د خوست د اطللاعاتو او کلتور د ریاست کتابتون

خبریال: طالب منګل – په اړه نیول شوې غونډه کې خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وویل یاده وداني چې په یو پوړ کې جوړه شوې شپږ خونې، دوه صالونونه، یو د غونډو تالار او ۱۱ تشنابونه لري د نهه ملیونه پنځه لکه اویا زره افغانیو په ارزښت جوړه شوې، د عامه کتابتون ستونزه به ورسره هواره شي.

ښاغلي حبیبي وویل چې په خوست کې د د ښوونیزو او علمي مرکزونو پیاوړتیا ته پاملرنه شوي او مطالعې ته د ځوان نسل په هڅونه کې بېلابېلې هڅې شوي.

ښاغلي حبیبي وویل سره له دې چې د هېواد په کچه د مطالعې دود کمزوری خو په دې ولایت کې ولایتي ادارې له بېلابېلو ادارو، فرهنګي او ادبي ټولنو سره په ګډه د کتاب لوستنې په برخه کې هڅې کړي.

هغه وویل چې د همدې ټولنو او ادارو په مټ به په مرکز او ولسوالیو کې د کتاب لوستنې هڅې پراخې کړي او همداشان یې له ځوانانو وغوښتل چې د کتاب لوستنې ته مخه کړي او په کلیو، بنډو، ښونیزو او علمي مرکزونو کې ځوانان کتاب لوستنې ته وهڅوي.

خوست والي وویل چې د عامه کتابتون په بډاینه کې به له خپله اړخه جدي کار وکړي او همداشان به پانګوال وهڅوي چې له عامه کتابتون سره د کتابونو په برخه کې مرستې وکړي.

ښاغلي حبیبي وویل چې نوی عامه کتابتون به لیکوالانو او د مطالعې مینوالو لپاره وړ سهولتونه برابر کړي او وبه کولای شي، چې له دې کتابتون څخه په خپل عملي ژوند کې ګټه پورته کړي.

په دې ناسته کې د ولایتي شورا منشي قمر علي لکڼوال، د ځوانانو چارو مدیر محمد انور زاهد، مدني فعال نجیب الله الوخېل په خپلو خبرو کې له خوست والي مننه وکړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ په برخه کې یې دې ولایت ته پاملرنه زیاته کړي.

دوی وویل پخوا عامه کتابتون په یوه وړه خونه کې ځای پر ځای شوی و، چې له امله یې مراجعین له ګڼو ستونزو سره مخامخ و، خو د نوې ودانۍ په جوړیدو سره به د عامه کتابتون او د مراجعینو ستونزې هوارې شي.

په دې مراسمو کې خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي له علمي او فرهنګ سره د ځانګړي مینې له کبله د خوست له عامه کتابتون سره د کتابونو د اخیستنې په موخه نقدي مرسته وکړه او همداشان یو شمېر فرهنګیانو او شخصیتونو هم ژمنه وکړه، چې د عامه کتابتون د بډاینې په برخه کې به له خپله اړخه دې کتابتون ته کتابونه وسپاري.

نېټه: ۱۳۹۷/۵/۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *