ولسمشر د امنیتي ادارو مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د لوی اختر پورې له طالبانو سره د جګړې تر څنګ اوربند ته هم چمتووالی ونیسي او حکومت په پام کې لري چې د لوی اختر په مناسبت بیا له طالبانو سره اوربند وکړي او د اختر شپې ورځې ولسونه په کرارۍ سره تېرې کړي.
افغان حکومت چې په کوچني اختر کې له طالبانو سره اوربند کړی و، په کور دننه او نړیواله کچه له هرکلي سره مخ و او په دې ورځو کې دواړه لوري اوربند ته ژمن پاتې شول چې خلکو اختر په ارام سره ونمانځه.
ولې بیا اوربند ؟
کوچني اختر کې د طالبانو درې ورځني او د افغان حکومت شل ورځني اوربند لویه ګټه دا وکړه چې ټولې نړۍ او بهرنیو استخباراتو ته وښودل شوه چې که د افغانانو ترمنځ بهرني لاسونه نه وي، خپلو کې سره لکه د ورونو دي.
د اوربند په ورځو کې طالبان ښارونو ته لاړل او اختر یې له وسلو سره یو ځای د افغان ځواکونو په منخ کې نمانځه، طالبانو د خلکو مینه ولیدله چې څومره د سولې لپاره جل وهلي او که چرته طالبان سوله وکړي نو تر دې به یې ولسونه زیات ونازوي.
د اوربند په ورځو کې د طالبانو او افغان ځواکونو یو ځای اختر نمانځنو ډیر پیغامونه له ځان سره درلودل، ځینو طالبانو درک کړه چې افغان ځواکونه یې خپل قوت دی او ورسره جګړه د خپل لاس یا مټ پرې کول دي.
د کوچني اختر په اوربند کې ډیر طالبان له جګړې راوګرځیدل او ډیر هغه طالبان چې د سولې مخالفت یې کو، د سولې لپاره یې لیوالتیا زیاته شوه او په دې باوري شول چې تر جګړې ورته سوله سل چنده غوره او ښه لار ده چې تعقیب یې کړي.
دا هم باید یاد شي چې له کوچني اختر وروسته زیاتو سیمو کې جګړې کمې شوي او اوس د پخوا په څېر د طالبانو ډله ییز بریدونه نشته چې له اختر وړاندې به ځینو سیمو کې کیدل.
اوربند او په سوله یې اغیزې
اوربند د سولې دویم نوم دی، کله چې اوربند نه وي د سولې هیڅ ډول خبرې پایله نه ورکوي او یا یې په ډیره سختۍ سره نتیجي ته رسیږي، افغان حکومت ځکه هر ځل په اوربند لومړی کیږي چې پوهیږي، اوربند د سولې پیلامه ده او کولای شي د سولې پروسه کې ښه ثابت شي.
افغان ولسمشر ولیدل چې د اوربند پرمهال افغان ځواکونو څومره استقامت او حوصله درلودله چې د تېرې ورځې دښمن یې نن په خپله سیمه کې په غیږ کې نیولی و او عکسونه یې ورسره اخیستل.
دغه راز افغان ولسمشر ولیدل چې ولسونو طالبانو ته مینه ورکړه او دا د دې لپاره وه چې طالبان به دایمي اوربند وکړي او بین الافغاني د سولې خبرې به پيل کړي، اوس که طالبان اوربند وکړي او یا یې و نه کړي، په دې برخه کې د افغان حکومت غاړه ولس ته خلاصه ده او هیڅ ډول ملامتۍ لاندې نه راځي.
افغان حکومت په اوربند او سولې په خبرو ټینګار سره د سولې اراده په ډاګه کوي چې ټول په دې پوه شي چې سوله د حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کې هر ډول خپلواکي لري چې ازادې او خپلواکې پریکړې وکړي.
اوس نو طالبانو ته پکار ده چې د اوربند لپاره چمتووالی ونیسي او د دې ولس غږ واوري، چې کلونه یې په جګړو کې تېر کړل او لا هم هره ورځ د دې جګړې قرباني ورکوي، هغه جګړه چې قرباني یې افغان ولس دی او ګټې یې نور هېوادونه وړي.
طالبان باید ثابته کړي چې د کوم هدف لپاره یې جګړه پيل کړې، هغې هدف ته ځان د خبرو له لارې حل کولای شي، د افغان حکومت وروستی وړاندیز چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بحث دی د طالبانو ټولې پلمې له منځه وړي دي.
د دې تر څنګ له طالبانو څخه د اسلام ټکټ هم په دریو لویو غونډو کې واخیستل شو، په اندونیزیا، کابل او سعودي عربستان کې وروستیو کنفرانسونو کې د افغانستان جګړه نامشروع یاده شوه او په سوله باندې ټینګار وشو.
نو که د دې له پاسه بیا هم طالبان جګړې ته مخه کړي او د سولې پر ځای جګړه باندې ټینګار کوي، دا به هغه ادعاوې په رښتیا ثابتې کړي چې دا ډله یوه کرایي ډله ده چې د افغانانو د قتل او افغانستان د ورانولو لپاره جوړه شوې ده.