په تاریخ کې ډېرې داسې څېرې لیدل کېږي چې په ځینو کړنو یا د برخلیک له پلوه یو بل ته ډېر ورته وي دا ځکه چې د دوی کړنې د خپل ذاتي کرکتر له مخې بڼه اخلي نو ځکه خو یې حساس تاریخي دریځ او برخلیک هم په لږ او ډېر توپیر یو بل ته ورته وي. په دې څېرو کې کرزی او ببرک کارمل تر ډېره واک ته د رسېدو په بڼه، د واک په وروستیو ورځو کې د خپلو ولینعمتانو پرضد دریځ غوره کولو او هم د خپلو ځایناستو پرضد دسیسو جوړلو کې بیخي یو بل ته ورته دي البته د تاریخي شرایطو او جوړښتونو توپیر ته په کتو یې د عمل بڼې څه ناڅه جلا دي خو پایله یو شان ده.
دوی دواړه (کارمل او کرزی) کمزوري خو د واک لیونيان وو، څرنګه چې وویل شول دواړه ډېر کمزوري وو نو ځکه خو یې مخامخ د واک نیولو توان نه درلوده (۱). دواړه خپلو کمزوریو اړ کړي وو چې ټګي برګي، دسیسو او غولولو ته مخه کړي. کارمل او کرزی دواړه د بهرنیانو پرمټ واک ته ورسېدل (ببرک کارمل د روسانو او حامدکرزی د امریکانو په زور)
د ببرک کارمل ساتونکي هم په ارګ کې روسان او د حامدکرزي ساتونکي هم په ارګ کې امریکایان وو. ببرک کارمل هم په وروستیو کې له روسانو خوابدی او کرزي هم د امریکایانو خلاف له هیڅ راز، څرګندونو مخه نه اړوله. کرزي د ایران تورو کڅوړو کې د عمر داوودزي په لاس اخیستو پیسو په بدل کې یو ځل له افغانستان سره د امریکا ۲ میلیارده کېدونکې مرستې په لته ووهلې.
د کرزي ګلانو کرلو وروستۍ بېلګه دا ده چې د دوستم، معلم عطا او محقق په مشرۍ یې د نوې جوړې شوې ګډولې (افغانستان لوی ملي ايتلاف) ملاتړ اعلان کړی دی.
په ښکاره خو دغه ايتلاف په هیواد کې د ملي یووالي، په ټاکنو کې د رڼښت او په ټاکنو کې د درغلیو مخنیوی په موخه اعلان شوی خو د یادو څېرو تېرو او ان روانو کړنو ته په کتو دوی کله هم د ملي یووالي پلویان نه وو بلکې د ملي یووالي اصلي غلیمان همدوی دي او نه یې هم کړنې رڼې دي ځکه د دغو کسانو کوم کارونه راڼه دي، انسان وژنې، د دولتي او شخصي ځمکو غصب، د نشه یي توکو قاچاق، له بشري حقونو څرګند تېري او جنسي زورونې دا هم ګنې رڼې وې؟! چې دوی د رڼو ټاکنو غوښتنه کوي یا یې پلویان واوسي!
سره له دې چې خپله کرزي د دې ګډوله ټلوالې د شتون اعلان په غونډه کې ګډون نه و کړی خو په بې رحمه او جاهله کورنۍ پورې تړلو د هلمند اخوندزاده ګانو او ځینو نورو بړیڅو یې استازولي کوله او ټول پوهېدل چې ددې ملي ایتلاف په حقیقت کې ملي اختلاف یوه ضلع او نوښتګر د عصر الفساد بنسټګر حامد کرزی دی.
ده (حامد کرزي) پخوا هم ځینې کسان د اوسني حکومت پرضد بغاوت ته لمسولي وو. داسې هم ویل شوي چې معلم عطا او ځینې نور جنګسالاران د کرزي له کوره د دوستم هرکلي له پاره هوایي ډګر ته ورغلي وو.
د رپوټونو له مخې حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې د لوی ملي ایتلاف (اختلاف) په ملاتړ سره ویلي چې دغه جوړښت د افغانستان د خلکو تر منځ د یووالي پیاوړتیا او د رڼو ټاکنو له پاره جوړ شوی دی. (هغه ملي یووالی چې د ښاغلي کرزي په واکمني کې و؟! له پېښوره راغلی تنکی ځوان چې پاړسو یې نه وه زده او د پښتو ویلو په جرم د څرخي پله د تالاشي پوسته کې لنډغرو ووژلو، له شمالي ولایتونو پښتانه په زور وایستل شول ځمکې او کورونه یې غصب شول) هغسې رڼې ټاکنې چې کرزي او ورونو یې له کابل بانکه د یو میلیارد ډالرو غلا کړیو پیسو په زور وکړې چې تاوان یې ډېرکلونه ولس پرې کړ)
ده ( حامد کرزي) همداراز، ویلي چې ګډې هلې ځلې د بهرنیانو د لاسوهنو او په هیواد کې د نفاق مخه نیولی شي.(د هغو بهرنیانو لاسوهنې مخنیوی چې کرزی یې واک ته ورسولو او د میلیاردونو ډالرو غلا زمینه یې ده او د ده د خوښې وړ لنډغرو ته برابره کړه)
رښتیا بلې خبره خواته لاړه نه شي مطلب مې د کارمل او کرزي په کړنو کې ورته والی یا کرزی د کارمل پر پلونو روان ښودل و چې یو څه رڼا پرې واچول شوه خو غواړم د دواړو وروستۍ کړنې هم پرتله کړم.
کارمل د نجیب پرضد د دوستم او مسعود ترمنځ جوړجاړي ته زمینه برابره کړه په دې تمه چې ده ته به په کې یو څه ورسېږي خو پر دې نه پوهېده چې هغوی هر یوه خپله اجنډا درلوده نو ځکه خو جوړ جاړی وشو خو کارمل په کې لکه… بهر پاتې شو. اوس کرزي هم هماغه لوبه رااخیستې خو په دغه توپیر چې د وخت شرایطو ته په کتو کرزي بیا هرځای چې غل غدوی، لنډغر، جنګسالار، د نشه یي توکو قاچاق وړونکي او دده په عصر الفساد کې تر ټولو ډېر فاسد لیدلی سره یوځای کړي په دې تمه چې ولسمشر غني ته سرخوږی جوړ کړي. دی داسې ګڼي چې غلو او جنګسالانو دده په واکمني کې ښې مزې چړچې وکړې نو هغوی به یوځل بیا دی واک ته ورسوي چې په خپل خام فکر به بیا دده او جنګسالارانو پير پیل شي خو دی پر دې نه پوهېږي چې لومړی خو جنګسالاران اوس هر یو خپل خپل ګاک لري چې ډول ته یې ګډېږي نو ځکه خو فکر نه کېږي چې بیا به کرزی واک ته ورسوي خو که دغه کار وهم کړي له دې وروسته خو امریکایي الوتکې نه شته چې د بدمعاشي پروخت د دوستم د کور د پاسه هوایي بم وچوي او دوستم خلیلزاد ته ووایي «داکترصایب سال یکبار ادم خر میشه مه ام خر شده بودم بس است اشتکا میترسه»
هغه وخت به د کرزي په خوله څوک پیاز هم نه وړوي. خو تر ټولو مهمه خبره داده چې که د کرزي په لارښوونه یا هم پر خپل سر جنګسالان یا نور څوک له ناقانونه لارې د واک غصب او یا د واک مشروعیت له منځه وړلو هڅه وکړي هیڅ ګټه هم نه شي کولی ځکه اوس طالبان په دوو پښو ناست دي همدا چې کومه ګډوډي جوړه شي بیا څوک د طالبانو مخه نه نیسي او هغوی به له کوم خنډ پرته پر ښارونو راخوشې او نر به هغه جنګسارلار وي چې په تېښته ځان ترکولیاب یا مشهده ورسوي. ښه خبر داده چې کرزی او نور جنګسالاران په هېواد کې د باعزته سولې له پاره کار وکړي له دې دسیسو دې تېر شي ځکه چې بیا هم وایم ګټه نه شي کولی خو زیان به یې بیا هم ملت او خپله دسیسه ګرو ته ورسېږي.
(۱) ببرک کارمل د حفیظ الله امین په شان د سازمان ورکولو کاري وړتیا نه درلوده، نو ځکه خو یې د روسانو په زور خپل سیال ووژلو او د واک پرګدۍ کیناست. کرزي هم د واک نیولو له پاره کوم پوځي – سیاسي ځواک نه درلود، ده د مسعود، ګلبدین، ملاعمر او نورو په شان کومه پیاوړې ډله جوړه نه شوه کړی او لا یې هم نه لري نو ځکه خو د امریکایي ځواکونو په زور واک ته ورسېد. دغه دواړه (کارمل او کرزی) په اصل کې د تاریخ تر ټولو ستر دوپه ګان دي چې په دسیسو او غولولو کې اتادي ته رسیدلي.
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی حتمي نه دی.
سلام
یو معروف چینایی فلیسوف پہ دی باور دی چی یو انسان ھرخہ کولای شی خو یو کار نشی کولای ھغہ دا چی لہ خپل پوتکی نہ د باندی خان نشی شو دلای مانا داچی یو خل وپیژندل بیا پہ بل ھویت کی خان نشی شو دلی وبخشی زما فانت عربی دی ببرک کارغل پہ مفلسی کی سا لہ لاسہ ورکرہ او دوپہ کرزی دبن منحوسی معاھدی پہ زور لہ دیر ننگین شرم سرہ راغی
داحمد رشید پاکستانی او انگریز ستّی فنی خبریالی کتابونہ ولولے
لہ بدہ مرغہ کرزی نہ سواد لری نہ یو عالم دی او نہ یو سیاست مدار او نہ یو خیگ پشتون دی لہ میلیاردونو دالرو ۴۵ ھیوادونو پہ زور او قوت پہ اس سپور دنیاوی پہ دول راغی او ستر شرم یی دی ھیواد تہ پریشود سیاسی اخلاق دا دول تگی او برگی نہ منی دابل تپوس دوستم گلم جم ھم شغال دی