موږ د ثور تر کودتا مخکې او يو څه په دې دوران کې له نوې شاعرۍ سره اشنا شو. پښتو ته ازاده شاعري راغله، چې روايي او سېمبوليکه بڼه يې هم درلوده؛ خو د دې پرځاى چې دا دود مخکې لاړ شي، وروسته لاړ او بېرته د غزلونو بازار ګرم شو.
د غزل د روايت د راګرځېدو بېلابېلو لاملونه دي:
يو؛ په سوله کې د خلکو مخه راتلونکې ته وي او په پوره جذبې سره د ژوند په ښه کولو لګيا وي؛ خو په جګړو کې خلک له راتلونکې بېزاره شي او د خپل حال په هېنداره کې راتلونکې ته ګوري، ځکه نو د پرسکونه ماضي خوبونه ويني او تر وسمهاله ورته له هوساينې ډکه ښکاري. پر دې بنسټ هڅه کوي، چې ماضي بيا راولي او داسي ماضي په يوه ټولنيز خوب واوړي. ادب چې د ټولنې له اړو دوړ سره مستقيمه او نامستقيمه اړيکه لري، بې اغېز بې نشي پاتېداى.
دوه؛ له جګړو سره ټولنې سطحي کېږي او قضاوتونه يې هم د سطحيت جامې اغوندي، چې سيورى يې د ادب پر پنځګر او لوستونکي هم کېږي. غزل راته ښايي د قافيې، څپو او داسې نورې تنګسې له امله تر يوه ازاد روايي او سېمبوليک شعره سخت ښکاره شي؛ خو که ځير شو، دا ژانر مخکې له مخکې يو چوکاټ لري، چې په يوه مسره کې يې وزن جوړ شي او قافيه او رديف يې روان شي؛ بيا لکه د تسبو لړ، مرۍ وراچوه او پېيه يې؛ خو د ازاد نظم ازادي شاعر ته مساله سختوي، ځکه ازادي مسؤوليت لري. په يوه ازاد نظم کې يوه موضوع راځي؛ خو دا موضوع په ورته وخت کې بايد يو باطني انسجام او تراکم ولري؛ خو په ښکاره پکې د لوستونکي ذهن د ازاد الوت احساس کوي. دلته د نظم د ظاهري ازادۍ او دروني انسجام ترمنځ جګړه پيل شي، يو ماهر شاعر بويه، چې دا جګړه وګټي او دا پارډوکسي اړخونه سره په يوه مانا پوخلا کړي.
له دې ځايه يوې بلې خبرې هم رسېږو، په غزلونو کې ښايي، ډېرې ثابتې خبرې وکړاى شو، چې په اسانه پرې پوهېږو او راته سطحي وي؛ خو په ازاد سېمبوليک روايي شعر کې د رواني اضطراب، تردد او ګډوډۍ د متراکمولو هڅه وينو. اوسنى غزليز دود راته وايي، چې مازې قافيې او ښه رديفونه زده کړه، شعر دې جاري دى؛ خو سېمبوليکه روايي شاعري رانه د تاريخ، ميټافزيک او فرهنګ ژوره مطالعه غواړي.
پخوانو هم د خپل فرهنګ ښه مطالعه لرله او له شاعره يې توقع کوله، چې علم زده کړي، بيا شعر ووايي. خوشال وايي:
که شعر دى، هغه دى، چې يې ووايي دانا
هغه څه شعر نه دى، چې يې جوړ کاندي کانا
له پخوانو شاعرانو که له يوې خوا د دين او ادب په اړه د تبحر هيله کېده؛ نو ورسره ترې دا توقع هم کېده، چې تر زده کړې وروسته دې خپل روايتونه په پوره امانتدارۍ سره راروان نسل ته ورسوي او د يوه ښه شاعر دنده دې ترسره کړي.
خو اوس له شاعر نه د روزنې مستقيمه او سطحي هيله نه کېږي. له اوسني شاعره هيله کېږي، چې له علم سره سره د خپلې ټولنې پر خرافاتي ذهنيتونو د انتقاد وړتيا هم ولري؛ خو انتقاد په سوله ييز چاپېرىال کې شونى دى. جګړې د زغم فرهنګ له منځه وړي، چې له هر سړي سره د سر وېره پيدا شي، په داسې حالت کې شاعر د ژورو پوښتنو پرځاى سطحي رومانس ته پناه وړي.
د تاريخ، ميټافزيک او فرهنګ لوست په شاعر کې د شک حس پياوړى کوي او له دې سره د شاعر په ذهن کې شل و زر پوښتنې پيدا کېږي، چې دا پوښتنې په قافيه واله شاعرۍ کې په مشکله وړاندې کېږي، ځکه نو شاعر هڅه کوي، چې سېمبولونه ورته وګوري. دا سېمبولونه په ظاهره داسي ښيي، چې ګنې شاعر د سر له وېرې خپل افکار د سيمبولونو سمڅي ته ننباسى؛ خو که دقيق شو، د شاعر ګډوډ قضاوتونه او متضاد رواني حالتونه په سېمبولونو کې وړاندې کېداى شي، ځکه سېمبولونه تضادونه سره غاړه غړۍ کولاى شي.
د سېمبولونو د پېچلتيا او هنري ابهام تر شا د تضادونو د امتزاج خصوصيت هم دى؛ خو د سېمبولونو ايجاد په اسطورو، تاريخ، ادب او ارواپوهنه کې ژوره مطالعه غواړي، چې زموږ د غزليز دود سطحي شاعر ورته حاضر نه دى، ځکه چې لومړى بايد د خيټې غم وخوري او خپل سر له ورځنيو چاودنو خوندي کړي، هله به له شاعرۍ سره جدي چلن وکړاى شي.
ښايي له دې پوښتنې سره به ډېر مخ شوي يئ، چې ښه ادب په سوله کې که په جنګ کې راټوکېږي؟ ځينې وايي، چې جګړه د انسان په احساساتو کې شدت پيدا کوي، ځکه نو جګړه ييز حالت هغه هوا او چاپيرىال دى، چې د ادب غاټول ته پکې د راختو امکان برابرېږي؛ خو زموږ د څو لسيزو جګړه ييز واقعيتونه د دې خبرې تثبيت نه کوي. جګړې رښتيا هم ولسونه احساساتي کوي او له معقوليته يې کډه ورپرسوي. هر ښه اثر د وچو احساساتو پر ځاى د معقوليت لار نيسي. ګويته د طوفان او طغيان په احساساتي پېر کې په تنکۍ ځوانۍ کې ”د ورتر دردونه” کيسه کړل، چې ځوان کول يې احساساتي کړ؛ خو کله چې يې عمر زيات شو او عقل يې پر احساساتو غالب شو، د فاوست اثر يې وليکه، چې د انسان ډېرو ژورو ټولنيزو پوښتنو ته پکې د ځوابونو د ويلو هڅه وشوه او د خوږ دوا يې شو.
د يوې ټولنې ذهني کچه او ذهني لورى يې هلته له ډېرو چاپېدونکي آثار معلومولاى شو. موږ چې په جګړو کې اوسو، مينه ييز ناولونه، کيسې او شعرونه راکې تود بازار لري. دا راته وايي، چې زموږ ټولنه د معقوليت پر ځاى احساساتي شوې ده. جګړې خلک د مينې د ورکو اوبو تږي کوي.
په جګړو کې د ښه ادبي اثر ايجاد له تصادفه کم نه وي، ځکه نظام د جګړې پر تدابيرو مصروف وي او د غوره ادب د ايجاد لپاره د امکاناتو برابرولو ته وزګار نه وي.
د انسان د ژوند په لومړنيو اړتياوو کې څښاک، خوراک راځي. شاعر که په خېټه وږى وي، بايد لومړى د ډوډۍ غم وخوري. جګړې چې بېوزلي راولي، له شاعره پکې څنګه د ښې شاعرۍ د ايجاد هيله کولاى شو؟
په جګړو کې د هر چا پام لومړى د خپل سر حفاظت ته وي او بل دا چې ذهنونه د جګړې په اړه د ورځنيو پېښو په اورېدو او فکر بوخت وي. زموږ په هېواد کې چې هره ورځ چاودنې کېږي او له سياسي ستونزو سره مخ يو، د هنر مينه وال کم شوي او په وينې وينې حالت کې پخپله د شاعر زړه هم د شعر ويلو ته نه ورځي او چې ويې وايي، هم د ورځنيو پېښو سطحي او مستقيم بيان يا غبرګون وي، چې شاعرانه اړخ يې کمزورى وي. آن لوستونکي ته هم په داسې حالت کې شاعري بې ګټې غوندې کار ښکاري او کله خو يې ښايي د وطن له ورځني حالته بې پروايي او ذهني عياشي وګڼي.
ولسونه چې له جګړو راووځي، په ارام زړه کېني او خپل تېر ناورين ته د حماسې، ناول او شعر جامه ورواغوندي او که دا نه وي؛ نو په خپل تاريخ کې هم ډېر څه موندلاى شي. د سولې مطلب دا نه دى، چې ګنې د انسان خلاقيت پکې فلج شي، بلکې لا پکې پياوړى شي، ځکه چې د انسان ډېرې داسې ټولنيزې او رواني مسالې دي، چې په سوله او آن په هوسا ژوند کې هم ورپسې د سيوري غوندې روانې وي. په سوله کې د خلاقيت د ځلولو لپاره شاعر ډېر فرصت لري او د د هنر تل ته کوزېږي.