لیکنه: سیداصغر هاشمي |
د نویو پرمختګونو سره د پوهنو لارو چارو زاړه اصول مات کړه او په څېړنیزو کارونو کې نویوالی منځ ته راغی.که د پښتو ژبې څېړنیزو کارونو تاریخي پسمنظر مطالعه شي، نو د نویو څېړنو سره کاملاً توپیر لري. پخوانیو څېړنو دودیز خوا درلوده او په اکثر لیکنو کې بېلابېلې ستونزې لیدل کېږي، خو پخواني کارونه د پخوانیو شرایطو او د علمي پرمختګونو د وروسته پاتي والي په نظر کې نیولو سره خپل ارزښت درلود.
د اوسنیو څېړنو په نظر کې نیولو سره ډېرې فرضيي او قضيي باید د څو بعدونو تر بحث لاندې ونیول شي، چې د داسې موضوعګانو ثابتول د ترکیبي څېړنیز ډول او کمپوزیت مېتود دنده ده.

همدارنګه په پنځونو کې د ګډو ټولنیزو پوهنو مطالعه دا زمینه سازي کوي، چې یوه موضوع دې په نوې بڼه اثبات ته ورسېږي، هغه څوک چې غواړي نوې موضوع په نوي انداز وړاندې کړي، نو د تخصص اړوند په نورو پوهنو پوهیدل ورته اړین دي، د بېلګې په ډول که پښتو ژبه کې څوک پنځونه کوي، نو د ده لپاره د انسان پوهنې مطالعه ځکه مهمه ده، چې لیکوال انسان دی او دی له انسانانو متاثره شوی دی چې لیکل یې کړي دي. همدارنګه د ارواپوهنې مطالعه هم ورته مهمه ده، ځکه چې سایکالوژي هم په ځانګړي ډول له انسان بحث کوي او ټولنیز مسایل لکه سیاست، تاریخ، فرهنګ او د داسې نورو پوهنو مطالعه هم پنځونکي ته اړینه ده چې د پښتو ژبې نوښتګر څېړونکی او د داستاني ادبیاتو هغه لیکوال چې نوي مفاهیم په خپلو داستانو کې راوړي، محمد اکبر کرګر دی. د ده داستانونه د فلسفې، ټولنپوهنې، انسان پوهنې، سیاست او په ځانګړي ډول په کوم اثر چې زه خبرې کول غواړم، د ارواپوهنې سره اړیکه لري.
د هغه لیکوال په پنځونو کې د نورو پوهنو څرکونه لیدل کېدای شي، چې د تخصصي علم پرته د نورو پوهنو مطالعه ولري، د مثال په ډول د استاد کرګر ادبي لیکنې د فلسفې او ارواپوهنې سره ځکه ډېرې اړیکې لري، چې دی د دې دوو پوهنو زیاته مطالعه لري او هغه لوستوال په دغو مسایلو پوهیدای شي چې د تخصصي پوهې سربیره هماغه پوهنو مطالعه ولري چې په لیکنې کې په ارادي او یا غیر ارادي ډول ورته نغوته (اشاره) شوې وي او یا د تخصصـي پوهې سربیره د هغو پوهنو مطالعه ولري چې پنځوونکي په لیکنې کې راوړي وي.
پنځوونکی انسان دی، د ده پنځونې د داخلي تاثراتو سره اړیکې لري او د ده داخلي اغېزې د ټولنې سره مستقیماً رابطه لري او په ټولنې کې انساني ایماژونه د دې لامل کېږي چې پنځوونکی ولیکي او همدارنګه سیاست، اقتصاد او ټول ټولنیز مسایل او روانپوهنه د انسان په تحت الشعور او ناشعور کې پاتې کېږي، نو د پنځوونکي لپاره د تخصص پرته په نورو پوهنو پوهیدل ډېر اړین دي.
استاد کرګر یو له هغو ګوتشمېرو لیکوالو څخه دی چې د ده څېړنې او پنځونې د نورو پوهنو سره اړیکه لري، چې د بېلګې په ډول د ده (د ستورو شمېر) اثر د ارواپوهنې سره رابطه لري او زه د هغو برخو یادونه کوم:
ارواپوهان د انساني شخصیت جوړونې په برخه کې په یو اتفاق نه دي، ځینې وايي چې د انسان په ټولو کړو وړو وراثت تاثیرات لري، ځینې وايي محیطي اغېزې مهمې دي او په یوه بله ډله بیا وايي چې د انسان په ټولو مثبتو او منفي کړنو وراثت او محیط تاثیرات لري چې زما په پوهه دا وروستی نظر سم دی.
د انسان سربېره د نباتاتو لپاره هم محیط ډېر اړین دی چې په محیط کې ځمکه، د خاورې کیفیت، سوری او لمر، د ځمکې وچ والی او نمجنتوب او داسې نورې خبرې راځي او همدارنګه د ده د تخم کیفیت او اصلیت معلومول هم مهم دی چې ځمکه یې محیط او تخم یې کورنۍ شوه چې دا د وراثت په نوم یادیږي.
د استاد په داستاني اثر کې راغلي دي: (پلار: هو کنه. د هر نيالگي لپاره ځانگړې ځمکه په کار راځي. ځينې نيالگي په گټو کې نه شنه کيږي. ځينې ډېرې اوبه غواړي، ځينې په بارانونو کې شنه کيږي، خو هغه چې زموږ د ځاى د خاورو سره نا اشنا تخمونه وي، زموږ په ځمکه نه شنه کيږي.
د ماشومتوب يادونو يو وار د هغه په ذهن يرغل وروړى و. بيا يې هم له وچې ونې سترگې وانه ړولې، مخامخ وچه ونه او بيا په هینداره کې د هغه قامت او ونه، خو کړوپه ونه، په دواړو منظرو کې د هغه فکر يو ټکي ته ورنږدې کيده. له ځانه سره وايي:
ارومرو چې دا ونه په مناسبه خاوره کې نه ده کينول شوې. دا خاوره د دې ونې لپاره جوړه نه ده، نو ځکه وچه شوې ده. پلې يې هم نه دي کړي. په هر ناشنا خاوره کې نيالگى بې پلو کيږي او بيا يې ځانته وکتل، انسان هم په خپل چاپيريال کې زرغونيږي، زه او همدا وچه ونه بې ښاخو او بې پاڼو ونه، وچه او بې پلو اوريښو ونه، او زه!)) د ستورو شمیر.
په پورته لیکنه کې د انساني محیط یادونه شوې ده چې په ارواپوهې کې یو لوی بحث دی او د تربیتي ارواپوهې د درې اړخیز د لوی بحث یو مهم اړخ یې محیط دی. استاد د خپلې خبرې د ثبوت لپاره د اقتباس په ډول د نباتاتو یوه بېلګه راوړي او بیا خپل هدف ته ځي.
***
د ارواپوهنې بل لوی بحث د تحت الشعور دی. هر انسان د نطفه ټاکلو نه پیل بیا پیدايښت او بیا تر مرګه پورې د ده د ژوند خوشحالګانې او خفګانونه د ده په داخلي دنیا کې پراته وي او رسوب یې کړی وی، کله چې یوه صحنه پنځونکی د داخلي او خارجي حسونو پواسطه حس کړي، په ده باندې مثبت او منفي تاثیرات کوي، د بېلګې په ډول په لاره روان یو او یو ماشوم ګورو چې بورۍ یې په شا ده او د کور لپاره خس او ښځلې ټولوي، د دې صحنې په لیدلو د لیدونکي احساسات پاریږي او د خفګان احساس کوي، امکان لري، چې دا هغه صحنه وي، چې د لیدونکي د ماضي سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول اړیکه ولري، نو ځکه په دې اغېز کړي. ارواپوهان وايي: په تحت الشعور کې د انسان د ژوند ډېر مسایل رسوب شوي وي، لکه په ستل کې چې خاوره واچول شي او اوبو نه ډک شي، نو خاوره یې په بیخ کې کینې، چې کله پکې لاس ووهل شي، نو اوبه د رسوب شویو خاورو سره یو ځای کېږي او خاوره یې سر ته راځي، چې انسان هم د خوشحالۍ او خفګان په حال کې یې تېر ژوند مخې ته راځي.
استاد کرګر ستورو شمېر اثر کې همدې موضوع ته په غیر مستقیم ډول اشاره کړې ده، وايي: ((زه د څلورو كلونو وم، چې دې هيواد ته راغلم. زما يوازې د كابل ډزې او د توپونو غړمبار ياديږي.اوس هم كله نا كله د شپې په خوب كې د ډزو اواز اورم. د هيواد او د كابل اسمان مې هم په ياد كې نه دی. بادونه او بارانونه مې هم په ياد كې پاتې نه دي. واورې چې خلك يې كيسه كوي او تاسو يې كله نا كله وايي هم مې په ذهن كې نه گرځي . يوازې د توپونو غړمبار اورم، يوازې د هغه وخت د كور په خوا كې د گاونډي د كوچنۍ لور ژړا مې په ذهن كې ځای نيولی دی، كله چې اوس هم لاره كوم ماشوم په ژړا ووينم هغه نجلۍ مې نيغه سترگو ته ودريږي.)) د ستورو شمیر.
کله کله چې یو کس د ماضي او تېر مهال په اړه ډېر فکر وکړي، نو په خوب کې یې راځي، چې دا هماغه د انسان د تېرمهال سره اړیکه ده او همدارنګه د ماشوم د ژړا په لیدلو بیا هم د تېر مهال یادیدل د تحت الشعور مساله ده، چې استاد کرګر یې یادونه کړې ده.
***
د ارواپوهنې بله مهمه موضوع د انساني او فردي توپيرونو ده. نړۍ د ټولو انسانانو داخلي جوړښت (مينه، محبت، احساسات، جذبات، تخیلات، شخصيت، سړيتوب، اخلاق او نور) او خارجي جوړښت (قد، قواره، د پوستکي رنګ، سترګې، پوزه، غوږونه او داسې نور) يو له بله سره توپير لري. په نړۍ کې هيڅ يو داسې انسان به نه وي، چې له بل انسان سره په داخلي او خارجي جوړښت کې سره يو شان وي.
(ډاکتر يوسف کريمي، روانشناسي اجتماعي) کې د فردي تفاوتونو په باب داسې وايي: ژباړه: (د ځمکې پرمخ د نړۍ ټول مخلوقات، ژوندي، غير ژوندي که هغه حيوانات وي او که نباتات وي، الله تعالی په يو ټاکلي اندازه او ښکلا سره پيدا کړي دي، د وراثت او محيط تاثيرات دي، چې د انسانانو داخلي او خارجي جوړښت يو له بله سره توپير لري، د بېلګې په ډول د قد لوړوالی، وزن او ذکاوت د توپيرونو له جملې څخه ګڼل کېږي.)
استاد کرګر هم په انساني توپيرونو کې فکري توپيرونو ته اشاره کوي او د ستورو شمیر اثر کې وايي:
(هر يو په خپل انداز فکرکوي. ټول يو شان نه انگيري. بلکې هر يو جلا جلا فکر او اندي) د ستورو شمیر
همدارنګه د استاد کرګر ډېرې څېړنې او پنځونې په ټولیز ډول د نورو پوهنو سره او په ځانګړي ډول له فلسفې، ارواپوهنې، ټولنپوهنې، سیاست پوهنې او انسانپوهنې سره اړیکه لري، چې ما یې د یو داستاني اثر د ستورو شمېر اړیکه له ارواپوهنې سره تر بحث لاندې نیولې ده.