پر مخلوق باندي د ستر څښتن له سترو نعمتونو نه یو دادی چې تل د هغه د خیر غوښتنه لري او د رحمت په سترګه ورته ګوري، تر څو خپله مخلوق د خښم او غضب لامل و نه ګرځي، د الله د رحمانیت تر چتر لاندي به وي.
او همدارنګه خپل وروستی پیغامبر او د بشریت لارښود یې هم ټولو مخلوقاتو ته د رحمت او شفقت یوه بشپړه نمونه راستولي ده، داسي چې ورته فرمایې: وَمَا أَرسَلنَاکَ إلاَّ رَحمَةً لِلعَالَمِین. ژباړه: ته مو مخلوقاتو ته له رحمت پرته بل څه نه یې استولئ.
د ستر څښتن د همدي سپارښتني سره سم، آنحضرت هم په خپلو ټولو کړونو کې د لوړ اخلاق او شفقت روښانه نمونه څرګنده کړي، ان د جګړي په ډګر کې یې هم دي بنسټیز اصل ته پوره پام ساتلی او پري کلک دریدلی دی.
لکه څنګه چې اسلام د منځلاري توب او اعتدال دین دی، نو د بریا او برلاسۍ په صورت کې باید یو شخص د مسلمان په توګه له افراط او تفریط نه د اعتدال نیغي لاري ته ځان ورسوي او ان د جګړي په تاوده ډګر کې له بیځایه ربړونو او له اړتیا پورته اضافي وژونو څخه ځان وساتئ.
آنحضرت صلی الله علیه وسلم به حتی د معلوم الحاله کافرانو په وړاندي د سخت دریځۍ نه ډډه کول او کله چې یې د اسلام د دفاع وزیر حضرت علی کرم الله وجهه د یمن لورته استوی نو هغه تري وپوښتل: یَا رَسُول الله، کَیفَ أصنَع؟ زه نو څنگه وکړم؟ قال: إذا نَزَلتَ بِساحَتِهِم، فَلا تُقاتِلهُم حَتی یُقاتلوک، فَإن قَاتَلوکَ فَلاتُقاتِلهُم حَتی یَقتُلوا مِنکُم قَتِیلاً. المغازي.
د مسلمانانو د جهادي منهج او تګلاري بنسټ پر احتیاط او د ویني پر ساته او نه تویونه ایښودل شوی دی، لکه څنګه چې دا اساس د آنحضرت صلی الله علیه وسلم په غزواتو کې له ورایه ښکاريده. دهغه په ټولو غزواتو کې چې څه باندي شل غزوي یې ترسره کړي، یوازي څو سوه کسان وژل سوي چې شمیر یې زر ته هم نه رسیږي!
صحابه کرامو هم د آنحضرت په تأکید، تل له زیاتي وینه تویوني ډډه کړي ده. یوځل حضرت أسامة بن زید رضی الله عنهم په یوي جګړي کې په کافر لاس برسو! هغه سمدلاسه کلمه وویل، خو اسامه امان ورنکړ او دا یې د مرګ له ډاره کلمه وګڼل او هغه یې وواژه…
دا خبره رحمة للعالمین ته ورسیده او سخت غوسه سو او رنګ یې واوښت: اسامه وایې تر هغي یې ددي پیښي په هکله ترټلم او راته ویل به یې چې څنګه دي داسي وکړل؟! چې ما ګمان کاوه تر نن مخکي ټول نیک عملونه مي ضایع سوه او نن تازه اسلام ته راغلم.
له دي پیښي له ورایه ښکاري چې اسلام ان د سوچه کافرانو د بشپړي وژني غوښتونکی نه دی، مګر د ضرورت او اړتیا په کچه… او ضرورت هم خپله اندازه لري او هلته د اسراف لپاره هیڅ ګنجایش نسته.
او همدارنگه په وژونو کې د اسراف د مخنیوي په موخه اسلام بل اصل هم تشریع کړی چې د جګړي په تاوده میدان کې خپل مقابل لوري نه په انفرادي او ډله یېزه توګه تسلیمیدل ومني او د تسلیمیدو چانس ورته ورکول سي.
او چې کله یوکس تسلیم شو نو د هغه عزت ته سپکاوی او نفس ته تجاوز ناروا بلل کیږي، لکه څنګه چې آنحضرت صلی الله علیه وسلم فرمایی: ذِمةُ المُسلِمِین وَاحِدَة یُجِیرُ عَلیهِم أَدنَاهُم. صحیح البخاری
او همدارنګه فرمایې: سِلم المؤمنین واحدة، لا یُسالِمُ مؤمنٌ دُونَ مؤمنٍ فِي قِتال فِي سَبِیلِ اللهِ إلا عَلی عَدل وَ سَواء بَینَهُم.
حتی په مناسبه شرایطو کې یوه مسلمانه خور هم کولای سي د یوه دښمن تسلیمي ومني لکه څنګه چې له عایشي رضی الله عنها نه روایت دی چې آنحضرت صلی الله علیه وسلم وفرمایل: إن کانت المرأة لتجیر علی قَوم، فَیجُوز. صحیح البخاری.
د مکي مکرمي د فتحي په ورځ حضرت علی رضی الله عنه د حارث بن هشام او عبدالله بن أبي ربیعه د سر غوڅولو هوډ څرګند کړی وو خو چې کله دده خور أم هاني بنت أبي طالب پناه ورکړه نو نبي صلی الله علیه وسلم أم هاني ته وفرمایل: قد أجرنا من أجرتِ و أمَّنّا مَن أمنتِ. سنن أبی داوود.
او چي کله مهدور الدم کعب بن زهیر و نبي علیه السلام ته د بخښني لپاره راغی نو هغه بخښنه ورته وکړل!! د مسلمانانو په زرین تاریخ کې دا ډول بیلګي خورا ډیري دي، او چې د سترو کافرانو څخه د تسلیمۍ قبلولو حق یوي مسلماني ښځي لپاره وو نو د رحمت او شفقت دي لوړي کچي ته به ولي نړۍ لاس په غاښ نه پاته کیږي؟!
له دي ټولو ښکاري چې مسلمانان له وژونو خوند نه اخلي او د وینه تویوني سره مینه نه لري، او چې کله د ډیرو نورو مظلومو مسلمانانو د ژوند، عزت او مال د ژغورلو لپاره، او یا د کافر او ښکیلاکګر له سُلطي د وطن د خلاصون په موخه ټوپک ته لاس غځوي او د یوه ظالم، غاصب، ښکیلاکګر او تجاوزګر وژني ته اړیږي، نو بیا د اعتدال پر بنسټ یې د ضرورت په کچه په تیره چاړه وژني، نه چاته د تعذیبي مرگ اجازه ورکوي او نه له چا اندامونه غوڅوي!
دا رحمت نه یوازي د آنحضرت په مبارک حیات کي جاري وو بلکه له ده وروسته اصحابو کرامو همدغه تګلاره خپله کړه او حضرت عمر رضی الله عنه د خراسان فوج ته سخته خبرتیا ورکړه چې ظلم او تیری دي ان د جګړي په میدان کې نه کوي.
او همداسي د اسلامي نړۍ نورو سترو قهرمانانو لکه صلاح الدین أیوبي په جګړه کې د خپلي میړاني تر څنګ خپل رحمت او شفقت ټولو ته ښوودلی دی.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
حسبنا الله ونعم الوکیل نعم المولی و نعم النصیر
*بدي