انیسه رسولي

تاند- ولسمشر غني په دوو حکمونو کې انیسه رسولي او عبدالشکور مهجور د سترې محکمې د غړیتوب لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړل.

انیسه رسولي به، د ولسي جرګې د تصویب په صورت کې لومړنۍ ښځه وي چې د سترې محکمې غړیتوب ترلاسه کوي. دا درې کاله پخوا هم دې چوکۍ ته معرفي شوې وه خو ولسي جرګې د اعتماد رایې ورنه کړې.

د ولسي جرګې یو شمېر ښځینه غړیو هماغه مهال په دې خاطر غبرګون وښود چې د جرګې غړیو له اغلې رسولي سره یوځای د سترې محکمې د غړیتوب لپاره سید یوسف حلیم تایید کړ خو دا یې په دې خاطر رد کړه چې ښځه ده.

وروسته انیسه رسولي د سترې محکمې د رييس په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ د اداري فساد د لویو جرمونو د قضیو د استیناف محکمې ريیسه وټاکل شوه.

د افغانستان ستره محکمه ۹ غړي لري چې د کار مودې یې سره توپیر لري. درې تنه یې د ۱۰ کلونو، ۳ نور د ۷ کلونو او ۳ تنه د ۴ کلونو لپاره دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *