تاند- په جلال اباد کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ریاست پر ودانۍ د نن /سې شنبې/ په تروریستي حمله کې ۱۵ تنه شهیدان شوي دي.

چارواکي وايي چې دې برید ۶ ساعته دوام وکړ او د تروریستانو په وژلو پای ته ورسېد.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست یو شمېر مامورین وتوانېدل چې د حملې په لومړیو شېبو کې ځان وباسي خو اکثره تر پایه په ودانۍ کې بند پاتې شول.

تر دې ۳ ورځې وړاندې په جلال اباد کې د قابلو د روزنې پر مرکز په ورته برید کې، چې هغه هم ۶ ساعته دوام وکړ، ۲ تنه شهیدان شول.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په خپل ولایت کې د ملکي وکړو د مرګ ژوبلو پر زیاتېدو اندېښنه ښيي.

د دغه ریاست په وینا په وروستیو حملو کې ۱۶۰ ننګرهاریان شهیدان شوي او ۴۹۰ نور ژوبل شوي دي.

د روان جولای په لومړۍ نېټه په یوه تروریستي حمله کې ۱۹ تنه، چې اکثره سیکان ول، ووژل شول.

د جولای په لسمه په یوه بل انتحاري برید کې ۱۰ تنه ووژل شول.

تېره میاشت /جون ۱۷/ په انتحاري برید کې ۱۸ تنه ووژل شول.

حتي اختر، چې په نور افغانستان کې اوربند او ارامي وه، د ننګرهاریانو لپاره خونړی و.

په جلال اباد کې د کډوالو او راستنېدونکو پر ریاست د حملې د مرګ ژوبلو شمېر په ډېرېدو دی

تاند- په جلال اباد کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ریاست پر ودانۍ د ترهګرو په برید کې تراوسه پورې لږترلږه ۶ تنه شهیدان شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.

د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی وايي چې امنیتي ځواکونو ۲ ترهګر وژلي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی سهراب قادري وايي، په دې برید کې لږترلږه ۸ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي.

قادري همداراز وايي، ممکن د حملې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې هم زیات وي.

شاهدان وايي چې لږترلږه یې دوې چاودنې اورېدلي دي.

د حملې په مهال په دغه دفتر کې، چې له پاکستانه د راتلونکو کډوالو د مرستو مهم مرکز دی، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ریاست د چارواکو او د بهرنیو مرستندویانو د استازو ترمنځ د مرستو پر څرنګوالي غونډه روانه وه.

تراوسه کومې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

داعش چې د ننګرهار د اکثرو حملو مسوولیت په غاړه اخلي، د ګارډین ورځپاڼې پر اساس ویلي چې په دې برید کې لاس نه لري.

رویټرز خبري اژانس او ګارډین ورځپاڼې ویلي چې وسله والو حملو کوونکو په لسګونو کسان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په ریاست کې یرغمل کړي دي.

وسله وال ترهګر په ننګرهار کې له نهايي بربریته کار اخلي، نه پر ښوونځیو رحم کوي، نه پر روغتون یا روغتیايي ادارو او نه پر سپورتي میداانونو.

نور تفصیل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *