تاند- افغان طالبانو په قطر کې له امریکايي چارواکو سره خپلې ابتدايي خبرې «ډېرې ګټورې» وبللې او ویې ویل چې دواړو خواوو د دوحې په غونډه کې د رسمي او لوړې کچې خبرو د پیلولو پر لارو چارو غور وکړ.
د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، یوه طالب مشر وویل، د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرې الیس ویلز په مشرۍ امریکايي پلاوي د جولای په ۲۳ مه په دوحه کې د طالبانو له سیاسي استازو سره د افغانستان د لانجې د حل په اړه خبرې وکړې.
ده همداراز وویل«دا خبرې لا په لومړني پړاو کې دي… او دواړو خواوو د نورو تماسونو او غونډو لپاره د لارې د هوارېدو پر انتخابونو خبرې وکړې.»
دغه طالب مشر همداراز ویلي چې د دواړو خواوو د خبرو چاپېریال خورا صمیمانه و او دواړو ګټور نظرونه تبادله کړل.
ورځپاڼه د سرچینو په قول وايي چې د طالبانو د پلاوي مشري د قطر د دفتر مشر مولوي شېرعباس ستانکزي کوله او هغه د ملګروملتو له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو د ایستل کېدو او د طالبانو د قطر د دفتر د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.
سرچینې وايي، که ابتدايي خبرې پرمختګ وکړي طالبان به د رسمي خبرو لپاره یو بل پلاوی وګوماري.
طالبانو او امریکایانو وروسته له دې خبرې وکړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جون په ۱۶ مه وویل چې متحد ایالتونه غواړي چې له طالبانو او د افغانستان له حکومت سره په خبرو کې ګډون وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او مرستیالې یې له طالبانو سره تر خبرو وړاندې په کابل کې د افغانستان له ولسمشر سره په دې اړه سلامشوره وکړه.
د افغانستان حکومت وايي، د امریکایانو او طالبانو د مخامخ خبرو هرکلی کوي خو د افغانستان د سولې په اړه هرراز پرېکړه یوازې افغانان او د افغانستان حکومت کولی شي.
په قطر کې د طالبانو دفتر په ۲۰۱۳ م کال پرانیستل شو خو له پرانیستل کېدو څو ورځې وروسته په دې خاطر بند شو چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر دغه دفتر د «اسلامي امارت» د لوحې او د طالبانو د سپین بیرغ د ځوړندېدو په خاطر اعتراض وکړ.