تاند- د پاکستان د پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښيي چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند تر نورو ګوندونو زیاتې چوکۍ ګټلې دي.

یو شمېر ګوندونو په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو شکایت کړی دی.

د مسلم لیګ نون ګوند ویلي چې د انتخاباتو نتیجې نه مني ځکه چې پراخې درغلۍ پکې شوي دي.

د پخواني صدراعظم نوازشریف ورور شهباز شریف، چې اوس د مسلم لیګ نون مشري په غاړه لري، په یوه خبري غونډه کې نن /پنجشنبه/ وویل چې په انتخاباتو کې درغلي شوې او دوی یې نتیجې نه مني.

پیپلز ګوند هم ویلي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده. د دغه ګوند په وینا د دوی څارونکي نه دي پرېښودل شوي چې د رای شمېرلو څارنه وکړي خو د انتخاباتو کمیسیون په ټاکنو کې د درغلۍ تورونه ردوي او له ادعا کووونکو ګووندونو د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره د سند غوښتنه کوي.

تراوسه د اعلان شویو پایلو له مخې د عمران خان تحریک انصاف ګوند ۱۱۴ چوکۍ ګټلي او ورپسې د مسلم لیګ نوم ګوند دی چې ۶۴ چوکۍ یې خپلې کړي اوپیپلز ګوند په درېم کتار کې ۴۲ چوکۍ ګټلي دي.

د پنجاب په صوبايي اسمبلۍ کې د نواز مسلک لیګ وړاندې دی خو په خیبر پښتونخوا کې د عمران خان تحریک انصاف مخکښ دی او وريسې متحده مجلس عمل زیاتې چوکۍ ګټلې دي،

په سند ایالت کې پیپلز ګوند زیاتې جوکۍ خپلې کړي ورپسې تحریک انصاف دی.

په بلوچستان کې بلوچستان عوامي ګوند ډېرې چوکۍ ګټلي وريسې بلوچستان نشنل ګوند وړاندې دی.

د پاکستان په انتخاباتو کې، چې د ملي جرګې «نشنل اسمبلي» او ایالتي جرګو د چوکیو لپاره وشول، تر ۳۰ تنو زیات د رای ورکولو یوه مرکز ته نژدې په انتحاري برید کې ووژل شول.

One thought on “د پاکستان د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې د عمران خان ګوند وړاندې ښيي”
  1. all of them are snakes of one hole/
    only mahmood khan achekzai is good leader for afghanstan/
    emran khan is member of isi same like hamidghul maloon.
    army want to bring emran khan prime minister.
    any way power is with army.

    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *