تاند- د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې د سپرلیو د یوه بس په لاره کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودېدو په نتیجه کې لږترلږه ۱۱ مسافر شهیدان شول.
سیمه ییز چارواکي وايي، بس له هرات څخه کابل ته روان و، چې نن /سې شنبه/ د فراه د بالابلوک په ناامنه ولسوالي کې د سړک د غاړې په بم وربرابر شو.
د فراه د عامې روغتیا رييس عبدالجبار شایق وايي چې په دې پېښه کې د ۱۱ تنو د وژل کېدو ترڅنګ ۳۱ نور ژوبل شوي دي.
د شایق په وینا په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په فراه او په ځانګړي ډول په بالابلوک کې وسله وال طالبان زیات فعال دي.
له دې سره په یو وخت نن په جلال اباد کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پر ریاست تروریستي برید وشو چې لا یې هم د مرګ ژوبلو دقیق شمېر څرګند شوی نه دی خو لومړني راپورونه ښيي چې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.
په ټپیانو کې ۲ پولیس هم شامل دي.
د دې برید مسوولیت هم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
او د پکتیا – لوګر په لاره کې وسله والو طالبانو ۲۲ سپرلۍ یرغمل کړې.