۱) موږ اوس هم د څلور کاله مخکې خلک يو، که تحول راکې راغلی؟

 ۲) څه وو او څه شوو؟

 ۳) پوهنتون ته د کومې موخې لپاره ننوتو؟

 ۴) څه چې مو غوښتل تر لاسه مو کړل؟

 ۵) اوس پردۍ موخې وپالو او که خپلې؟

 دا هغه پوښتنې دي، چې زما په ذهن کې لکه تورې لوخړې تاوېدې او را تاوېدې؛ نو لږ د خلاصون هڅه مې کړې. دا دروند مسؤوليت دی، چې موږ ته راپه غاړه شو. خو دې ټکي ته پام کول په کار دي، چې دې مسؤوليت ته ښه اوږه ورکړل شي او په ښه توګه ترسره شي، چې وګړو ته دا تصور هم ورکړای شو، چې زموږ زده کړې او مسوولیت تر خپل ځانه منحصرې نه دي، بلکې له فردي دايرې راوتلي يو او ټولنيز افکار مو ذهنونو ته راننوتلي دي، چې د باسواده او بېسوادو ترمنځ هغه ړوند ليد له ټولو ذهنونو پاک کړای شو، چې زموږ ترمنځ يې دا فاصله رامنځته کړې ده. بايد د همغږۍ يو نوی تار وغځوو، چې د يو بل زغملو فکر مو پياوړی شي.

لومړی خو دا چې موږ د هغې اولې ورځې خلک نه يو پاتې، ځکه چې د نن کړه ‌وړه مو د سبا ژوند دی، يعنې لکه ژوند چې ورځ تر بلې توپير کوي، همدغسې په ټولو برخو کې د تحول ستوري سترګکونه وهي. که نور نه وي، نو حتماً د پوهنتون د چاپېريال اغېز مو پر ظاهري او رواني حالت ورځ تر بلې جوت اغېز شیندلی دی.

دويم دا چې اوله ورځ مغروره وو، چې د کانکور په ازموينه کې مو د ارمانونو په ځولۍ کې يو ګل راولوېد. خو اصلي خبره دا ده چې د دې ارمان په پاللو کې مو څومره له صداقته کار اخيستی او د نورو خلکو د ځايناستي کېدا لپاره مو غاړه خلاصه کړې؟ دې خبرې ته پام په کار دی، چې نورو ته مو هم د خير او نوي فکر د ورکولو هڅه کړې، که نه؟

 درېيم، موخه مو ګنې لوستل وو او که د هغه کس ځای نيول وو، چې دغې اکاډيميکې ساحې ته يې د ننوتو شېبې شمارلې؟ دا ارمان موږ هم درلود، خو تر کومه ځايه مو د دغه ارمان حق ادا کړی؟ دا نو د هر فرد په وړتيا پورې اړه لري، چې خپل ځان يې څومره ازمايلی او بريالی ترې راوتلی. يعنې هر يوه ځانته څومره د قناعت وړۍ هوارې کړې دي. دا مهم ټکی دی، چې په مټ يې د مسؤوليت ترمنځ هغه باريک تار ته پام کېږي. زموږ تر ټولو لوی مشکل د مسؤوليت په ځای پر نورو بېځايه شيانو وخت تېرول دي، چې دا کار مو د بهانو لپاره خوله خلاصوي، چې مازې په وړه مسأله هم له هر چا سره ځان بندوو. دا ستونزه بيا زموږ په ذهن کې د رڼا پر ځای د تيارو سيوري خوروي.

څلورم، دا چې څه مو غوښتل په تر لاسه کولو او موندلو کې يې څومره قانع يو؟ تر ټولو مخکې موږ پخپله مهم يو، دا ځکه چې خپل ځان مسؤول ونه ګڼو؛ نو د نورو وړتياوو او ښېګڼو ته چې هر څه رنګ ورکړو، ځای به ونه نيسي. هرومرو به زموږ او دوی ترمنځ په رفتار، کردار او کړنچارو کې تضاد پيدا شي؛ نو چې ځانته مو قناعت ورکړ، بل ته يې هم حتماً ورکولای شو، دا ځکه چې په دې سره له خپل مسلک سره مينه ښيو، چې فارغ شو، نو مسلک مو هويت ګرځي، ځکه همدغه مسلک دی چې زموږ د علمي کچې د لوړوالي لامل شوی دی؛ نو په کار ده چې خپل مسلک او دغه سپېڅلي هويت ته په درنه سترګه وګورو، چې هغو هيلو ته ورسېږو، چې لرو يې.

پينځم دا چې له پوهنتونه فارغ شو او خپلې هغې موخې ته ورسېږو، چې په تمه يې وو؛ نو اوس چې ورته ورسېدو په کار ده، چې روح ته يې ننوزو. له فردي چاردېوالۍ راووځو او په هغه ميدان ورګډ شو، چې د ډېرو سترګې ور اوښتې؛ نو بايد هغو سترګو ته اوبه شو، نه خار؛ چې د مسؤوليت مزي یې موږ ته راکړل. باید دغه مسوولیت نور هم زموږ د قوت نښه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *