر بلې نا امنۍ او جنایتونو ته لاره پرانیزي.

که څه هم بې کاري او بې وزلي افغانستان کې له نا امنیو سره تړاو لري او د نا امنیو د مخنیوي لپاره باید د دغو ستونزو د حل هڅه وشي، خو افغان حکومت د بیکارۍ د له منځه وړلو لپاره له نړیوالو سره د ځینو پروژو په لاره اچولو ترڅنګ ځینې رغنیزې پروژې پیل کړي چې د کار موندنې په موخه یې زمینې برابرې کړې دي.

د نا امنۍ خپریدا، جګړې دوام، د نړیوالو د مرستو کمېدل، د دولتي حاکمیت کمزورتیا او په بنسټیزو پروژو د پانګوونې نشتوالي، هغه مهم لاملونه دي چې افغانستان یې د اوزګارتیا له کړکیچ سره مخامخ کړی دی. که افغان حکومت غواړي چې اقتصادي وده رامنځت شي، لومړی باید امنیت پراخوالی پيدا کړي، د جګړې لمنه ټوله شي، صنعت پراختیا ورکړل شي او د پانګوونې په موخه باید سوداګر وهڅول شي چې په بنسټیزو او تولیدي پرژو باندې پانګوونې ته زور ورکړي.

داپه داسې حال کې ده چې د ا فغانستان د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې د بیوزلۍ حالت (چې نیغ په نیغه له اوزګارتیا سره اړیکه لري) د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ زیږدیز کلونو راهېسې د ښه کیدو په حال کې او ورځ تر بلې دغه لړۍ راټولېږي، خو د نړیوال بانک د راپور له مخې چې په افغانستان کې د اوزګارتیا له ټولګې سره هر کال ۴۰۰ سوه زره کسان د کاري غوښتوونکو له ټولګې سره یوځای کېږي او له بل پلوه هم د ۱۷ کلونو په تېریدو سره د جګړې لمنه نه ده ټوله شوې او لاهم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر افغانانو تپل شوې پردي پاله جګړه دوام لري. حمیدالله فیضي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *