سپين سهار |
دملې وحدت حکومت په خپل بهرني سیاست کې پراخې هڅې شروع کړلې ترڅو وکولوې شي دنړۍ دټولو هېوادونو سره ښې اړیکې وپالې او ددي اړیکو څخه دخپل هېواد دثبات او اقتصادي ټیکاو لپاره ګټه پورته کړي چې همدي مسلي ته په کتو دسیمې او نړۍ دهېوادونو ترڅنګ افغانستان دعربي هېوادونو سره هم په دي برخه کې پراخې اړیکې او راشه درشه شروع کړه چې په دي لړ کې تیره اونۍ موږ په عرب اماراتو کې دافغانستان ، سعودي عربستان ، امریکا متحده ایالاتونو او عرب اماراتو د ملي امنیت شورا دلوړ پوړو چارواکو ترمنځ د دوهمي ناستي شاهدان وو چې یاده ناسته کې دعمل په پلان توافق وشو چې په دی برخه کې یوه اړینه موضوع دافغانستان سره د اقتصاد په برخه کې مرسته او همکارې ده داچې عرب هېوادونه څومره دافغانستان په اقصتاد کې مثبت رول لوبولي شي غواړم دلته پري لنډ بحث وکړم .
مارکیټ.
لومړی دا چې عربي هېوادونو ځمکې وچي دي او دحاصل ورکولو لپاره اماده نه دي ځکه له یوې لوري دهغوۍ اوبه د کرهڼي لپاره نه دي تورشي دي او له بله پلوه هلته ګرمي ددې لامل شوي ده چې هلته کرهڼیزو توکو تولید ستونزمن دی په ځانګړې ډول سره تازه میوه او ترکاري باب چې په دي برخه کې عربي هېوادونه دکال ملیاردونه ډالر واردات له نوري نړۍ څخه کوې او خپل داړتیا وړ شیان برابروي داچې دا هېوادونه د پراخ اقتصاد څخه برخمن دي او افغانستان نه یوازي دا چې تازه میوه او ترکاري ښه تولیدوي بلکې ددي ترڅنګ دښي وچې میوي تولید هم لري چې یادو هېوادونو ته زموږ د تولید په صادرولو سره کولي شو چې خپل تولید ته ښه مارکیټ ولرو ځکه له یو لوري موږ ته دا مارکیټ نږدي دی او له بل لوري هلته تقاضا ډیره ده چې په دي سره به زموږ د تولید کچه هم لوړه شي او د صادارتو هم .
د کارګرو جلب او جذب .
دوهمه مهمه موضوع هغه په یادو هېوادونو کې د کاریګرو لپاره مارکیټ دی دیادو هېوادونو وګړي شتمن او ترڅنګ یې نفوس ډیر کم دی خو دا هېوادونه د پانګونې او بیا رغوني برخه کې پراخ فرصتونه لري او له همدي امله یې اقتصاد ورځ تر بلې پياوړي کېږي خو په اوس وخت کې که څه هم دي هېوادونو کې یو شمیر کاریګر په کار بوخت دی خو بیا هم دمارکیټ ډیره برخه د هندوستان ، پاکستان ، بنلګه دیش ، فلیپن او نورو هېوادونو وګړو نیولی دی او افغان کارګر له یو شمیر ستونزو سره هم مخ دی داچې اوس موږ له دي هېوادونو سره ښې اړیکې لرو نو کولې شو چې له یو لوري هلته میشت خپلو کاریګرو حقوقو برخه کې لازمې اسانتیاوي راولو او له بله پلوه هلته دنورو کاریګرو په لیږلو کې دیادو هېوادنو سره داسي تړونونه ولرو چې دکارګرو دحقوقو په ساتنه کې لا ډیر کاریګر دکار لپاره وګومارو او دهغوۍ لخوا په کور دننه دهغوۍ دکورنیو داقتصاد پياوړتیا تضمین شي.
پانګونه !
دریم دا چې افغانستان په اوس وخت کې دبیارغوني لپاره ګامونه اخلي او په دي برخه کې ډیره اړتیا ترڅو دحکومت ترڅنګ خصوصي سیکتور هم برخه واخلي او په دي برخه کې کولي شي په پانګونې سره کاري فرصتونو د برابریدو ترڅنګ دهېواد په بیا رغونه کې سهیم شي داچې یو شمیر عربي هېوادونو کې په تیرو 3 لسیزو کې په دي برخه کې پراخ کار وکړ او ښې لاسته راوړني لري دبیلګې په ډول قطر او عرب امارت ځکه یادو هېوادونو په دي برخه کې نړیواله پانګه جذب کړه او دا پانګه ددي لامل شوه چې یاد هېوادونه د ترانزیت ترڅنګ د کورجوړوني او ښار جوړوني ښې بیلګې وي نو افغانستان کولې شي چې له دی لاري له یو پلوه ددوۍ له تجربو ګټه پورته کړي او له بله پلوه دیادو هېوادونو سوداګر افغانستان ته د پانګوني لپاره وهڅوي چې دا بیا دافغانستان په بیا رغونه کې د پام وړ بدلون راوستلی شي .
پایله !
که موږ وکولې شو په خپل هېواد کې دپانګونې لپاره قوانین ساده کړو او ترڅنګ یې دنورو هېوادونو دتجربو ترڅنګ خپله کرهڼه میکانیزه او ماډرن کړو نو کولې شو په لږ وخت کې خپل تولیدات زیات او ترڅنګ یې دخپلې ملي بودیجي لپاره تري ګټه واخلو او هم په دي برخه کې نړیواله پانګه په پراخه کچه باندي جذب کړو خو بیا هم اړینه داده چې پانګوالو ته د خوندي چاپیریال او د قوانینو په ساده کولو سره زمینه برابره کړو