تاند- وسله والو طالبانو بالاخره په کندهار کې د سړک جوړولو ۱۳ کارکوونکي تېره شپه خوشي کړل.

طالبانو تېره میاشت /جون ۲۱/ په سپین بولدک ولسوالي کې د ښورابک ولسوالي د سړک جوړولو پر خصوصي شرکت برید وکړ، د هغو وسایل یې ویجاړ کړل او ۱۳ انجنیران یې د هغو له ۲۰ ساتونکو سره یرغمل کړل.

دې ډلې په مې میاشت کې په همدې سیمه کې د ټاپي نللیکې د سروې ۶ مامورین تښتولي وو چې وروسته یې ووژل.

لا هم د دې شرکت یو شمېر کارکوونکي له طالبانو سره یرغمل دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو اوس یو واربیا ادعا کړې چې د ښوونځیو، مدرسو، او عامه تاسیساتو نه یوازې مخالفت نه کوي بلکې په ساتنه کې یې مرسته کوي.

طالبانو نژدې دوه میاشتې پخوا په بغلان ولایت کې د یوه برښناکوټ ۷ هندي انجنیران او د هغو یو افغان همکار وتښتول چې لا هم برمته دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *