تاند- د مسلم لیګ ن ګوند وايي، سره له دې چې په انتخاباتو کې درغلي شوې، پارلمان به بایکاټ نه کړي او د اپوزیسیون رول به ولوبوي.
د مسلم لیک نواز ګوند د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف وروسته ډېرې چوکۍ ګټلي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته یو شمېر پاکستاني او لوېدیځو شناندو ویلي چې د پاکستان په وروستیو انتخاباتو کې پوځ ګوتې وهلي دي.
د ډېرو په باور پوځ د عمران خان په واک ته رسولو کې اساسي رول لوبولی دی.
تراوسه پورې د پاکستان د انتخاباتو پایلې ښيي چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند د ملي جرګې (نشنل اسمبلي) ۱۱۰ چوکۍ ګټلي دي.
دا انتخابات په داسې حال کې وشول چې پخوانی صدراعظم نوازشریف په محبس کې و او هڅه وشوه چې د ګوند غړي یې په بېلابېلو طریقو تطمیع او له تحریک انصاف سره یوځای شي.
که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي پارلمان ته بریالي شوي خو د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د قومی وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو او یو شمېر نور مهم سیاستوال نه دي توانېدلي چې پارلمان ته بریالي شي.
تراوسه یوازې د ۱۹ انتخاباتي حوزو یا پارلماني چوکیو نتیجې معلومې نه دي خو که د هغو نتیجه هر څه وي، د عمران خان بری قطعي دی.
په پنجاب کې د مسلم لیګ نواز ګوند تر تحریک انصاف یوازې ۱۰ چوکۍ زیاتې ګټلي دي.
په سند کې پیپلز ګوند بشپو اکثریت ترلاسه کړی. په خیبرز پښتونخوا کې تحریک انصاف بشپړ اکثریت لري. په بلوچستان کې عوامي ګوند تر نورو زیاتې چوکۍ ګټلي دي.
بلوچستان کی عوامی گوند دبلوچانو یونوی گوند دی چه زیاتی چوکی یی ترلاسه کری نه پختونخواه عوامی گوند
مننه
اصلاح شو