تاند- د پښتنو ملي او مذهبي ګوندونه وايي د پاکستان په انتخاباتو کې پرېمانه درغلي شوې او نتیجې یې نه مني.

په داسې حال کې چې اسفندیار ولي خان، مولانا فضل الرحمن او افتاب شېرپاو په خیبر پښتونخوا کې د بیاځلي انتخاباتو غوښتنه کوي، د پاکستان په نورو صوبو کې هم اکثرو ګوندونو په انتخاباتو کې د درغلیو تور پورې کړی او د رایو د بیا شمېرلو غوښتنه یې کړې ده.

د جمعیت علمای اسلام ګوند وايي چې له انتخاباتو وروسته د شپې په ۱۱ بجې رایبکسونه د عمران خان د کاندیدانو په ګټه له جعلي رایو ډک شوي دي.

اکثرو ګوندونو ویلي چې پوځ، د انتخاباتو کمیسیون او موقتې ادارې لاسونه یو بل ته ورکړل چې په انتخاباتو کې یې د عمران خان د تحریک انصاف په ګټه درغلۍ ته لار هواره شي.

د انتخاباتو کمیسیون په یو شمېر انتخاباتي حوزو (حلقو) کې د رایو د بیاشمېرلو پرېکړې کړې ده.

د ملي جرګې یا نشنل اسمبلۍ لپاره د ملتان ۱۵۴ او ۱۵۷، د لاهور ۱۳۱ او د مانسېرې (مانسهره) ۱۳ هغه انتخاباتي حوزې دي چې رایې بیا پکې شمېرل کېږي.

په دغو حوزو کې د تحریک انصاف او مسلم لیګ نون ترمنځ د رایو پر سر اختلاف دی.

خو پښتانه مشران وايي چې په دې انتخاباتو کې په ځانګړي ډول د پښتنو مشرانو او ګوندونو خلاف د یوې دسیسې پر اساس درغلي شوې ده.

د پښتنو ګوندونو ترڅنګ د پاکستان د نورو ګوندونو مشرانو هم په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې د جولای د ۲۵ نېټې انتخابات له درغلۍ ډک وبلل او غوښتنه یې وکړه چې له سره دې انتخابات وشي.

په دې غونډه کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان، د مسلم لیګ نون شهباز شریف، د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاو، پخواني صدراعظم شاهد خاقان عباسي، د سند صوبې ګورنر محمد زبیر، د پاکستاني کشمیر وزیر اعظم راجا فاروق، د ګلګت – بلتستان لومړی وزیر حافظ حفیظ الدین، د جمعیت علمای پاکستان مشر شاه اویس نوراني او د ملت جعفریه مشر ساجد نقوي برخه درلوده.

په دې غونډه کې مولانا فضل الرحمن وویل چې دوی به د تحریک انصاف غړي پرېنږدي چې پارلمان ته ننوځي او لوړه پر ځای کړي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي وړاندیز وکړ چې د انتخاباتو پر پایلو د اعتراض لپاره تر ټولو ښه لار ښايي دا وي چې هیڅ بریالی اعلان شوی کاندید د لوړې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د اکثرو ګوندونو مشرانو د اسفندیار ولي خان وړاندیز تایید کړ.

 اسفندیار ولي خان په ټوله صوبه کې د انتخاباتو د پایلو خلاف د احتجاجونو اعلان کړی او راپورونه وايي چې نن په کورمه ایجنسۍ او بنو کې احتجاجونه وشول.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون او د تحریک انصاف ګوند په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه ردوي.

اسفندیار ولي خان، محمود خان اڅکزی، مولانا فضل الرحمن، او افتاب احمدخان شېرپاو هغه پښتانه مشران دي چې د جولای د ۲۵ په انتخاباتو کې پاتې راغلي دي.

د عوامي نېشنل ګوند یو مشر او پخوانی سناتور افراسیاب خټک وايي د پاکستان پوځي اسټیبلیشمنټ د خپلې خوښې د نتیجو د ترلاسه کولو لپاره په انتخاباتو کې په هره کچه مداخله کړې چې له کبله يي ملتپال او جمهوریپال ګوندونه له پارلېمانه محروم کړل شوي دي.

اسفندیار ولي خان بیا ویلي چې پوځ په دې انتخاباتو کې هغسي چلند چې له پښتنو سره کړی په پنحاب، بلوچستان او سند کې یې نه دی کړی.

له خیبر پښتونخوا پرته په نورو درو صوبو کې د پنجابي، بلوڅ او سندي قومونو خواخوږي ملتپال صوبايی اسمبلیو ته بریالي شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *