تاند- د ګورجستان دفاع وزارت د افغانستان په بګرام هوايي اډه کې د خپلو ۴ سرتېرو د غلا قضیه تایید کړه.
د جورجیاټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د ګورجستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا پوځي پولیس د قضیې په اړه څېړنې کوي.
له لومړنیو معلوماتو سره سم، د څلورو ګورجستاني پوځیانو په ګډون د بېلابېلو هیوادونو استازي د غلا په دې پېښه کې تر تعقیب لاندې دي.
ګورجستانۍ ورځپاڼې لیکلي چې ۳۶۰۰ امریکايي ډالر وهل شوي دي.
د ګورجستان دفاع وزارت وايي چې له امریکايي لوري سره له نژدې همکاري کوي او هرکله چې د قضیې په اړه جزییات ورسره شریک شول، غور به پرې وکړي او خپل معلومات به خلکو ته اعلان کړي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې مجرمانو ته به له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.
د ګورجستان دفاع وزارت دا پېښه خپلو وسله والو ځواکونو، دفاع وزارت او د ګورجستان مشرتابه ته دردوونکې بللې ده.
ګورجستان د پخواني شوروي اتحاد یو نسبتاً کمزوری هیواد دی چې د قفقاز په سیمه کې پروت دی.
دا هیواد د ناټو غړیتوب نه لري خو هڅه کوي چې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي. افغانستان ته یې ځواکونه هم په دې هیله استولي چې په نهایت کې به د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي.
د دې هیواد دوې کورواکې سیمې جنوبي اوسیتیا او ابخازیا د د روسیې په ملاتړ بېلتون غوښتونکو خپلواکې اعلان کړي دي.