يو پنځلس کلن تنکی ځوان د غزني له يوه خړ-پړ کلي د هندوستان د اسام ايالت ته ځي. دی مجبوره دی چې په اسام کې د خپل مړه  پلار د سود ټول کاروبار مخکې يوسي.

په کلي کې را لوی تنکي ځوان له ګڼو فرهنګي تضادونو سره مخامخ کېږي. هر څه ورته نوي وي، د نجونو آزادي، د مختلفو اديانو موجوديت، نوی خلک، رواجونه…او نور.

پټان ناول د همدې ځوان کيسه ده.

دا کتاب يوسلو پنځه پنځوس مخه لري. پټان ناول نصيراحمد احمدي ليکلی او مومند خپرندويې ټولنې چاپ کړی.

د ناول يوه لنډه برخه:

” … بله ورځ انو شرما را نه غله. دوې نورې ورځې مې هم و نه ليده، طاقت نه راته. ورغلم، د کور تر مخ يې ودرېدم، فکر مې کاوه چې ټول خلک راته ګوري، خو داسې نه و، چا واښه راوړل، چا غواوې په بمبو اوبولې، ځينې مې تر مخ تېرېدل. هيچا کار نه راباندې درلود، يوازې له سلامونو ستړی شوم، مسلمانانو به سلام را اچاوه، هندوانو به د غبرګو  لاسونو رغوي سره ونښلول، ټټر ته به يې ور پورته کړل، ټولو به همدا يوه خبره کوله. خانجي نمستې. مانا خان صاحب ستړی مه شې. يوه نيم به لا د چايو ست را ته کاوه.

ماتله کېدا وغمېده، د مندر خلاصې دروازې ته ودرېدم، کيڼه سترګه مې پټه کړه، د لوی بت ټنډه مې د خيالي توپک په زخه کې راوسته، چيوووو، ټک. د بت له تندي ماتې تېرې ډبرې راولوېدې.

سخته وه، په واړه ثواب نه قانع کېدم، بت ته مې راکټ ونيو، شنه لوخړه شو.

ځان مې په جنت کې ليد.

سات ووت، خو انو شرما مې و نه ليده.

چيغې راغلې، غړۍ مې اوږده کړه، د مندر په منځ کې د دوو بېزوګانو د جواري په ډنډر جنګ و. ..”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *