ودان روښان ||  

په دې وروستیو کې د سیاسي ګوندونو په نوم چې په حقیقت کې هماغه جنګساران او زور واکي دي له ځینو ډلو او کسانو  سره په ګډه یو ځل بیا د تل په شان د هېواد او ولس ګواښولو له لارې هڅې ګړندۍ کړي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلي مخنیوي په موخه باید ددوی وړاندېزونه ومنل شي چې له دې پرته به بیا دې یا هغو کړنو ته لاس واچوي.

دغو کسانو په دغه لنډ وخت کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته له درې میاشتو لږ وخت پاتې دی یو لړ غیرعملي وړاندیزونه کړي، لکه د تاکنیز سیستم بدلون(له یوې او نه لېږدېدونکې رایې سیستمه، پرګوندیز سیستم) د ټاکنواړول، په ټاکنو کې د ګډونوالو بایمتریک او ځینې نور وړاندیزونه چې په دغه وخت کې نه علي دي او نه هم منطقي. خو دغه کسان باټې وهي چې که غوښتنې یې ونه منل شي هغه ددوی په خپله وینا او اخیستې مدني اعتراضونو او مدني نافرماني ته به مخه کړي.

(۱) رښتیا دا خو درېیم ځل دی چې په افغانستان کې پارلماني ټاکنې کېږي ولې په تېرو ټاکنو کې دغو کسان دا ډول وړاندیزونه او ګواښونه، نه و کړي یا یې ونه کړل؟ ددغو کسانو اوسنیو اپلتو او غورځو پرځو دلیل د همدې پوښتنې په ځواب کې نغښتی دی. پر دې خبره یوازې همدوی او پخوانی ولسمشر حامد کرزی ښه پوهېږي.

 دا ځکه چې کله په بن کنفرانس کې کرزی د لنډمهاله ادارې مشر وټاکل شو و یې وپتېیله چې په هره بیه وي د جنګ سالارانو ملاتړ به خپلوي نو ځکه خو له کندهار تش تور کابل ته راغی کله چې فهیم ترې وپوښتل ساتونکي دې چېرته دي؟ کرزي ځواب ورکړ چې زما ساتونکي تاسې یاست. ده په لوی لاس دغه کار وکړ چې ځان جنګسالارانو ته صادق وښیي. همغه وخته دوی یو ډول نالیکلی یا ښایي هم لیکلی تړون سره وکړ چې د یو بل ګټې به ساتي..

پر همدغه دلیل به بېړنۍ لویه جرګه کې جنګسالاران په کلکه د کرزي ترشا ودرېدل او د منځ مهاله ادارې رییس یې وټاکه. دواړه لوري پردې سلا شوي وو چې د خلکو غولولو له پاره به هغه د چا خبره کله ناکله زرګري جنګ هم کوي خو د پردې ترشا به کله هم د یوبل ګټو ته زیان نه رسوي چې تر پایه دواړه لوري د یو بل ګټو ته ژمن پاتې شول حینې کارونه یې په ګډه هم وکړل لکه د کابل بانک یو میلیارد دالرو غلا. دوی داسې  ې هوکړه کړې وه چې که یوه برخه کې یو لوری مخکې شو نو بله برخه یه مقابل لوري ته پرېږدي. د همدغه فورمول له مخې کله چې د لومړي ځل د ولسمشري ټاکنې کرزي وګټلې نو قانوني یې پر دې قانع کړ چې د ولسي جرګې ریاست به هغه ( قانون) ته ورکوي.

پر همدغه دلیل کرزي په لومړي سر کې ټاکنو خپلواک کمیسیون ریاست ورپرېښود چې رییس یې د بسم الله بسمل په نوم یو کمزوری او نالوستی کس وټاکل شو، دغه سړي هر څه د جنګسالانو په خوښه مخته یووړل او په ولسي جرګه کې یې خورا ښه غوښنه برخه ورکړه چې په پایله کې یې د ولسي جرګې ریاست یونس قانوني ته په ساده اکثریت ورسید، په داسې حال کې د ولسي جرګې رییس باد د پنځوس جمع یو رایو له مخې وټاکل شي. د همغه جوړجاړي له مخې کرزي د پنځلسمې دورې له وکیلانو سره خورا ښه ګوزاره وکړه دا ځکه چې جوړ جاړی پخوا شوی و سره له دې چې کله ناکله به هغه د چاخبره شکر رنجي هم راتله لکه له بهرنیو چارو وزارته د کرزي دواپړ سپنتا بې واکه کېدل خو په ټوله کې هرڅه له نقشې سره سم پرمخ لاړل. خوبل ځل (شپاړسمه دوره کې)همدغه د پنځوس جمع یو اصل ولسي جرګه له انتخابي رییسه بې برخې کړه ځکه چې د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې وکیلانو یو بل سره ښکرې اړم کړې هر لوري به چې رییس وړاندې کړ بل لوري به د پنځوس جمع یو نصاب ماتولو یا به یې سپینې رایې کارولې یا به یې رایې باطلې کړې او نه به یې پرېښودل چې پنځوس جمع یو پوره کړي ددې ډرامې اصلي لوبغاړي بیا هم سیاف او قانوني ول چې یو بل ته یې دور فیل ورکولو. سیاف چې ټول عمر په رباني او د هغه ډلې تپلې پسې ځغلېدلی و په پنځلسمه دوره کې تمه درلوده چې یاران یې د ولسي جرګې ریاست کې ملاتړ وکړي خو دی نه پوهېده چې یاران دومره نمک حلال هم نه دي چې د هغه (سیاف)پخوانیو خدمتونو درناوی وکړي بلکې هغوی ټول عمر هرڅه یوازې د ځان له پاره غواړي نو ځکه خو یې دتل له پاره  د سیاف پرزړه د ولسي جرګې ریاست داغ پرزړه پرېښود خو په شپاړسمه دوره کې دی (سیاف)هم ورته بیداره و نو ځکه خو یې کسات ترې واخیست او قانوني یې ریاست پرې نښود چې دغه کړکیچ بیخي اوږد شو او په پایله کې وکیلانو وپتېیله چې ریاست اوزبیکو ته ورکړي نو ځکه خو عبدالروف ابراهیمي ته د استحقاق خلاف د ولسي جرګې ریاست ورسېد.

د ولسمشري په دویم ځل ټاکنو کې بیا کرزی کامیاب شو پر همدغه دلیل یې د مقابل لوري خوشالولو له پاره د ولسي جرګې ټاکنو له پاره د ټاکنو کمیسیون ریاست ملا معنوي ته ورکړ. دغه سړي د ولسي جرګې په ټاکنو کې تر ډېره پر خپل سر او یو څه د کرزي په سلامشوره او خوښه (۲)د درغلیو ریکارډ ټینګ کړ. ملامعنوي دولسي جرګې څوکۍ په شهزاده سرای او دوبۍ کې بولۍ ته وړاندې کړې چې پایله دا اوسنۍ د شرم لوښی ولسي جرګه ده.

اوس چې د ټاکنو کمیسیون د جنګسالانو تر اغیز لاندې نه دی هغوی وارخطا شوي او داسې ګڼي چې د کرزي د زمانې مراعات او لورېینه نوره نه شته نو ځکه خو یې سترګې پټې او خولې وازې کړي چې د ولسي جرګې ټاکنو کې درغلي کېږي او باید مخه یې ونیول شي او که مخه یې ونه نیول شي دا او هغه به وکړي… پربدیلو لارو به غور وکړي چې مالومه نه ده بدیلې لارې یا نې څه؟ د دوی ټول درد او وېره داده چې د کرزي د زمانې امتیاز څوک نه ورکوي نو ځکه خو یې وران کاریو ته مخه کړې. په دې لار کې ځینې نورې ډلې هسې چټي په پردي واده کې لستوڼي اچوي په داسې حال کې چې د پنځلسمې او شپاړسمې دورو د کرزي له لورېینو هم نه و برخمن شوي. دغه نوي کسان هم غواړي چې ښایي په دې غورو دربو کې به دوی ته هم یو څه ورسېږي، خو داسې ښکاري   د سیاف له برخلیکه نه دي خبر چې کیسه پاس یاده شوه؟

(۱) دغو کسانو چې په فاریاب کې دولتي ودانیو ته اور واچاو نو نوم یې پرې مدني نافرماني کېښود.   

(۲) کرزي په ۲۰۱۰ کال کې له ای اس ای سره تار ځغلولی په دې خامه تمه چې طالبان به ورسره جوړ جاړي ته چمتو کوي. د ای اس ای یو وړاندیز دا هم و چې د ډاکتر نجیب د واکمني کسان او ځینې نور به له دولتي بنسټونو لرې کوي. کرزي د همدې ژومنې له مخې معنوي ته سپارښتنه کړې وه چې نور هرڅه کوي ودې کړي خو د نجیب د واکمني کسان به ولسي جرګې ته نه پرېږدي. په دې اړه مې ځینو پخوانیو لیکنو کې ځای ځای یادونه کړې او بېلګې مې هم په ګوته کړي چې تکرار یې اړین نه بولم. دغه راز، کرزي د همدې ژمنې له مخې حنیف اتمر له کورنیو چارو وزارته او هم ځینې نورکسان له دندو ګوښه کړل، خو ای اس ای بیا هم خپله پېره وکړه او کرزی یې پرمیدان پرېښود.        

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *