د سینګاپور هوايي ډګر

تاند- د یوې تازه سروې له مخې، د نړۍ په ۱۰ تر ګردو ښو هوايي ډګرونو کې یوازې ۲ په اروپايي هیوادونو کې دي.

د ټایم مجلې د راپور له مخې، دا ۱۰ هوايي ډګرونه د تشنابونو د شاور، استراحت ځایونو، رستورانونو، پلورنځیو، د ترمینل او د الوت د دروازو د واټن، د کارکوونکو د چلند او نورو اسانتیاوو پر اساس غوره شوي دي.

د دغو هوايي ډګرونو په منځ کې یوازې دوه یعني د هالنډ د امستردام سکیپول (Schiphol) او د سویس زوریخ په اروپا کې دي.

تر ټولو ښه هوايي ډګر د سینګاپور چانګای هوايي ډګر بلل شوی دی او ویل شوي چې دا پر له پسې پنځم کال دی چې د سینګاپور چانګای هوايي ډګر لومړی مقام ګټي.

دوهم ځای د قطر د دوحې حمد نړیوال هوايي ډګر خپل کړی دی. د دې هوايي ډګر د فیټنس مرکز، د لامبو د حوض په ګډون نور سپورتي ځایونه، او هنرخونې په ځانګړي ډول یادې شوي دي.

د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر درېم، د جنوبي کوریا اینچان (Incheon) هوايي ډګر ۴، د هانګ کانګ نړیوال هوايي ډګر ۵، د سویس د زوریخ هوايي ډګر ۶، د جاپان د توکیو هاندیدا نړیوال هوايي ډګر ۷، د اسراییل د تل ابیب بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر ۸، د ابوظهبي نړیوال هوايي ډګر ۹ او د هالنډ د امستردام سکیپول (انګلیسي تلفظ) هوايي ډګر ۱۰ مقام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *