لومړۍ برخه – ابداليان

ابداليان د لوی افغانستان په تاريخ کې يو ډير نامتو ټبر دی چې د نامه ريښه يې د (۴۰۰م) شاوخوا کې سپین پوستی اريايی قبیلې ته چې اپتل یا هپتالي نومیږي رسیږي چې دغې قبیلې په باختر او تخارستان کې یو غښتلې دولت جوړ کړی و او د برتانوي دایرهّ المعارف په استناد مورخانو يې نوم (ابدلوي)هم راوړی دی. (۱) چې په تاریخونو کې يې په بیلابیلو شکلونه هپتل (اودل) = ابدال = یفتل ضبط دي.

د ابدال په هکله زیات افسانوي رویات هم شته چې دلته يې نوم اخسیتل يې بیځايه نه دی:

رویتونه وايې چې د اسلام دورې په تاریخ کې لومړې نامتو سړی چې د (ابدال = اودل) په نامه یاد شوی دي د پښتني قبیلو مشهور نیکه دی چې د خپل نامتو کهول سره د سلیمان په غره کې اوسیده. دی د ترین زوی، د شرخبون لمسی او د سړبن کړوسی دی او د ده نوم په پښتو ادبیاتو او پخوانیو نسخو کې (اودل) او د جمع منسوب په صورت (اودالي = ابدالي) ضبط دی چې د (۴۴۰ هـ) یا (۱۰۴۸م) کلونو په شا وخوا کې يې پښتانه قبایل پر ځان راټول کړې وو او د ده له توکمه ملک سلیمان د عیسی زوی چې زیرک سره مشهور و پښتنې قبیلې د سلیمان له غره څخه کندهار سیمې ته بیولې او هلته به يې میشته کړې او د خپل ژوند په پای کې يې خپل زوی ملک بارک پر مشری کښیناوه او تر بارک وروسته د زیرک او بیا ملک پوپل خپل نفوذ (د اوسنې بلوچستان) تر شال (کوټه) او ژوبه پورې ورساوه او د پنځه شپيته کلو تر مشرتوب وروسته د (۸۹) کلونو په عمر مړ شو. داسې فولکوري روایتونه هم شته چې په لومړی سر کې د د ابدال نوم بل څه و، خو کله چې نوموړی د خواجه احمد ابدال چشمي حضورته ورغی او د هغه خدمت ته يې ملا وتړله نو هغه د ابدال لقب ورکړی چې د هغه ورځ نه په دغه نامه سره مشهور شو او اولاده یې د ابدلیانو په نامه یادیږي او پښتانه په خپلې ورځنی محاوره کې د ابدال د اودل په نامه سره هم یادوي (۱) خودا ورایت افسانوي ارزښت لري: داسې روایت هم موجود دي چې هغه وخت چې د ابدال د پلار ترین د مړینې وخت نژدې شو نو ويې غوښتل چې د خپلو دریو زامنو یعنې (ابدال، سپين او تور) له جملې څخه یوه تن د خپل ځای د نیولو لپاره وټاکې همدا و چې د تور او سپين د خپګان سره سره يې ابدال په خپل ځای وټاکه. (پښتانه د تاریخ په رڼا کې) لیکل شوي دی چې ابدال یا اودل د (۳۲۰هـ) کال په شاوخواکې ژوند کاوه.

ویل کیږي چې د ابدال تر مړینې وروسته رځړ د خپلې کورنی مشر شو او ده د خپلو زامنو د جملې څخه خپل مشر زوی عیسی په خپل ځای وټاکه. د عیسی د زامنو له جملې نه سلیمان تر ټولو پوه او هوښیار سړی و، نو ځکه دی په (زیرک) سره مشهوره شو چې تر اوسه پورې هم پښتانه هوښیار سړی ته ځیرک وايې، که څه هم عیسی د میرک په نامه مشهور زوی درلود، خو سلیمان يې د هوښیارۍ له کبله په خپل ځاې وټاکه. د زیرک په څلورو زامنو کې مشر بارک نومیده او پلار دی د کورنی مشر ټاکلی و خو څه موده ورسته مشری د پوپل لاسته روغله.

(۱) احمد شا بابا ابدالي چې د پوپلزیو د ښاخ د سدوزو د څانګې څخه و د (۱۷۴۷) نه تر (۱۷۷۳) پورې یوه لویه امپراتوری جوړه کړه.

درانیان چې د سړبن په ټولنیز ګروپ پورې اړه لري په دوو سترو څانګو یعنی ځیرک او پنج پای باندی ویشل شوی دي چې شجره يې په لاندې ډول ده:

ابدال یا ابدالي ــــــــــــــــــــ (۱) لومړی. ــــــــــــــــــــ ترین زیرک بارکزی اڅکزی پوپلزی الکوزی

یادونه:

محمدزی او سدوزی محمدزیو (محمدزی) د بارکزیو یو ښاخ او سدوزیو (سدوزی د پوپلزیو (پوپلزی) یو ښاخ دی ـــــــــــــــــــ (۲) دویم. ــــــــــــــــــ پنج پای نورزی اسحاق زی علی زی ادوزی ماکو د ابدالیانو کورنۍ د (۱۷۴۷م) نه تر ( ۱۸۱۸م) پورې (۲) په لوی افغانستان باندی حکومت وکړ چې وروسته بیا حکومت د بارکزیو او د هغو د یو څانګې محمدزیو په لاس کې و.(۳)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *